د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلام اباد ته د محسود سپارنې پایله

فریدون خوځون 09.12.2014 12:21

اسلام اباد ته د پاکستاني طالبانو د لوړ پوړي چارواکي لطیف الله محسود سپارل کېدو د ټولو افغانانو روان زیانمن کړی او غصه یې را پارولې ده.
د تېر زېږدیز کال په اکتوبر کې د ملي امنیت ځواکونو په لوګر ولایت کې لطیف الله محسود ونیوه. د ده له نیول کېدو سره سم امریکايي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او نوموړی یې له خپلو دریو ملګرو سره په خپله ولکه کې واخیست.
اوس د یوه کال په تېرېدو امریکا نوموړی اسلام اباد ته سپارلی دی. امریکا ویلي، چې درې تنه زندانیان له پاکستان سره تر لاس کولو وروسته اسلام اباد ته سپارلي دي.
لطیف الله مسعود د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکیم الله مسعود نه وروسته، چې تېر کال د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو، دویم لوړپوړی قومندان او مالي مسوول و.
نوموړی داسې مهال پاکستان ته سپارل کېږي، چې له یوې خوا په افغانستان کې جګړې زور اخیستی، له بلې خوا د ملي یووالي حکومت مشر تازه پاکستان ته سفر کړی دی. د ولسمشر غني په سفر کې نوموړي پاکستان ته درې میاشتې مهال ټاکلی، څو د افغانستان په اړه خپل حسن نیت ښکاره کړي. د لطیف الله محسود سپارنې له یوشمېر خلکو سره دا اندېښنې هم را پیدا کړي، چې ښايي غني په خپل سفر کې له پاکستانیو چارواکیو سره پټې معاملې هم کړي وي، هغه ډول چې ډیلي ټېلګراف ورځپاڼې یې په اړه یو رپوټ هم خپور کړی و.
افغانستان له پاکستان سره د بندیانو د تبادلې هېڅ تړون نه لري. له دې وړاندې د حامد کرزي حکومت په وار وار له پاکستانه وغوښتل، چې د افغان طالبانو دویم مشر ملا عبدالغني برادر کابل ته وسپاري؛ خو له ډېرو هڅو او سفرونو وروسته پاکستان راضي نشو، چې نوموړی کابل ته وسپاري. هغه مهال د پاکستان خبره دا وه، چې دواړه هېوادونه د بندیانو د تبادلې کوم تړون نه لري.
پوښتنه دا ده، چې د لطیف الله محسود سپارنه به څه پایلې ولري؟ لطیف الله محسود د افغانستان په لاس کې د ګټنې هغه پره وه، چې پاکستان ورته اړتیا درلوده؛ خو افغانستان هر مهال کولای شول ترې ګټه پورته کړي.
په دې مانا چې افغان دولت که غوښتي وای د نوموړي په ملاتړ سره یې د پاکستان پر وړاندې ترېنه ګټه پورته کولای شوای. هغه ډول چې پاکستان یې له افغان طالبانو نه د کابل پر وړاندې پورته کوي. اوس دا باز له لاسه ووت.
اسلام اباد ته د محسود په سپارل کېدو افغانستان د پاکستان ضدو کړیو او عناصرو پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړ. په دې مانا چې افغانستان که نوموړی ښه ساتلی وای، کولای یې شول چې بلوڅو ملتپالو او بېلتون غوښتونکیو، د پاکستانیو طالبانو او نورو هغو کړیو چې له پاکستان سره خلاف دي، د هغوی باور هم خپل کړي. افغانستان دغه ډلې په خپله غېږه کې ساتلی او روزلی شوای، چې یو مهال یې د پاکستان پر وړاندې کارولي وای. خو اوس نور پرې پاکستان ضد ډلې دا باور نشي کولای.
د اندېښنې وړ خبره دا ده، سره له دې چې کابل ـ واشنګټن ستراتېژیک او بیا امنیتي تړون هم لاسلیک کړی؛ مګر امریکا پاکستان لا هم له لاسه نه ورکوي، بلکې په یو ډول نه یو ډول یې په باج ورکولو راضي ساتي.
اسلام اباد چې له امنیتي تړون نه ناراضه دی، امریکا هڅه کوي چې یو ډول یې له ځانه خوښ وساتي او لطیف الله محسود د پاکستان د خوشالولو لپاره ښه ډالۍ وه. له بده مرغه چې امریکا د دې ډالۍ په تقدیمولو کې د افغانانو دريځ ته هېڅ ډول پام ونه کړ.
که چېرې امریکا په دې نظر وي چې په هر ډول باید پاکستان له ځانه خوښ وساتي یا دا چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ انډول وساتي، دا په حقیقت کې د نړیوال هغه دريځ مخالفت دی، چې پاکستان د ترهګرۍ د صادرونکي هېواد په توګه پېژني. په دې توګه امریکا په لوی لاس هڅه کوي، چې پاکستان له نړیوالو فشارونو وژغوري.
امریکا او نړیوال اېتلاف ته په کار دي، چې پاکستان تر سیاسي او اقتصادي فشارونو لاندې ونیسي. ځکه د نړۍ د هرې ترهګرې ډلې ريښه پاکستان ته ور ګرځي. پاکستان نړۍ ته یو لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
امریکا باید د یوه خپلواک هېواد او ستراتېژیک ملګري په توګه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ننګه وکړي. نه دا چې د افغانستان د ملي ګټو ضد حرکتونو سره د افغانستان رقیبان له ځانه خوښ وساتي. د دا ډول کړنو تکرار د افغانستان او امریکا ستراتېژیکې ملګرتیا ته زیان رسوي.
د ملي یووالي حکومت باید د امریکا د دې کړنې په اړه جدي چلن وکړي، دا مساله تعقیب کړي او د پاکستان پر وړاندې خپله روښانه پالیسي اعلان کړي.