چي شپه ويده شي په خپل څادر کي
اندېښنې پاڅي زما په سر کي
د وطن ياد مي په زړه کي اوړي
لکه موجونه په سمندر کي
څوک به په خوښه له کوره تښتي
خو چي مجبور شي له زوره تښتي
چي په سووکي هم مځکه سره شي
د اور بچی وي، له اوره تښتي
بده بلا شوې بني ادمه
چې ابليس تښتې اوس ستا له چمه
عالم تباه کړې د زړه لپاره
کيفونه اخلې د بل له غمه
يو مات رباب يم چې پاته راته
يو څو شلېدلي مزي دي ماته
اوس به يې څنگه څوک رانه واوري
هغه نغمې چي په زړه دي پاته
د بست کلا شوه ورانه ويجاړه
«پتې» يې نشته «رابيا» يې لاړه
«بړېڅ» به وي خو «پتې خان» نشته
تش «کرمي» دي را پاته واړه