د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان او د طالبانو نوې ستراتېژي

فریدون خوځون 03.06.2014 19:42

په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ برید او د ولسمشر کرزي له لوري د دې برید پړه پر لشکرطیبې پاکستانۍ وسله والو دلې اچولو یو ځل بیا په هېواد کې د دې او ورته نورو ډلو فعالیتونو ته د خلکو پام اړولی دی.
ولسمشر کرزي هند ته د خپل سفر په لړ کړې هندي رسنۍ ته وویل، چې دا برید لشکر طیبه ډلې کړی دی. لشکر طیبه ډله په ۱۹۹۰ کلونو کې د پاکستان د استخباراتي شبکې له لوري رامنځته شوه. د دې ډلې د رامنځته کېدو اساسي لامل د هندي ګټو او اهدافو په نښه کول دي. د پیل راهیسې يې په ګڼو هندي امکانو بریدونه کړي دي.
دې ډلې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ ښار کې پر یوه هوټل برید وکړ. دا په هند کې د خپل وخت تر ټولو خونړۍ پېښه وه، چې د درې ورځنۍ جګړې په ترڅ کې کابو ۱۶۶ تنه په کې ووژل شول. همدارنګه له بریدګرو نه یوازې اجمل قصاب په ټپی حالت کې هندي پولیسو ونیوه. اجمل قصاب د پاکستان اوسېدونکی او د ممبۍ د برید یو له اصلي طراحانو څخه دی.
د دې برید له امله د هند او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ډېرې کړکېچنې شوې.  
په افغانستان کې په تېرو دیارلسو کلونو کې له هغه مهاله چې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د کابل ـ نوي ډیلي اړیکې ګرمې شوې، څو ځله په کابل کې د هند سفارت، په  ننګرهار، هرات، کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د هند قونسلګرۍ، شرکتونه، انجینران او کارګر په نښه شوي دي. په وار وار د دغو بریدونو پرړه پر پاکستان اچول شوې ده.
په افغانستان کې د ډاکټر نجیب د حکومت له سقوط وروسته، د مجاهدینو د حکومت، کورنۍ جګړې او طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هند او افغانستان اړیکې پرې شوې وې. په دغه وخت کې پاکستان تر بل هر چا پر مجاهدینو او طالبانو برلاسی درلود. خو کله چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومت د بن له کنفرانس وروسته رامنځته شو، د هند او افغانستان اړیکې یو ځل بیا پیل او ګرمې شوې، چې دا اړیکې پاکستان ته د منلو وړ نه وې، له همدې امله یې په افغانستان کې په پټه او ښکاره سیالي پيل کړې ده.
په تېرو دیارلسو کلونو کې پاکستان له طالبانو ملاتړ کړی دی. طالبان چې له پاکستان نه تمویل او تجهیز کېږي په افغانستان کې د افغان حکومت او نړۍ وال اېتلاف پر وړاندې جنګېږي. تل پاکستان له دې ډلې نه د خپلو موخو د پلي کولو لپاره کار اخیستی دی. د طالبانو له پيدايښت وړاندې دغه چاره افغان مجاهدینو او نورو ډلو ترسره کوله.
د ولسمشر کرزي په حکومت کې چې د سولې هڅو او خبرو پایله نه ورکوله، یو لامل یې دا و چې د پاکستان ګټې او موخې نه وې براورده شوې. پاکستان دا ډله په ۱۹۹۰ یمو کلونو کې په افغانستان کې د واکمنۍ ( وروسته د جګړې ) او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره رامنځته کړه او تر هغې به یې ساتي چې خپل اهداف ترې ترلاسه نه کړي.
خو په دې وروستیو کې نور ښکاري چې دې ډلې له پوځي اړخه خپله کاري وړتیا له لاسه ورکړې ده. د وري د شپاړسمې نېټې په ټاکنو کې د دې ډلې ماتې پاکستان او د طالبانو نور ملاتړي هيښ کړل. هغوی په دې باور شول، چې نور نو طالبان په پوځي ډګر کې پخوانی ځواک نه لري. دا چې پاکستان د وخت او شرایطو په کتلو سره د افغانستان لپاره نوې پالیسۍ او ستراتېژۍ جوړوي، د ای اېس ای او پوځ په مشترکې همکارۍ یې نوې ستراتېژي جوړه کړه او هغه دا چې دا ډله باید سیاسي واک ته ننوځي.
څه وخت وړاندې د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار سرتاج عزیز وویل، چې راتلونکی حکومت دې طالبان په سیاسي واک کې شریک کړي او کولای شي هغوی ته په انتصابي پوستونو لکه ولایتونو او نورو کې په دندو وګوماري. دا خبرې له همدې ځایه سرچینه اخلي.
پاکستان په څو دلایلو د طالبانو کمزوري او ماتې منلې او کوښښ کوي له سوله ییزې لارې پرې خپلې موخې ترلاسه او له نابودۍ یې وژغوري.
لومړی دا چې پاکستان منلې، چې افغانستان اوس د یوه منظم پوځ لرونکی دی. افغان امنیتي ادارې ورځ په ورځ پیاوړې کېږي، نور نو ورسره طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري.
د دې ترڅنګ طالبان نور له پخوانیو مالي سرچینو برخمن نه دي. د طالبانو اصلي سرچینې خلیج هېوادونه ول، په ځانګړي ډول سعودي، عربي امارات، کوېټ، قطر او نور. خو اوس په سوریه او عراق کې د پوځي ډګرو پرانستل کېدو او د لېبیا او مصر کړکېچونو د خلیج پام ځانته ور اړولی دی. هغه مالي امکانات به چې د جګړې لپاره افغانستان او پاکستان ته راتلل هغه اوس پورته هېوادونو ته ورځي. همدارنګه هغه بهرني جنګیالي چې طالبانو ته به یې په بېلابېلو برخو کې روزنې ورکولې هغه هم اوس عربي هېوادونو ته ستانه شوي دي. پاکستان د خراب اقتصادي وضعیت له امله نشي کولای طالبان تمویل کړي. دغه راز نور نه غواړي طالبان په پوځي ډګر کې د پخوا په شان ولوبوي، ځکه افغان طالبان له پاکستانیو هغو سره مرسته کوي، چې د پاکستان پر وړاندې ترې لوی ګواښ رامنځته کېږي.
بل دلیل دا دی، چې اوس طالبان د پخوا په شان له پیاوړې رهبرۍ او خپل منځي باور نه هم برخمن نه دي. له یوې خوا یې اکثریت مشران یا ونیول شول او یا هم ووژل شول. ځینې نور یې د عمر د زیاتوالي له امله پخوانی ارزښت نه لري. چې ځایونه یې ځوانو او احساساتي جنګیالیو ته پرېښي دي. مدرسې هم د پخوا په شان ورته بشري ځواک نه برابروي. هغوی چې پخوا به په ډېره مینه په دوبي کې افغان جګړې ته را ستنېدل اوس نه راستنېږي.
نو دغو ټولو دلایلو ته په کتو سره پاکستان فکر کوي، چې سږنی کال به یې د طالبانو لپاره برخلیک ټاکونکی وي. طالبان او پاکستان په خپل ټول توان هڅه کوي، چې طالبان لوړ او پیاوړی ځواک وښيي. هغوی فکر کوي که چېرې طالبان راتلونکي حکومت ته هم د یوه ځواک په توګه وښودل شي؛ نو هغه حکومت به ورسره د سولې ډېر لېواله وي او په دې توګه به طالبان حکومت ته ننوځي. له همدې امله ده چې له یوې خوا یې پر کونړ او نورستان راکېټي بریدونه پيل کړي، له بلې خوا یې په ننګرهار کې لشکر السلام، جیش المسلمین او نورو ډلو ته د ناامنیو او نا ارامیو سپارښتنه کړې، لشکر طیبه ته یې هم د بریدونو ویلي او له بلې خوا یې خپلې ملېشې د افغان طالبانو په ملاتړ د جګړو لیکو ته استولي دي، چې په دې توګه د هغوی مورلا لوړ او ځواکمن یې وښيي. ښايي نورو وسله والو ته یې هم پر افغانستان د تمرکز ویلي وي او هڅه به وکړي چې د دویم پړاو ټاکنو پر مهال ګډوډي جوړه کړي. خو دا به په راتلونکي حکومت پورې اړه ولري، چې د طالبانو او پاکستان دې غوښتنې ته څومره ارزښت او ځواب ورکوي.