د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله د پاکستان په مرسته ممکنه ده؟

فریدون خوځون 12.12.2012 22:32

په تېرو یوولسو کلونو کې د پاکستان له لارې د سولې په برخه کې ټولو هلو ځلو هېڅ پایله نه ده ورکړې.
که څه هم چې پاکستان کله د خپل کورني مجبوریت او کله هم د نړیوالو د جدیت له امله د سولې ژمنې کړي؛ خو لا تر اوسه یې هم د سولې په برخه کې رښتینې ګامونه نه دي اخیستي؛ بلکې لا یې له وسله والو ملاتړ کړی او په افغانستان کې يې جګړې ته هڅولي دي.
اوس په داسې حال کې چې په انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه غونډه پیل شوې، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، له پاکستانه یې اساسي غوښتنه دا ده، چې طالب مشران د سولې خبرو لپاره چمتو کړي.
د ولسمشر ویاند ويلي، دا چې د طالبانو رهبري په پاکستان کې ده، نو په دې درې اړخیزه غونډه کې په دې بحث کېږي چې څنګه هغوی د سولې پروسې ته چمتو شي، څنګه ورته زمینه برابره شي، چې وکولای شي د سولې په خبرو کې برخه واخلي او په دې کې پاکستان یو کلیدي رول لري.
چارواکي زیاتوي، که پاکستان په دې برخه کې مرسته او رښتینې همکاري ونه کړي؛ نو د سولې پروسه به له خنډ سره مخ شي لکه څنګه چې همدا اوس له خنډ سره مخامخ ده.
خو تر کومه ځایه چې د سولې پروسه څارل شوې او اټکل شوې د خنډ او ځنډ ټول لامل یې پر پاکستان تکیه کول دي.
له تېرو یوولسو کلونو راهیسې افغان حکومت د پاکستان په دریځ پوه نه شو او نه یې له پاکستان سره د یوه روښانه دریځ پر بنسټ چلن وکړ.
افغان حکومت تمه لري، چې پاکستان به داسې سهولتونه منځ ته راوړي، چې د سولې پروسه په سمه توګه مخ ته لاړه شي.
خو کله یې هم په دې فکر نه دی کړی، چې د سولې پروسه د همدې پاکستان له لوري ټکنۍ شوې  او له ستونزو سره مخ شوې ده.
شننونکي وايي، چې افغان حکومت د پاکستان تر اغېز لاندې دی او ډېر وخت يې د سولې په برخه کې د پاکستان په ژمنو باور کړی دی.
په داسې حال کې چې پاکستان په تېرو یوولسو کلونو کې د سولې په اړه خپل نیت ښودلی؛ خو بیا هم د حکومت له لوري پاکستان ته د سولې لپاره غاړه ايښودل یوه تېروتنه ده.
د قطر له پروسې وړاندې پاکستان ټول هغه طالبان وژل، چې له حکومت سره یې د سولې لپاره زړه ښه کړی و، همدارنګه د طالبانو دویم مشر ملابرادر هم د دې لپاره نیول شوی، چې د سولې اراده یې لرله.
د پاکستان په وار وار ژمنو او بیا په عمل کې ځان تېر ایستلو له یوې خوا طالبان اړکړل، چې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي او له بلې خوا نړیواله ټولنه پوه شوه، چې په دې برخه کې له پاکستانه تمه به له خیال پرته بله مانا ونه لري.
د همدې لپاره امریکا او افغان حکومت پرېکړه وکړه، چې طالبانو ته په یوه درېيم هېواد کې سیاسي استازولي پرانيزي او بلاخره په قطر کې طالبانو ته دفتر پرانستل شو.
د دې دفتر په پرانستې سره پاکستان له یوې خوا ډېر په غصه او له بلې خوا یې هڅه وکړه، چې د افغان سولې پروسه د دوی له لارې تر سره شي؛ نو په دې پروسه یې د ځان دخیلولو هڅې پیل کړې.
پاکستان په طالبانو کې د خپل نفوذ نه په ګټې اخیستنې سره طالبان اړ کړل، چې د قطر له پروسې په شا شي. همدارنګه یې حکومت سره ژمنې وکړې او افغان حکومت یې په تشو ژمنو په خپله محدوده کې وساته.
کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر د لومړي ځل لپاره کابل ته راغله او د افغانستان او پاکستان کړکېچنې اړیکې یې ورغولې، حکومت ته یې د سولې په برخه کې ډېرې تشې خو غوړې وعدې ورکړې، چې څه وخت وروسته بیا ولسمشر کرزي هم پاکستان ته سفر وکړ.
هغه مهال هم روښانه شوه، چې د پاکستان ژمنې یوازې ژمنې وې؛ خو عملي بڼه یې غوره نه کړه. اوس چې بیا هم پاکستان په یوه سبمولیکه هڅه کې نهه تنه طالب بندیان خوشې کړل او د نورو د خوشې کېدو ژمنې یې کړي دي، یوازې د افغان حکومت د تېر ایستنې او د قطر پروسې د تضیف کونې هڅه ده.
سره له دې چې د قطر د پروسې د بیا پیلېدو خبرې ګرمې شوي، پاکستان هم هڅه کوي چې د دې پروسې مخه ونيسي او حکومت په خپل چنګال کې ولري.
اوس چې حکومت په انقره کې بیا له پاکستان نه د سولې د خبرو مرسته غواړي او دا هیله ترې لري، چې طالب مشران دې د سولې خبرو ته کېنوي، هېڅ پایله به ونه لري او دا چې د انقرې د ناستې یوه مهمه برخه د سولې پروسه ده؛ نو اټکل داسې دی، چې دا غونډه هم بې پایلې وي.
حکومت د دې پر ځای، چې له پاکستانه د سولې په برخه کې د مرستو تمه ولري، په کار ده، چې خپله له طالبانو سره د مخامخ اړیکو له لارې مذاکرات وکړي، د توکیو او پاریس د غونډو په شان ناستو کې طالبان وهڅوی، چې ورسره خبرې وکړي، همدارنګه نړیواله ټولنه او په سر کې امریکا وهڅوي، چې د قطر پروسه بیا پیل کړي، چې په دې برخه کې ترکیه او سعودي عربستان هم ښه رول لوبولای شي.
حکومت دې د پاکستان پر وړاندې یو روښانه دریځ غوره کړي او د سولې په برخه کې دې د هغه هېواد مرسته له ذهنه وباسي. د سولې د ستراتېژۍ بدلول، د سولې په عالي شورا کې د وړ کسانو ګومارل، له بې طرفه نړیوالو اشخاصو لکه لخضرابراهيمي او نورو نه په دې برخه کې د منځګړيتوب او مرستې غوښتنه او په ټوله کې د پاکستان له منګلو د سولې د خبرو لرې ترسره کول، کولای شي چې د رښتینې سولې د خبرو اترو او ډيالوګ لپاره زمینه برابره کړي او دا هغه څه دي، چې باید حکومت یې په خپل کاري لومړیتوب کې ځای کړي.