ارواښاد عبدالهادي همدرد

 څه د اوبو په څېر بې رنگه او بې خونده دی ژوند

څه خاموشي ده، څه بې شوره او بې شرنگه دی ژوند

 

هلته بيا درب  شو بيا مو کومه مورکۍ بوره شوله

قسمت مو خوار دی چې راوړی مو تر جنگه دی ژوند

 

موږ په ټول عمر کې يوه شپه خوشالي کړې ده

خدای په هغه گناه نيولي يو بې ترنگه دی ژوند

 

اې بنگړيوالې زموږ و کلي ته بنگړي مه راوړه

لاسونه پرې د ټولو ښکلو دي بدرنگه دی ژوند

 

موږ يې قدم ته نظرانه کړې خپلې تړمې اوښکې

موږ هم زده کړی له په اور سوي پتنگه دی ژوند

 

له ډېره وخته په لېمو کې گډومه اوښکې

چا مې د حال پوښتنه ونه کړه چې، څنگه دی ژوند؟

 

قسمت ظالم ستا پر سينه ورته ځای نه ورکوي

کنه همدرد خو قربان کړی تر لونگه دی ژوند