سويلي پښتونخواچمن - د ټکور ادبي ټولنې کره کتنه او مشاعره وکړه.
نورالباري مل - چمن - تېره ورځ
( ۳جولای ۲۰۱۲) د ټکور ادبې ټولنې مياشتيزه غونډه وشوه دغه غونډه د حيات الله لاروي پر غزل باندې د کره کتنې په موخه رابلل شوې وه چې ګڼ شمېر شاعرانو برخه پکې اخستې وه.په غونډه کې د قران کريم تر تلاوت وروسته د غونډې د پيل په خبرو کې نورالباري افغانمل د کره کتنې پرشاليد او معيارونو باندې لنډ بحث وکړ هغه زياته کړه چې کره کتنه تر مېلاد شپږ پېړۍ وړاندې له لرغوني يونان څخه راپيليږي:
(( کره کتنه په لرغوني يونان کي په شپږمه مخزېږديزه پېړۍ کي دود شوه ،په هغه وخت کې هراکليتس او زينوفنيز نومي دوو فيلسوفانو به د يونان د نامتو شاعر «هومر» پر شعرونو نيوکې کوې او نورو خلگو به بيا د هغه دفاع کول چې له دغه ځايه په لرغوني يونان کې د کره کتنې زڼه زرغونه شوه او ورو ورو يې وده وکړه))
د پيل تر خبرو وروسته ښاغلي حيات الله لاروي خپله غزل کره کتنې ته واړندې کړه چې مطلع او مقطع يې په دې ډول ول.
څومره خوند چې څښتن ايښی په ژړا کې
چا حس کړی کله نه دی په خندا کې
لاروی په دې خبره نه پوهېږم
چې زه کوم يمه اشنا په ما او تا کې
د ښاغلي لاروي غزل د ډېرو لږو نيوکو سره مخ شوه او کله چې لاوري ته د کره کتونکو د نظرونو په اړه د څه ويلو چانس په لاس ورغلی وې ويل چې ((زما غزل که لږ څه هم ښکلې ده هغه د دغو کره کتنو پايله ده ستاسې له ښکلو او ښايستو نظرونو زياته مننه کوم او انشاء الله زه به تر ډېره بريده ستاسې نظرونه پر خپله غزل تطبيق کړم))
تر کره کتنې وروسته مشاعره پيل شوه چې شاعرانو په خورا لېوالتيا خپلې غزلې او نظمونه پکې واورول.
په پای د غونډې مشر عبدالغفار غاور د غونډې ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې اديبان او شاعران بايد د ښه شعر ليکلو تر څنګ غوره اخلاق هم خپل کړي چې د ټولنې عام وګړي د ژوند آداب له دوي څخه زده کړي.
ياده غونډه د ماښام د اذان پر مهال د حميدالله مصباح له لوري د دعايې په ويلو پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې ټکور ادبي ټولنه د هرې مياشتې په سر کې کره کتنه او مشاعره کوي چې ياده غونډه د دغې لړۍ څلور پنځوسمه کړۍ وه.