سور او سپين رنګه پشمک دی زما شعر
خوندور لکه جوشک دی زما شعر
اوږدواله او برواله يی مساوی دی
چارکونجه لکه تلتک دی زما شعر
دمغلو ککرۍ په ورپکې لغړی
خطرناک لکه کوږک دی زما شعر
دبلبل دخوښی ګل ورپکې کی نسته
سپېره ډاګ لکه بولدک دی زما شعر
که هر څونه دالهام دام ورته کښېږدې
وه بې نه نسې کرک دی زما شعر
دالهام په کرونده کی می کرلی
يخ وهلی تر تېزک دی زما شعر
تل د ذهن په تاخچه کی پسی ګرځم
(بېباني ) راڅخه ورک دی زما شعر
12.06.2012
- نورالباري مل
شباب ته خوښ وم شباب هم تېر شو
ها غولوونکی سراب هم تېر شو
که پوچ حباب وو هوس که هر څه
د وخت په سين کي حباب هم تېر شو
احمق هر خنډ...
14.06.2012
- نورالباري مل
قفس ته كــــه مــــې واچــــوې بېباكه به درووزم
نــــاله به شـــم د خپل زړګي له چاكه به درووزم
د ســــترګو سياه مستې كه دې نور لږ لېونى كړم
له هـــــوشه به روپوش شم له ادراكه به درووزم
هغــــه وعده دې هېره شوه كه څنګه چې ويل دې
خــــوله بــــه د حيا شمـــه او پاكــــه به درووزم
كه ستا دعشق په لاره كې مې خاورې شول هډونه
انګــــور به شـــــم باده به شـم له تاكه به درووزم
ريدى به شمــــه داغ په زړه او سور كفن په غاړه
كــــه...