د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بندو لارو د خلكو بده ورځ او بې غوره حكومت!

فریدون خوځون 01.01.2013 14:20

نورستان د خپل ستراتېژيک موقعیت له پلوه د افغانستان د ناامنه کولو لپاره د یوه کانال په توګه هم کارېدای شي.
د نورستان چارواکي وايي، چې دغه ولایت په بشپړ ډول د وسله والو له لوري کلابند شوی دی، چې د وسله والو طالبانو ترڅنګ پاکستانۍ ملېشې هم په دې ولایت کې بریدونه کوي.
د دغه ولایت والي تمیم نورستاني ويلي، سره له دې چې واوره ورېدلې خو اوس وسله والو نویو وسلو ته لاسرسی موندلی، چې دوربین لري او درازکوپ نومېږي. هغه وايي دغه وسلې د ۲۰۰۰ مترو په فاصله کې هدف په نښه کوي او وسله وال پرې له غره نه لاندې خلک په نښه کوي.
همدارنګه والي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو په لومړي ځل په دې ولایت کې له غره نه، لرې ویشتونکي راکېټونه هم کارولي او په کامدېش او برګمټال کې يې هغو کلیو را توغولي، چې د دولت سیمه ګڼل کېږي.
له دې وړاندې هم پر کامدېش ولسوالۍ پاکستانیو پوځيانو له وسله والو طالبانو سره یو ځای برید کړی و.
نورستان د غرنیز جوړښت له مخې په دوو برخو وېشل کېږي چې ختیز او لوېدیځ نورستان یادېږي، په ختیز کې يې په مرکز پارون سربېره څلور ولسوالۍ شاملې دي، چې برګمټال، کامدېش، وامه، وایګل  دي او په لوېدیځ کې یې نورګرام، دواب او منډول ولسوالۍ شاملې دي.
ختیز او لوېدیځ نورستان په خپل منځ کې سره وصل شوی سړک نه لري او له همدې امله ختیز ته پر کونړ او لوېدیځ ته په لغمان د نورستان لارې سپرې دي.
چارواکي وايي، چې اوس دغه دواړه لارې د وسله والو په مرکزونو بدلې شوي او د هغوی په کنټرول کې دي.
د کونړ چپه دره، ناړۍ، ماڼوګي او یوشمېر نورې ولسوالۍ له ډېر پخوا نه د وسله والو مرکزونه ول، چې وخت په وخت یې نورستان ته غځېدلې لارې بندې کړې وې.
خو اوس چې له وسله والو سره پاکستاني ملېشې هم یو ځای شوي او د هغه هېواد پوځیان یې ملاتړ کوي، په بشپړ ډول يې دغه لاره په خپله ولکه کې راوستې ده.
په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې یوازې د ولسوالۍ تعمیر د حکومت په ولکه کې دی، نورې پاتې ټولې سیمې د وسله والو په لاس کې دي.
نورستان ته بله غځېدلې لاره د لغمان نه ده، چې په الینګار ولسوالۍ تېره شوې او لوېديځ نورستان ته غځېدلې ده.
د لغمان د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره اوس دغه ولسوالي تقریباً د وسله والو په لاس کې ده او نورستان ته پر غځېدلې لاره وسله والو خپلې پوستې جوړي کړي او تلاشۍ کوي.
له دې پرته نورستان ته غځېدلې بله لاره نشته، او له پاکستان سره په پوله تر چتراله پورې سیمه کې حکومت واک نه لري.
د نورستان چارواکي وايي، چې اوس دغه ولایت له ټولو خواوو څخه په محاصره کې دی او له دې امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
په نورستان کې خلک د شپږو  میاشتو لپاره خوراکي توکي زېرمه کوي او له قوس او جدي میاشتو نه نیولې بیا تر ثور میاشتې پورې خلک خپلو کورونه د خوراکي توکیو لپاره بازار ته نه شي راتلی.
خلک اندېښمن دي، که په دغسې حال کې وسله والو خپلو راکېټي بریدنو ته چې پر کليو یې وروي د تلفاتو د ډېرېدو وېره شته.
د نورستان والي وايي، چې په نورستان کې د واورې له امله جبهه يي جګړې پای ته رسېدلي خو ورسره چريکي جګړو زور اخیستی دی.
هغه وايي، داسې اطلاعات يې تر لاسه کړي، چې وسله وال په سپرلي او دوبي کې د دې ولایت د نیولو هڅې کوي.
د نورو کلونو خلاف په سږني ژمي کې هم وسله والو په دې ولایت کې فعال دي او له دې ښکاري، چې سر له همدا اوسه یې پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې نيولي دي.
وسله والو طالبان به په هڅه وکړي، چې په روان ژمي کې د نورستان یوشمېر ولسوالۍ چې یوازې تعمیرونه یې له حکومت سره دي ونيسي او په دې توګه به تر راتلونکي دوبي د خپل پلان پلي کولو ته زمینه برابره کړي.
ښايي خپل وګړي او جنګیالي په دې سیمو کې نور هم ځای پر ځای کړي، تر وسې وسې اکمالات وکړي او امکانات برابر کړي، څو وکولای شي چې په اوړي کې په اسانۍ سره نورستان په خپله ولکه کې راولي.
نورستان سره له دې چې د اراضۍ له مخې د وسله والو لپاره یو ښه جګړه ییز ډګر نه دی؛ خو د خوندي مرکزونو د شتون لپاره یو ګټور ولایت په دې دی، چې د پټېدو مناسب ځایونه لري.
طالبان د نورو کلونو په خلاف به دا ځل په خپل توان سره ځکه د نورستان د لاندې کولو هڅه وکړي، چې له دې لارې کولای شي د هېواد شمال ته ځانونه ورسوي.
نورستان چې له بدخشان، پنجشېر او کاپیسا سره ګډې او نېږدې پولې لري؛ نو د یوه ښه کانال په توګه ترې ګټه پورته کولای شي، چې په اسانۍ د هېواد شمال نا امنه کړي.
تمیم نورستانی وايي، چې د دوی د اطلاعاتو له مخې وسله وال غواړي له نورستانه د هېواد شمال وننګوي او تر فشار لاندې يې راولي.
که نورستان د وسله والو لاس ته وغورځېږي، په اسانۍ کولای شي، چې بدخشان، پنجشېر او کاپیسا ته واوړي، خپل اکمالات وکړي او دغه ولایتونه نا امنه کړي؛ نو د دې لپاره طالبان په  نورستان ډېر تاکید کوي.
له بلې خوا، که څه هم چې نورستان یو غرنیز ولایت دی؛ خو په کې افغان ځواکونه هم ډېر پیاوړي نه دي، تر اوسه په دې ولایت کې یوازې دوه کنډه سرتېري ځای پر ځای دي، چې نه له لازمو اکمالاتو برخمن دي او نه له امکاناتو. تېر کال د نورستان د پولیسو د معاشونو ورکېدو له دې هر څه ښه پرده پورته کړه، چې په نورستان کې مېشت ملي پوځي او ملي پولیس په کوم حالت کې دي.
د نورستان چارواکیو په وار وار د ځواکونو د ډېرېدو او مجهز کېدو خبرې کړي خو مرکزي دولت پرې تر اوسه سر نه دی ګرولی.
که څه هم چې حکومت پرېکړه کړې په را روانه اونۍ کې به په کامدېش ولسوالۍ کې د لارې د پرانیستو او د ولسوالۍ د شاو خوا کلیو د چاڼېدو لپاره عملیات وکړي او په لویه پیمانه د عملیاتو خیال نه لري؛ نو دغه عملیات به یې هم کوم درد دوا نه کړي.
له یوې خوا د ځواکونو کمښت، په یوه کلاشینکوف سمبالښت او له بلې خوا د وسله والو د جنګي تیتيکونو بدلون، پرمختللو وسلو تر لاسه کول او د جنګیالیو ډېرول هغه څه دی، چې اټکل کېږي ډېر ژر به دغه  ولایت د وسله والو لاس ته وغورځېږي.
د  دې پر ځای چې په کامدېش کې عملیات پېل شي، په کار ده چې لومړی په الینګار او د کونړ په شمالي ولسوالیو لکه چپه دره او نورو کې عملیات پیل شي؛ څو نورستان ته ور غځېدلې ټولې لارې پرانستل شي؛ له کلابندۍ وژغورل شي او بیا عملیات پیل شي.
په دې کار سره به نورستان ته ښه اکمالات وشي او خلک به هم د روان ژمي لپاره، چې د نا امنۍ له امله يې ډېرو تر اوسه خوراکي توکي نه دي زېرمه کړي، توکي ځای پر ځای کړي.
نورستان د حکومت د کاري لومړیتوب په سر کې ځایولو ته اړتیا لري. په کار ده چې له سره ورته کتنه وشي، ځواکونه یې مجهز او ډېر شي، اکمالات ورته په وخت وشي او ورته غځېدلې لارې پرانیستل شي.
همدارنګه د پاکستانیو ملېشو د مخنيوي لپاره له پاکستان سره پرې خبرې وشي او د نړیوالو ځواکونو په مرسته پراخ چاڼیز عملیات پيل شي. په سیمه کې حکومتولي پیاوړې، اصلاحات رامنځته او د خلکو زړونه خپل شي.کنه له دې پرته به نورستان د طالبانو منګلو ته لوېږي او په راتلونکې دوبي کې به له نورستانه پر شمالي ولایتونو سر بېره د هېواد نورې سیمې هم نا امنه شي.