قفس ته كــــه مــــې واچــــوې بېباكه به درووزم

نــــاله به شـــم د خپل زړګي له چاكه به درووزم

د ســــترګو سياه مستې كه دې نور لږ لېونى كړم

له هـــــوشه به روپوش شم له ادراكه به درووزم

هغــــه وعده دې هېره شوه كه څنګه چې ويل دې

خــــوله بــــه د حيا شمـــه او پاكــــه به درووزم

كه ستا دعشق په لاره كې مې خاورې شول هډونه

انګــــور به شـــــم باده به شـم له تاكه به درووزم

ريدى به شمــــه داغ په زړه او سور كفن په غاړه

كــــه زمـــا بهاره راغلې نو له خاكه بـه درووزم

سپرلى به شم هرپل كه ږدې په غره او كه په سمه

ګــــلان به درنـــه ګـــرځوم بېــــواكه به درووزم