د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسلامي حزب او د ټاکنو برخلیک!

فریدون خوځون 02.02.2013 15:11

سلامي حزب او د ټاکنو برخلیک!ليكوال: فریدون خوځون د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب ويلي که افغان حکومت یې د سولې وړاندې شوې طرح او شرایط ومني، د رسمي خبرو اترو د پیل کولو لپاره چمتو دي.
د حزب اسلامي د يوه پوځي قوماندان کشمیر خان په وینا، دغه ډله هله په ټاکنو کې ګډون کوي، چې د لنډمهالي حکومت تر اشراف لاندې د ټاکنو لپاره یوه نوې طرح جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره اوونړۍ د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له کابل نیوز ټلوېزون سره په مرکه کې وویل، که یې دوه شرطونه، چې یو هم د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او بل هم د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدل دي، ومنل شي؛ نو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون وکړي، خو هغه د لنډمهالي حکومت یادونه نه وه کړې.
له دې وړاندې هم دې ډلې په ټاکنو کې د ګډون او د سولې له پروسې سره لېوالتیا ښودلې وه. څه وخت وړاندې ښاغلي حکمتیار له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې د کورنۍ جګړې د مخنيوی لپاره یوه طرحه وړاندې کړې وه او ويلي یې وي چې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولایتي شورا ټاکنې دې په یوه مهال تر سره شي.
له دغو خبرو هم ښکارېده، چې ښاغلی حکمتیار به په ټاکنو کې برخه واخلي او که چېرې برخه واخلي نو په ولسمشرۍ سربېره به په ولایتي او ولسي جرګه کې هم فعال رول ولري.
همدارنګه څو ځلي د اسلامي حزب استازي کابل ته د خبرو اترو لپاره راغلي ول؛ خو تر اوسه یې کومه روښانه پایله نه ده څرګنده شوې.
اسلامي حزب په داسې مهال په ټاکنو کې د برخه اخستو او د سولې د خبرو لپاره چمتوالی ښيي، چې د سولې په اړه خبرې اترې او د طالبانو لپاره د دفتر پرانستل کېدو په اړه بحثونه ګرم شوي دي.
شنناندي په دې باور دي، چې حکومت او نړیواله ټولنه په څو دلایلو لېواله دي، چې دغه ډله په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
لومړی دا چې اسلامي حزب په ټول هېواد کې یو له نفوذترینه ګوندونو څخه دی او که چېرې دغه ګوند په ټاکنو کې برخه واخلي؛ نو ښايي د رایې ورکوونکو په شمېر کې زیاتوالی راولي.
سره له دې چې په تېرو ټاکنو کې اسلامي حزب څلوېښت فيصده ګډون درلود، خو اوس هڅه کېږي، چې دغه ډوله له دې ډېر په ټاکنو کې برخه اخستو ته ليواله شي.
افغان حکومت هم د دې لپاره، چې ټاکنو ته مشروعیت ور وبښي، په ټاکنو کې د ډېرو کسانو ګډون را جلب کړي او همدارنګه د ځان لپاره ـ البته حتمي نه ده چې ولسمشر کرزي دى نوماند وي، یا حکمتیار او یا د دوی د ټيم بل غړی ـ ملاتړ جلب کړي؛ نو لېواله دی چې له اسلامي حزب سره يې جوړجاړی وشي او د سولې له پروسې سره یې یو ځای کړي.
ښايي ځینې کسان د ښاغلي حکمتیار د هغه شرط یادونه وکړي، چې له افغانستانه دې ټول ځواکونه ووځي. یا هم دا چې امریکا او افغانستان امنیتي تړون لاسلیک کوي؛ نو ټول ځواکونه خو له افغانستانه نه وځي؟ خو خبره دا ده، چې امریکایان، حکومت او اسلامي حزب هم سره په خبرو او بحثونو اخته دي څو په دې اړه یو جوړ جاړي ته ورسېږي.
ځينې سرچينې وايي، امریکا منلې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به کابو درې زره پوځيان هغه هم د خپلو ډيپلوماټيکو او نورو ملکي ادارو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پرېږدي او نور به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.
امریکا وېره لري چې که چېرې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي؛ نو د لېبيا د طرابلس پېښه چې لاریون کوونکو امریکايي سفیر وواژه په افغانستان کې هم تکرار شي او دا هغه څه دي، چې اسلامي حزب یې منلو ته چمتو دی.
بل شرط چې د اسلامي حزب مشر وړاندې کړی هغه دا دی، چې ټاکنې دې شفافې او عادلانه وي. دغه غوښتنه د حکومت سیاسي اپوزيسیون هم کړې؛ خو لا تر اوسه د ټاکنو د شفافیت په اړه اندېښنې شته. اسلامي حزب او په ځانګړي ډول ښاغلی حکمتیار شک لري، چې په ټاکنو کې په ګډون سره به نړیواله ټولنه په شا شي او د ټاکنو د بریا پرېکړه به د بل چا په ګټه تمامه شي.
د همدې لپاره ټینګار کوي او دا ډاډ غواړي چې په ټاکنو کې يې بریا تضمین شي. حکومت او امریکا فکر کوي، چې په دغه کار سره به له یوې خوا ټاکنې بریالۍ او خلکو ته د منلو وړ وګرځوي، له بلې خوا به وکولای شي وسله وال مخالفان کمزوري او هم طالبان د سولې خبرو اترو ته وهڅوي.
همدارنګه واکمنه کړۍ په واک کې د پاتې کېدو خوبونه ويني او مخالفې سیاسي ډلې دغه کړنې د ځان په زیان ويني او د همدې لپاره غواړي، چې د حکمتیار پخوانۍ ټولې مخالفې وسلې والې ډلې سره یو ځای او د دغسې او نورو ممکنه کړنو پر وړاندې، چې پخواني دښمنان او د جهادي قوماندانان یې په خپل زیان وویني، سره یو ځای ودرېږي.
له دې ټولو هڅو ښکاري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به ستونزمن پړاوونه را سر شي، چې حکومت له حکمتیار او مخالفې جهادي ډلې او د لږکیو مشرانو په خپل منځونو کې سره، د حکومت او اسلامي حزب پر وړاندې جبهه پرانيزي. که چېرې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول امریکا په افغانستان کې شتون ونه لري او افغان مشران خپلسریو ته پرېږدي هسې نه کورنۍ جګړه پیل شي.
د دې ټولو ستونزو د مخنيوي اصلي لاره د رڼو ټاکنو تر سره کېدل دي. یوې ډلې ته واک د ورکولو او د بلې له پامه غورځېدل ستونزې ډېروي. په کار ده چې حکومت او نړیواله ټولنه دې اصل ته پام وکړي، د اسلامي حزب او د شمال ټلوالې خوځښتونه او حرکتونه له نږدې وڅاري، ځکه له دواړو نه افغان ملت ښه خاطره نه لري.