د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې پټه لوبه!

فریدون خوځون 19.12.2012 01:09

د سولې په اړه نوې پيل شوې پټه لوبه ورو ورو خپل ځان څرګندوي. څو ورځې وړاندې د افغان کشالې ټولو افغاني ښکېلو خواوو ومنله، چې په پاريس کې غونډه کوي. که څه هم چې په پاريس کې ناسته له ۲۰۱۴ کال وروسته شرایطو او حالاتو په اړه د نظر ورکولو او یو د بل په دريځ د پوهېدو لپاره جوړېږي، خو د سولې عالي شورا وايي، چې په کې د سولې په اړه به بحث هم د دې ناستې له یوې اجنډا وي. طالبانو بیا په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې یوازې د نظر ورکولو لپاره خپل استازي ورلېږي. د سولې عالي شورا چارواکیو ويلي د دې او نورو ټولو هغو ناستو هر کلی کوي، چې د افغان کشالې د حل او سولې لپاره په کې هلې ځلې کېږي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې باید د افغان سولې په اړه په پاریس او برلین کې ناستې ونه شي.
هغې ویلي، ښه دا ده چې په دې اړه ټولې خبرې په افغانستان کې دننه تر سره شي. دا هماغه اندېښنه ده، چې پاکستان د قطر پروسې د پیلولو پرمهال هم درلوده. پاکستان د قطر په پروسې سخت خپه او غصه و. د قطر پروسې طالبان او د سولې خبرې اترې د پاکستان له منګلو ایستل.
له بلې خوا، ویل کېږي پاکستان او ترکیه هڅه کوي، چې په قطر کې د طالبانو لپاره په ترکیه کې دفتر پرانیزي، چې په پیل کې به یې مشري ملا اغا جان معتصم کوي او له هغه وروسته به یې مشري ملا برادر پر غاړه واخلي. انګلستان هم د دغه دفتر د پرانستو ملاتړ کوي.
ملااغاجان معتصم کابو اوه میاشتې وړاندې هغه مهال د افغان حکومت له لوري ترکیې ته د درملنې لپاره ولېږل شو، چې په کراچۍ کې د طالبانو په خپلمنځۍ شخړه کې ټپي شو.
نوموړی په هغه وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر مسوول و او ګومان کېده چې په طالبانو کې له پراخ نفوذ نه برخمن دی. اټکل کېده که هغه د سولې له پروسې سره یو ځای شي ښايي د طالبانو یوه غټه برخه له دولت سره یو ځای شي؛ خو دغه ټول اټکلونه ناسم ول. ملا اغا جان متعصم دمګړۍ په استانبول ښار کې اوسي.
همدارنګه ملا عبدالغني برادر بیا د طالب مشر ملامحمدعمر مرستیال دی، چې د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ میاشت کې پاکستان د دې لپاره ونیوه، چې ګواګې له افغان حکومت سره یې د خبرو لپاره زړه ښه کړی و. که څه هم چې په وار وار افغان حکومت له پاکستان نه د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو لا هم پاکستان ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.
پاکستان غواړي چې د دغه دفتر په پرانستې سره د طالبانو په منځ کې درز واچوي، له یوې خوا د قطر پروسه ناکامه او له بلې خوا د سولې هلې ځلې مختل کړي.
که څه هم چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنارباني کهر ويلي، چې د افغانستان د سولې د پروسې د کنټرولو هوډ نه لري، خو حقیقت دا دی چې پاکستان غواړي د سولې او مذاکرو هغه تجربه تکرار کړي، چې په نويمو کلونو کې یې له افغان مجاهدینو سره وکړه او د هغوی په استازیتوب یې د ژنیو تړون لاسلیک کړ.
پاکستان په وار وار له افغان چارواکیو سره په خبرو کې د دې یادونه هم کړې ده او د سولې د عالي شورا پلاوی ته چې څه وخت وړاندې یې پاکستان ته سفر کړی و، هم په ډاګه ويلي ول، د سولې پروسه تر هغې نه شي بریالي کېدای، چې د پاکستان غوښتنې ونه منل شي.
د پاکستان یوه او مهمه غوښتنه همدا ده چې د سولې پروسه یې واک کې وي او هغوی له لارې تر سره شي. پاکستان دا هم ويلي، چې افغان حکومت دې د قطر پروسې ملاتړ نه کوي.
د سولې عالي شورا چارواکیو هم ويلي، چې د پاکستان د اهدافو پر سر ناندرۍ روانې دي. دا ناندرۍ ډېر څه رسولی شي. د سولې د عالی شورا د بهرنیو اړیکو مسوول اسماعیل قاسمیار ويلي، چې له پاکستان سره په ډېرو ناستو کې داسې مسایل بحث کېږي، چې افغان لوری دې په ښکاره ووایي، چې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې کوي. نوموړی وايي، دا هغه څه دي، چې دوی یې نه غواړي. که څه هم حکومت وايي، چې د نویمو کلونو یا د مجاهدینو د پېر تجربه به تکرار نه کړي؛ خو پاکستان اوس هم په ټول شدت سره هڅه کوي، چې د سولې پروسه تر خپل کنټرول لاندې راولي.
پاکستان په ښکاره افغان چارواکیو ته ویلي، چې د سولې پروسه له دوی پرته نشي بریالۍ کېدای. پاکستان نه یوازې دا چې له حکومتي چارواکیو سره په لیدنو کې د دې هڅه کوي، بلکې عملاً داسې کړنې تر سره کوي، چې حکومت اړ کړي، څو له پاکستان سره خبرې وکړي.
یوه افغان ديپلومات چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ويلي، پاکستان په قصداً غواړي شرایط داسې برابر کړي، چې حکومت له پاکستان سره د خبرو اترو پرېکړه وکړي. هغه وايي، هغه مهال چې د استاد رباني له وژنې وروسته ولسمشر کرزي په تنده لهجه وویل، له دې وروسته به له پاکستان سره خبرې وکړي، دا هم د پاکستان یو شعوري عمل و او ښايي پر ښاغلي اسدالله خالد برید هم د همدې لپاره وي.
اوس ورو ورو د پاکستان هغه نیت روښانه کېږي، چې د افغان سولې په اړه یې لري. د همدې لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ويلی، چې باید د افغانستان د سولې په پروسه کې نور هېوادونه لاسوهنه ونه کړي. دا په شدت سره د سولې پر پروسې د کنټرول لپاره د پاکستان لېونۍ مینه ښيي.
پاکستان به په ټول توان سره هڅه وکړي، چې د سولې پروسه په خپل کنټرول کې واخلي، خو په کار ده چې حکومت د پاکستان دغه نیت ته متوجه و اوسي. د افغان سولې په اړه باید له پوره دقت نه کار واخیستل شي او تر وسه وسه دې د پاکستان له منګلو لرې ترسره شي. حکومت او نړیواله ټولنه باید وپوهېږي، چې د سولې پر پروسې د پاکستان واکمنېدل او د پاکستان لاسته غورځېدل به ناوړه پایلې ولري او په دې دې ټول پوه وي، چې د سولې روانه پروسه د پاکستان په مرسته د نورو ستونزو د را پیدا کېدو لامل نه شي.