د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما د هېواد اخلاقي معیار!

فریدون خوځون 17.09.2014 19:38

زما هېواد ښايي د نړۍ یو له عجیبو هېوادونو څخه وي. ځکه په هېڅ هېواد کې به داسې نه وي شوي، چې د عامه ګټو د ساتنې لپاره به خلکو ته په واټونو کې دړې ( لوحې ) را ځړول شوي او یا به ترېنه د اخلاقي کړنو د ترسره کېدو غوښتنې شوي وي.
خو زما په هېواد کې بیا دا کړنې معمول ګرځېدلي دي. هر سهار چې زه دفتر ته راځم د لارې په اوږدو کې حد اقل دوه داسې دړې ( لوحې ) وینم، چې له هېوادوالو مې په کې د اخلاقي اصولو د غوښتنه شوې وي او دا په ټولو ولایاتو او سیمو کې شته. یوه دړه چې هره ورځ یې ګورم پرې لیکل شوي: ((څوک چې چاپېریال ککړوي ورته اخلاقي تذکر ورکړئ ))
چاپېریال ساتنه د وګړو په ګټه ده او نن سبا یې نړیوال اهمیت خپل کړی دی. نړۍ له دې اندېښمنه ده، چې ورځ تر بلې چاپېریال خرابېږي او هوا ګرمېږي. افغانستان یو مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه و، چې تر ټولو شین اسمان او رڼه هوا یې درلوده، خو تېرو پنځو لسیزو جګړو د کابل هوا ډېره ککړه کړه. د هوا ککړتیا ګڼې ستونزې را منځته کړي دي، همد اوس افغانان د نورو ستونزو ترڅنګ یو لوی اکثریت یې د ستوني، سینې او ششونو له رنځه کړېږي. دا د همدې خرابې هوا له امله دي. ښاروالۍ له ډېرې ناچارۍ د دې ډول دړې لګولو ته اړ شوې ده. د ښار په واټونو کې دا دړې کمې نه دي، چې لګېدلي: ((ستاسو ښار ستاسو کور دی، په ساتنه کې یې برخه واخلئ )) زما هېواد ته راغلي مېلمانه له دې دړو کولای شي چې زما د هېوادوالو اخلاقي کچه معلومه کړي.
دا زما د هېواد د بدبختۍ اوج ښيي. یوازې دا دړې نه دي چې ښاروالۍ په واټونو کې لګولي، بلکې له دې به دردوونکې بله کومه چې د یوه هېواد وګړو ته وویل شي، چې دا پارک ستاسو په ملي سرمایه رغول شوی، په ساتنه کې یې برخه واخلئ. یانې د دې هېواد وګړي، حتی د خپل ملي پارک په ویجاړولو هم صرفه نه کوي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې ټول رغول شوي پارکونه، واټونه او ودانۍ بېرته ویجاړې شوي او یا د ویجاړۍ په حال کې دي. یو لامل یې هم دا دی چې یې په ساتنه کې برخه نه اخلي.  زما هېوادوالو ته اوس هر څه ځاني او فردي ښکاري. هیڅوک په دې فکر نه کوي، چې د پارکونو ساتل او د چاپېریال ساتنې ته پام یې په خپله ګټه هم دی.
هر کال چې منی او پسرلی راشي، ښاروالۍ په میلیونونو نیالګي کېنوي؛ خو د څو ورځو په تېرېدو بیا هېڅ نه وي. حتی ډېری همدغه نیالګي د سیمې د اوسېدونکیو او زما د ټولنې د هغه قشر له خوا ماتېږي او ایستل کېږي، چې سبا ټاکل شوې د دې هېواد واګې ور وسپارل شي.
لکه څنګه مې چې دولت د ملي ګټو په تعریف کې پاتې راغلی، دغه ډول مې ملت هم په دې برخه کې بې ځوابه پاتې او په ړانده ډول مخ ته ځي. یا په بله مانا، تر اوسه زما هېوادوال په خپله ګټه او تاوان نه دي پوه شي.
نو په داسې یوه هېواد کې، چې اخلاقي کچه یې تر دې حده را ټیټه وي، نو هلته به ټاکنې څه مانا ولري، یا به فساد او نورې ناخوالې څنګه ورکې شي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې د ملت اخلاقي معیارونه نور هم د بې اخلاقه چارواکیو له لوري وځپل شول او له منځه یوړل شي. که موږ د دې پړه په نور اچوو، چې په افغانستان کې له جګړې ملاتړ کوي، هېواد ته دسیسې جوړوي، دا کوي یا هغه کوي؛ نو د دې پړه په چا واچوو، چې نشو کولای په خپلو پیسو رغول شوی پارک وساتو؟ نشو کولای یا یې نه کوو، چې د خپل چاپېریال په ساتنه کې ونډه واخلو؟ که ښاروالۍ راته د کثافاتو ډرم درولی؛ خو موږ خځلې د ډرم پر ځای د ډرم مخې ته اچوو. اوس په دې کې ګرم څوک دی؟ یا څنګه کېدای شي چې زموږ اخلاقي معیار لوړ شي؟ یو مهال مې د دې ستونزې د حل لاره د وګړو په باسواده کولو کې لیده؛ خو اوس ګورم چې اکثریت لوست کسان په دې کار اخته دي یا له کلیو نه دا ستونزې په ښارونو کې ډېرې دي.