یادونه : چیري چي فل سټاپ(.) وي دهغه مانا داچي هغه لیکه ختمه سوه.
اې ! دتقدیر پر سپینه پاڼه باندي
دمحبت کاتبه!
زه ستا قلم ته وایم.
چي تاته ووایي چي
ستا،په بنګړو مین بنده لتانه
دخپلي میني دقسمت په اړوند نه دی راضي
ستا دشکرونو پر ځای
لکه دخپلي غرنۍ اوجنګ ځپلي سیمي
دسولي یو زر ژړغوني ګیلې
په ستړي زړه کي ګرزي
وجه یې داده چي رنځور دمحبت قسمت یې
دژوندانه غولي ته
هغه لیلا راوړې
چي په ساده او کلیوال ژوندون کي
لاس په خپړ کي قلم ډول بم ؤ وړی ځني
او په بنګړو مین چي
اوس بې خپړي مړوند
په شنو بنګړیو تر ږرۍ ورډک کړ
خوچي سهار راپاڅي
مړوند دکلي داوږده،سر به فلک چنار نه
دپرېکړل سوي لرګي
پشان له شنو بنګړو خالي پاته وي
اوبنګړي ټول وي ښَکېدلي ورنه
او دبنګړو مین دخوب دبې هوښي په حال کي
بنګړي دانه په دانه ټول وي لاندي کړي تر ځان
په هر توکري کي يې
دخپلي میني دقسمت دارمانونو پیغلي
هر سهار ناستي وي په ډکو سترګو
آیا په دې مینه زه شکر وکړم؟