راګ څه دی؟what is raga?  

ژباړه:نورالباري مل

 

د یو څو ځانګړ يو غږيزو څپو موزون تړښت(ترکيب) چې له اورېدو يې وګړی خوند واخلی  راګ یا راګا بلل کیږي. راګ یو هندۍ  تله  ده چې  په ډول ډول ځانګړيو سُرانو  باندي پورته او کښته ځي (کیږي).خو راګ  تل یوه  ټاکلې لړۍ ده . او کله هم تر پنځه سُره کم نه وي .يعني لږ تر لږه باید پنځه  سُره ولري همدا راز د هر راګ سره  ولوله (عاطفه) او احساس مله وي او ځانته یوه  فضا (atmosphere)رامنځته کوي.

د سُرانو بې اوډه (بې ترتیبه) تړښت (ترکيب) ته راګ نه شو ویلای.راګ په موسیقۍ کې پر هنري سطحه ځانګړې دنده  سرته رسوي .او د  ځانګړې  اوډنې ، دوی( قانون) او بېلابېلو سُرانو  سره  اړه لري.

 

ټاټونه ځانته  ټاکلي دويونه(قوانین) لري .

۱:په اوردو او هندي ژبو کي د اووه او یا تر هغه زیاتو سُرانو او تالونو تړښت چې یو راګ وزېږوي یا منځ ته راوړي  تاټ بلل کيږي.

۲: تاټ یوازي یوه  اروهي  Arohi لري .

۳:تاټ پخپله نه شي ویل  یا ږغول  کېدای خو له تاټ څخه رغېدونکی راګ ویل  او یا ږغول کیږي.

۴:هر تاټ د هغه د پېژندلي(مشهور) راګ له مخې نومول کيږي . د بیلګي په توګه بېرومي  تاټ ته د هغه د مشهور  راګ  بېرومي له امله دغه نوم ورکول شوی دی.

 

راګونه پر پنځو لويو برخو وېشنه مومي.

      ۱: هندول                          Hindol

      ۲:دیپک                          Deepak

      ۳:میګ                                 Megh

      ۴:شري                                    shree

       ۵: ملکانوس             Maulkauns

 

نور راګونه له دغو پنځو څخه بېلښت (اشتقاق)مومي .له دغه راګونو څخه  لومړيو بېل شويو  ته راګني  raganis وايي  دغه پنځه واړه  هر یو تر ځان لاندي  پنځه راګنیاني  raganis لري.چې  په ټولییز توګه  ۲۵ راګنیاني ترې جوړیږي  مانا دا چي  هر راګ د پنځو راګنیو raganis لرونکی دی .ددغو راګونو او راګنیو  نوري ټولي څانګي له عمده ‌‌‌‌ؤ  راګونو  څخه سرچینه اخلي او  تر  ۱۶ فرعي (لاس لاندي ) څانګو پوري upa raga     او    ,upa – raganis   ورته  وايي .

ټولو راګونو له ټاټونو څخه بېلښت موندلی دی. هر راګ ټاکلي  کومل (پوست-نرم) او ټېور ( چغنده) سُران  لري .چې ټاټ ددوئ  په مر سته پېژندل کیږي.په بله وینا ، د ۷ سُرانو ټاکلی تړښت  چې  د کومل او ټېور  د  بدلونونو  لرونکی وي ټاټ باله شي. په دې اړه موسيقي  پوهان بېلابېل اندونه لري.

 

 

راګ:

راګ د هندۍ موسیقۍ د ملا تیر ګڼل کیږي.د راګونو د بشپړتیا د ساتلو لپاره باید د هغوی دويونه(قوانين)په ډېر احتياط وکارول شي .د راګ په منځته راوړنګ کې  لاندي ټکي اړين دي.

 

v     تاټ يا د سُرانو پرله پسې والی (تسلسل)

v     منظموالی

v     د شاه او ملکې يعني وادي او سم وادي سُرانو تړون

v     د راګ پورته او کښته کېدنه ياArohi and Amrohi

v     د سُرانو اړين تړښت

v     په يوه انداز ساتنه

 

د لرغوني هندۍ نظريې له مخې د طبعيت د سپړلو کار سازنده وو ته هغه  مهال لا اسانيږي چې راګ پر وړ (مناسب) مهال وږغول شي ترڅو راګ ځانته فضا وپنځوي.مانا دا چې که يو راګ  په پسرلي کې فضا رامنځته  کوونکی وي او په پسرلي کي وږغول يا وويل شي تردې چي په ژمي کي وږغول شې زياته اغېزه به وښندي.وړ فضاد راګ په اغېزمندولو کې خورا ډېره  ونډه لري.لکه د سِتار د اساسي مزو (تارونو) سره چي د خواخوږو يا ملو مزو  رېږدول سِتار  شتمنوي(بډای کوي) ترڅو خوږه نغه رامنځته کړي.ځکه نوځانګړيو راګونو ته  ځانګري مهالونه او موسمونه وړ (مناسب)ګڼل کيږي.

 

د کلاسکي موسيقۍ څو راګونه وغږوئ  وبه ګورئ چې يو ځانګړی راګ ستاسې ولولې راپاروي .

د راګ يو بله ځانګړنه  داده چې د۲۴ ساعته په اوږدو کې  هر راګ ځانته ټاکلی وخت لري .راګ د ورځې  په اوږدو کې هم ځانته ټاکلي وختونه لري چې پر لاندي څلور ډوله وېشنه مومي:

 

v     د سپېده داغ (سهار وختي) راګ، چي د «رېRe » او  « دا Da »  سُران  شتون پکي ولري لکه ، «ماروا Marwa » او «پوربي Poorvi» راګونه .

v     د نيمې شپې يا غرمې راګونه د « ګا  Ga»او «ني  Ni»  (کومل ) سُرانو لرونکي وي.

v     د څاښت (د سهار او غرمې منځ) او د شپې د لومړۍ او منځنۍ برخې د منځ  يا په بله ګړنه(اصطلاح) د شپې د لومړي پاو(Quarter)راګونه د «رې Re» ،«ګا Ga» ،« دا Da» او «ني Ni» (کومل komal) سُران لري.

v     د ورځي  او شپې وروستي پاوونه (Quarters) «سا Sa» ،«ما Ma» او «پا Pa» سُران لري.

د مهال له مخې ټول راګونه پر دوو (پوربي Poorvi) او (اټار Uttar) برخو وېشل شوي دي.پوربي راګونه  د غرمې له ۱۲ بجو بيا د شپې تر ۱۲ پورې،او اټار  د شپې له ۱۲ څخه د غرمې تر ۱۲ پوري ويل  يا ږغول کيږي.    په راګ کي حاکم يا پاچا سُر  د وګړي مرسته کوي چې راګ پر خپل ځانګړي مهال   ووايي يا د راګ لپاره ځانګړی شوی مهال وپېژني.د راګونو دغه  ډله بندي  شاوخو ۵۰۰ کاله لرغونې ده.

که راګ  له خپل ټاکلي مهاله بې ځايه وويل شي ښايي ښکلا او اغېز ه ښندنې ته يې زيان وواړي، د مهال  سره اروايز(روحاني) تړون   د راګ پر طبعه هم اغېزه ښندي.