زه لا په اسمان (عالم ارواح) کې وم چې د گڼو نورو هېوادوالو تر څنگ زموږ کډه هم له هېواده بې ځايه او په سويلي پښتونخوا چمن کې مېشته شوه. په چمن کې وزېږېدم، د ماشومتوب شپې او شېبې مې په چمن کې تېرې کړې د نهو لسو کلنو شوم، ښوونځی مې پيل کړ. زموږ کره به کله نا کله له وطنه مېلمانه راتلل ما هغوی نه پېژندل چې څوک دي، خو په کور کې به دا گزېدله چې پلانی کاکا دی له وطنه راغلی دی. ما وطن نه پېژاند چې دا لا څه شي ته وايي.
خو زه هغه مهال د هېواد په قدر پوه شوم چې په ټولگي کې به نورو ملگرو ملنډې راباندې وهلې او د غنداري او کنداري په نارو به يې د ساتېري آله رانه جوړه کړې وه. زه چې به کور ته راغلم مورته به مې ويل موره موږ رښتيا کندهاريان يو، مور به مې راته ويل نه زويه موږ روزگانيان يو.
ښه مې په ياد دي يووخت يو ښوونکې د کندهاريو خبرو په طرز راته وويل: غنداری يې؟؟! ټولو ټولگيوالو مې راپورې وخندل ما ور غبرگه کړه، نه استاده موږ روزگانيان يو، استاد شين شو د خندا ويل دا خو دې تر هغه لابتره کړه.
په دې راز زه هم نه پوهېدم چې کندهاريانو څه گناه کړې ده چې خلگ دومره بد ترېنه وړي. ځان به ډېر بد راته ايسېدی چې زه ولي کندهاری يا روزگانی يم. خو د وخت په تېرېدو چې کله زه په ښه او بد پوه شوم، دلته مې نو په زړه کې د خپل هېواد مينه راپيدا شوه او د کندهاري په نامه به شرمېدم نه بلکې وياړ به مې په کاوه.
دا دوه زره وشپږم کال و، زه په اووم ټولگي کې وم چې د څوارلسم اگست لپاره امادگي نيول کېده هلکانو څو ورځې مخکې لا د پاکستان بيرغونه ټولگي ته راوړي وو، هر هلک به د خپل جېب دپاسه د پاکستان بېج لگولی وو، زه په بازار کې په ډېرو دکانونو کې د افغانستان په بېج پسې وگرځېدم بلاخره مې وموند، او د زړه پر برابر مې پر خپلو کاليو ونښلاوه، په سبا چې ټولگي ته راغلم کله چې د ښوونکې سترگې زما پر سينه لگېدلي د افغانستان پر بېرغ ومښتې نو يې په غوسه راته وويل:
خنځيره په پاکستان کې ناست يې د پاکستان دا خورې او څښې او بېج دې د افغانستان دا لگولی دی خلاص کړه!
ما چې يې خبره ونه منله نو يو څو غټان هلکان يې وگومارل چې زما پښې راوتړي او له دباندنۍ ونې نه څو لښتې را ماتې کړي، ښه يې وټکولم او بلاخره بېج رانه واخيست او زما مخته يې د دوو ډبرو تر منځ راوست او مات يې کړ، زما له سترگو د بې وسۍ اوښکې روانې شوې او د ژړا اواز مې نېژدې نورو ټولگيو ته هم ورسېد. تر غارمې پورې مې سلگۍ او اوښکې نه درېدې.
يو ټولگيوال مې راته وويل:ياره تېر کال استاد په وهلو کې لاس درمات کړ دومره دې نه دې ژړلې بس يې کړه.
خو دی نه وو خبر چې دا د زړه معامله ده.
شپې او ورځې تېرې شوې ۲۰۱۰ کال و چې د زدکړو لپاره افغانستان ته راغلم. خو زما پر لهجه پاکستان ډېره بده اغېزه کړې وه. چوکۍ ته به مې، کرسۍ ، قلم ته پين، او تباشير ته به مې چاک ويل، چې ملگرو به راباندې خندل او زما له خولې راوتلي الفاظ به يې بيا بيا تکرارول، کله کله به مې په يوه کونج داسې هم واورېدل چې: خر پاکستانی دی.
تر اوسه پورې چې کله نا کله مې ملگري پاکستان ته غوسه وکړي نو وروسته بيا له ما بښنه وغواړي.
ما ته هغه هندی متل را ياد شي چې وايي. نه ادهر کې رهې نه اُدهر کې.
يا هغه د پښتنو مشهوره خبره چې وايي: پلانکی لکه د هندوانو ماشوم د جنت او دوزخ تر منځ پاتې شو.