مرگ نعمت گڼمه راز دى- په غوسه کې يې پټ ناز دى

مرگ د ژوند آخره نه ده – مرگ د نوي ژوند آغاز دى

                                                واصل حسنيار

 

د پښتو ژبې د پياوړي فيلسوف، ناول نگار، او شاعر، ارواښاد پروفيسور راز محمد راز د مړينې پر خبر خورا ډېر خواشيني يو. د پروفيسور راز مړينه نه يوازې د پښتو او اردو بلکې د ډېرې نړۍ د ادب لپاره يوه نازغموړه ضايعه ده چې تشه يې ښايي په ډېره موده ډکه نه شي. د ژور غم په دې شېبو کې ځانونه د ارواښـاد له کورنۍ او خواخوږيو سره يو ځاى گڼو او د لوى خداى له درباره ارواښاد ته جنتونه او خواخوږيو ته يې د زړه صبر غواړو.

 

(( گران سمندره زه راز اوس ډېر ښاد يم

ولي چې د مرگ ښايسته سوال

زما د ژوند په بصيرت کې

خدايي اوکايناتي پوهنه په لامحدوده توگه

په ځلا او په ږغا راوستلې ده))

                                پروفيسور راز محمد راز

 

 

ټکور ادبي ټولنه، چمن - کندهار