شباب ته خوښ وم شباب هم تېر شو

ها غولوونکی سراب هم تېر شو

که پوچ حباب وو هوس که هر څه

د وخت په سين کي حباب هم تېر شو

 

احمق هر خنډ ته ګوري ،دريږي

هوښيار يې ويني، ورنه تېريږي

چي يې ړندې شي د عقل سترګي

لوړې او خوړې نه ور ښکاريږي

 

انسان په هر دم بيا بيا جوړيږي

وړ يې بدليږي، لار يې بدليږي

د سين له ځايه فطرت کوږ نه وي

له مجبوريته کوږ وږ بهيږي

 

فلز اوبه شي د اور له زوره

خو هګۍ لا شي ټينګه له اوره

د هرچا وېره له توره نه وي

مېړه دي ساتي الله له توره

 

لوی سمندر شوم دزړه مي را ډک شو

طوفان شوم وره شوم کرار مي ورک شو

نه په شعرونو د زړه تاو کښېناست

نه مي په اوښکو څه زړه را سپک شو

 

که ژوندون خوب دی مړه هم ويده دي

تر موږ آرام او تر موږ سوکه دي

ژوندون اميد دي ژوندون تلاش دی

چي دا يې نه وي ژوندی په څه دي

 

چي لاس يې اخلي ورور له ورورۍ نه

چې نا اميد شي له مزدورۍ نه

شيطان يې اړ کړي تباه کارۍ ته

سم سړۍ غل شي، له مجبورۍ نه