پورې ليلا ګوره چې لمونځ كړي 
قبول يې مه كړې تور اوربل په خاورو ږدينه

مخ په مړوند کله پټېږي 
ظالمه ياره ! سلامي ولاړه يمه

سترګې دي مړې راواړولې 
لګه ګلاب چې د دوه نيمو ورځو وينه

په غريبي چب مي شر ميژې 
بيا به داستا په كوڅه نه ژدم قدمونه

یوواری ټینګه خیږه راکړه 
بیا دی بابا ته چاړه ورکړه چی راځینه

جانانه راشه ځان اوبه کړه 
په سپین بدن می خولی ډنډولاړی دینه

جانانه داسی خوڅوک نکړی
لکه سپینکی غوښه په اور دی ویلی کړمه 

جانان د خاورو د خوب نه وو

مور جاني قبر ړنګوم بالښت وروړمه

 

اسمان په ستورو ښايسته دی

لکه د پيغلي نجلۍ غاړه په خالونه

 

زما په زړه دي باڼه ښخ کړه

سترګي په ورو پورته کوه ظالمې مرمه

 

د بېلتانه د باز په پښو کي

نری نری پرياد کوم غوښې مې خورينه

 

بيا دي بر مخ څوڼې خورې کړې

پر لمر را پرېوته د وريځو تناوونه

 

د دامان باده يار ته وايه

د زکندن سلګۍ وهم تا يادومه

 

بارانه ورو ورو پرې ورېږه

د مسافر جانان مي نشته دالانونه

 

د مسافر يار زکندن دی

مخ يې وطن ته کړئ چې سا يې وخېژينه

 

مسافري سخته خواري ده

باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه

 

بتۍ د تيلو په اور سوځي

ماته د يار غمونه اور سوه وه يې سومه

 

پټ به د يار له غمه ژاړم

پټې به وينې لړمانه ته تېرومه

 

چې خط مې وايې ورته ژاړه

ماچې ليکه ورته مي ډېر ژړلې دينه

 

د خولې مي تورې وينې ولاړې

زه د هجران ښامار پر زړه وهلی يمه

 

مازديګر چيرې وې لوی مه شه

خورې ورې زلفې پر بام ولاړه ومه

 

مسافر مه وژنې خاونده

کور کي بې خوندې د راتلو په تمه وينه

 

نارې مې ډېرې درته وکړې

بيا به جهان راپسې ګورې نه به يمه

 

زړه مي له تورو وينو ډک دی

که غر غړې کړم ملک به ټول د وينو شينه

 

ته په وطن خوشاله اوسه

زه په کابل کې لکه واوره ويلې شومه

 

بېګا دي باد خبرې راوړې

له ارمانجن زړګي مي پورته شوه اورونه