لیکنه: مولانا محمد تقی عثماني
ژباړه: نورالباري مل
د حضرت عيسی عليه السلام کليزه د کرسمس په نامه هر کال د دسمبر پر ۲۵ لمانځل کېږي. که د تاريخ پاڼې وپلټئ نو درته جوته به شي چې اسمان ته د حضرت عيسی عليه السلام تر پورته کېدو وروسته، تر نيژدې دريو سوو کلونو پورې د ده د کليزې د لمانځنلو هيڅ تصور نه و. د ده د صحابيانو له ډلې يوه هم دغه ورځ نه ده لمانځلې. څه موده وروسته يو څو خلگو دا بدعت پيل کړ او دا خبره يې راپورته کړه چې موږ د حضرت عيسی عليه السلام د زوکړې ورځ لمانځو. په هغو شپو کې لا يوڅه خلگ پر عيسوي دين باندې په بشپړه توگه ولاړ ول، هغوی ورته وويل چې تاسې ولې دغه لړۍ پيلوئ؟ د حضرت عيسی عليه السلام په ښوونو (تعليماتو) کې خو د دې يادونه نه ده شوې. نو دوی ځواب ورکړ چې دا نو څه تاوان لري؟ دا خو څه بده خبره نه ده، موږ په دې ورځ را غونډېږو او د حضرت عيسی عليه السلام ياد را ژوندى کوو. د هغه ښوونې به را يادوو، او له دې لارې به په خلگو کې د هغه پر ښوونو باندې د عمل کولو مينه پيدا شي، نو دا خو څه بد کار نه دی. هرگوره تر داسې ويلو وروسته يې دغه لړۍ را ونښلول.
اوسنی کرسمس
په پيل کې خو داسې وه چې د ډسمبر۲۵ نېټه به راغله نو په کليسا کې به يوه غونډه جوړه شوه. يو پادري به ولاړ شو د حضرت عيسی عليه السلام پر تعليماتو او سيرت به و غږېدی، تر هغه وروسته به غونډې پای وموند. مانا دا چې په يوه بې ضرره او سپېڅلې توگه دا لړۍ راپيل شوه، خو څه موده ورسته دوی دا فکر وکړ چې موږ خو د پادري وينا اورو، خو هغه يو څه وچه غوندې وي، چې پر ځوانانو او شوقي مزاجه خلگو باندې غمېږي او له دې امله په غونډه کې گډون نه کوي، ځکه نو دا غونډې بايد يو څه په زړه پورې کړل شي، چې خلگ ځان ته را وڅکوي. او د لا رنگينولو لپاره بايد موسيقي پکې ورگډه شي. دمهال له تېرېدا سره سم د موسيقۍ سره نظمونه ويل هم رواج شول، بيا دوی وليدل چې په موسيقۍ هم کار نه چليږي ځکه نو بايد نڅا او سندرې هم پکې وي، او په دې توگه نڅا او سندرې هم د کرسمس يوه مهمه برخه وگرځېدلې، بيا يې فکر وکړ چې لږ نندارې هم بايد پکې وي. هغه و چې د خندا او خندۍ لوبې او نندارې يې هم ورسره يوځای کړې.
کرسمس، چې پر دې نامه پيل شوى و چې د حضرت عيسی عليه السلام ياد ژوندى وساتي، کرار کرار دې حال ته را ورسېد چې اوس يو ټوليز (عام) جشن ترې جوړ شوی دی. او پايله يې دا ده چې نڅا، سندرې، موسيقي، شراب څښنه، خماربازي، نورې انډوخرې او چې نه هغه کانې پکې کېږي; او د حضرت عيسی عليه السلام لارښوونې له پامه ليريغورځول شوي دي.
د کرسمس پايله.
اوس تاسې وگورئ چې په لوېديزو هېوادونو کې کله د کرسمس ورځ راځي، نو څه لگه - درگه يې جوړه کړی وي. په دغه يوه ورځ دومره شراب څښل کېږي چې په ټوله کال نه وي څښل شوي، په دغه يوه ورځ تر درست کال ډېرې ناخوالې رامنځته کېږي، په دغه يوه ورځ د ښځو دومره سپکاوی کېږي چې په گرده کال نه وي شوی.
او دا هر څه د حضرت عيسی عليه السلام د کليزې پر نامه تر سره کېږي.