د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپېڅلي شعارونه، ناوړه نسبتونه

فریدون خوځون 20.09.2014 13:43

په دې ورځو کې د شعارونو بازار بیا ګرم دی. د شعارونو او پوسټرونو له امله د ښار واټونو خپل اصلي رنګ بایللی دی. هره ورځ د ښار واټونه د داسې انځورونو او ورسره د لیکلو شعارونو شاهدان وي، چې په بېلابېلو مناسبتونو پورې اړه لري.
په دې شعارونو کې اکثره وخت د هېواد د ابادۍ، د ملي یووالي، تلپاتې سولې، هېواد پالنې او نورو مسایلو په اړه بحث شوی وي. ډېر دا شعارونه په داسې څېرو او اشخاصو پورې تړل شوي وي، چې کړنې یې د شعارونو خلاف وي. یانې هیڅوک دا فکر نه کوي، چې د هېواد ویجاړونکې، د کورنۍ جګړې عاملین او د بې ګناه وګړو وژونکې دي، په هېواد کې د سولې، یووالي، هېواد رغونې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
که چېرې هغو وګړو، چې داسې شعارونه پسې تړل شوي او یا نسبتونه ورکړل شوي، په دې شعارونو عمل کولای نو نه په افغانستان کې کورنۍ جګړه راتله، نه به افغانستان د پردیو تر یرغل لاندې راته او نه به د میلیونونو بې ګناه افغانانو وینې تویېدې.
خو د ښار په واټونو کې راځړېدلي شعارونه او ویناوې، له ورایه د دې ښکارندويي کوي، چې سپېڅلو تورو او جملو ته په ناولو څېرو پسې نسبتونه ورکړل شوي دي.
د دې چارې اصلي څېره راته تقریباً په ۲۰۰۸ کال کې ښه څرګنده شوه. هغه مهال په ننګرهار کې وم. یوه ملګري راته په دفتر کې د شپې د پاتې کېدو وویل، له ډوډۍ وروسته یې راته د شعارونو د لیکلو وویل او ټینګار یې درلود، چې باید یو څه ورته ولیکم. ظاهراً دا شعارونه د یوې ټولنې جوړېدو ته لیکل کېدل، څه مې چې په وس راتله او څه مې چې په خوله راتلل د شعار د تر نامه لاندې مې ورته ختیز په لوېدیځ ویشتل پیل کړ او ومې لیکل. ددې لپاره چې ملګری مې خپه نشي.
دوه ورځې که درې ورځې وروسته تورخم ته د یوې پېښې د خبري پوښښ لپاره لاړم او په سبا یې دفتر کابل ته غوښتی وم. له جلال اباده تورخم او له تورخمه کابل ته په ټوله غځېدلې لاره، هماغه شعارونه په لوړو او لویو بېلبوردونو، ټوټو او دړو ستر ستر لیکل شوي ول. لاندې ترې د یوه لوړ پوړي چارواکي نوم لیکل شوی و. وروسته خبر شوم، چې ملګري په دې شعارونو له چارواکي څومره ډالر اخیستي ول.
غصه هم وم او خوښ هم وم. غصه په دې وم، چې کله مې هم داسې یوه ناولي انسان ته قلم نه و خوځولی؛ خو خوښ په دې وم، چې وینا مې د لوړو چارواکیو وینا ګرځېدلې وه.
یوه بل ملګري مې کيسه کوله، چې د طالبان د واکمنۍ پرمهال کابل ته راغلم، د اطلاعاتو او کولتور وزارت ور غوښتی و او د شعارونو د لیکلو یې ورته ویلي ول. ملګري ویل، بلا ډېر شعارونه مې ورته ولیکل، سبا نو په غازي سټوډیم کې ستره غونډه وه، چې سټوډیوم ته ور ننوتم زما ټول شعارونه یې د امیر المؤمنین له ویناوو څخه، بللي ول.  هغه وايي، د طالب چارواکیو په مخ کې مې له جېب نه قلم را  ویوست او ښکل مې کړ.
حقیقتاً د دغو شعارونو چې اوس یې د کابل لارې کوڅې نیولي، هماغه برخلیک دی. چې د وخت او شرایطو له غوښتنو سره سم لیکل کېږي. خو دغه ډول تقلبي شعارونه نشي، کولای چې د وګړو او اشخاصو په کړنو پرده واچوي او یا هم له خلکو سره د هغوی په اړه شته تصور بدل کړي، ځکه دا د نن ننداره ده او همدا نن به پاتې کېږي، له خلکو سره د وګړو په اړه شته قضاوت ته بدلون نشي ورکولای.
زه فکر کوم، په کابل ښار کې چاپخونې به له هر څه ډېر د دا ډول شعارونو په چاپولو ډېرې پيسې ترلاسه کوي، یانې په کابل کې تر هر څه ډېر شعارونه او ورسره نسبت ورکړل شوي انځورونه ډېر چاپېږي.
دا د دې خلکو شرف او حوصله مندي وګڼئ، چې په ښار او واټونو کې د هغو کسانو د انځورونو د لیدو زغم او برداشت لري، چې پرون یې د نوم په اورېدو وېرېدل. پرون یې د وحشت او بربریت کیسې جهاني وې.
که څوک غواړي چې په واقعي ډول د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړي او د یوه اتل په څېر را څرګند شي، دې ملت ته دې خدمت کول په ځان فرض وګڼي، نه رنګارنګ د خپلو انځورونو او ورسره په لوړو او عالي جملو د لیکل شویو شعارونو چاپول او په واټونو کې راځړول.