د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو ارزښت

فریدون خوځون 31.08.2015 11:34

په سیمه ییزه کچه د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او پرې د سیمه ییزو هېوادونو پېیل د سیمې له پرمختګ، ثبات او ارامۍ سره مرسته کوي. د دې ترڅنګ د سیمې هېوادونه اړ باسي، چې له متوجه ګواښونو سره په ګډه مبارزه وکړي.
افغانستان دمګړۍ په سیمه ییزه کچه کوښښ کوي، چې دغه ډول فرصتونه وپالي او د سیمې هېوادونه مشترکو هڅو ته را کاږي.
کابل ته د تېرې جمعې په ورځ د ترکمنستان د ولسمشر سفر او له افغانستان سره یې د مهمو اقتصادي تړونونو لاسلیکول د سیمه ییز ثبات او ګډو اقتصادي فرصتونو د پاللو مهمه بېلګه ده.
که چېرې دواړه هېوادونه وکولای شي چې په سیاسي او اقتصادي فرصتونو کې په کړو ژمنو عمل وکړي، دا به د سیمې د ثبات لپاره مهم اقدامات او ښه الګو وي.
په دې لیکنه کې هڅه کېږي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د همکاریو او کابل ته د ولسمشر محمدوف د سفر ارزښت په ډاګه شي.
مخکې له دې چې په سفر او کړو تړونونو بحث وکړم، ښه ده چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکو ته لنډه کتنه وشي.
د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته هغه مهال پیل شوې، چې ترکمنستان ازادي واخیسته او افغانستان په ۱۹۹۱ کال کې، دغه هېواد په رسمیت وپېژانده.
ترکمنستان له دې وروسته له افغانستان سره اړیکي پیل کړل، چې وروسته د سفارت تر کچې ورسېدل.
لدې وروسته تر اوسه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په سوداګریزو اړیکو او اقتصادی مسائلو ګډ بحثونه او همکارۍ روانې دی چې په دې برخه کې د ١٩٩٢ کال په فبرورۍ کې د دوه هېوادونو تر منځ د تیلی توکو، سوداګریزو چارو او هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو ته د برېښنا د ورکړې په برخه کې هوکړه لیک د یادولو وړ دى.
لدې هوکړې وروسته د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان تر منځ د ١٩٩٣ کال د اګست په میاشت کې سویلی آسیا ته د ترکمنستان د ګازو د تګ هوکړه لیک لاسلیک شو. وروسته د طالبانو په رامنځته کېدو سره دا پروژه وځنډېده او د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په ۲۰۰۲ کال کې دا پروژه له سره لاسلیک شوه، چې له مخې یې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ګازو نل لیکه غځول کېده.
افغانستان او ترکمنستان له هماغه مهال تر اوسه ښه روابط درلودلي  دي. ترکمنستان ته د ولسمشر غني د سفر او بیا د تېرې جمعې په ورځ کابل ته د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف سفر د دې اړیکو د غښتلتیا په برخه کې نور هم ګامونه واخیستل.
د دواړو هېوادونو اړیکې په لاندې مواردو کې خورا مهمې او ګټورې دي.
په اقتصادي برخه:
افغانستان دمګړۍ له خورا سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی. په داسې حال کې چې له کورنیو طبیعي سرچینو او غوره جغرافیوي موقعیت څخه برخمن دی، مګر تر اوسه یې ترې لازمه ګټنه نه ده کړې.
هند او پاکستان تر هر چا ډېر د منځنۍ اسیا بازار او دې بازار ته د رسېدو لپاره د افغانستان ټرانزيټي لارې ته اړتیا لري. د دې ترڅنګ دغه دواړه هېوادونه د ترکمنستان د برېښنا او ګازو لپاره اړ دي، چې د افغانستان له لارې تېرېږي.
افغانستان او ترکمنستان په کابل کې په دې اړه مهم تړونونه لاسلیک کړل. دا تړونونه کولای شي چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا کړي.
د ټاپي پروژه ( له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې، پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې غځول ) د افغانستان د ریل پټلۍ د پلان عملي کول، په افغانستان کې د ۶۰۰ کیلو مټرو سړکونو رغول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د مرستو، د قالینو په برخه کې له افغانستان سره د مرستې، له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د وسلولو په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ نندارتون د جوړولو لپاره د ولسمشر محمدوف د مرستو اعلان د افغانستان  اقتصادي ثبات لپاره مهمې ژمنې  وې.
موږ په داسې یوه وضعیت کې چې له اقتصادي ناورین نه کړیږو د ترکمنستان هېواد اقتصادي همکارۍ ته تر هر چا ډېره اړتیا لرو.
ترکمنستان د افغانستان په ګاونډ کې پروت هغه هېواد دی چې د بې پرې توب سیاست یې خپل کړی او له افغانستان سره یې تل ښې اړیکي درلودلي دی. هیله مندي ډېره ده، چې د دې پروژو په تطبیق کې به ترکمنستان په خپلو ژمنو ودرېږي.

په سیاسي برخه کې:
په سیاسي برخه کې د دواړو هېوادونو اړیکي، د دې ارتباطاتو له ایجا راهیسې ښې روانې دي. د دواړو هېوادونو روابط دوستانه او صمیمي دي. که څه هم چې ترکمنستان ډېر د افغانستان په مسایلو کې ښکېل نه دی؛ خو حد اقل له دې هېواده یې زیان هم نه دی لیدلی.
اوس کابل ته د ولسمشر محمدوف سفر او له هغه  اوه میاشتې وړاندې په سلواغه کې عشق اباد ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر د دې ښودنه وکړه، چې کابل او عشق اباد غواړي دغه اړیکي نورې هم غښتلي کړي.
کابل ته د محمدوف د سفر پر مهال په شانداره مراسمو او ځانګړو تدابیرو نیولو سره افغان حکومت غوښتل خپلو نورو ګاونډیانو ته چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي د دې پیغام ورسوي، چې افغانان د دوستۍ وړ خلک دي او د خپلو دوستانو پالنه ښه کولای شي.
د ترکمنستان ولسمشر کابل ته د خپل سفر پرمهال ژمنه وکړه، چې د اسیا د زړه د هېوادونو یا استانبول د پروسې د راتلونکې ناستې کوربه توب کوي.
د دې غونډې په کوربه توب او هم د ترکمنستان د بې طرفۍ سیاست ته په کتو سره، عشق اباد کولای شي چې د سیمه ییزو ستونزو په حل کې له افغانستان سره مرسته وکړی.

د سولې په برخه کې:
ترکمنستان په سیمه کې یو بې پرې هېواد دی. له پاکستان، چین او افغانستان سره ښې اړیکي لري. دمګړۍ دغه هېواد په پاکستان کې له روزل شوې ترهګرۍ په وېره کې دی. او حق هم لري چې په وېره کې شي.
ځکه پاکستان په ځانګړي ډول د دې هېواد استخباراتي شبکه او نړیوال ترهګر غواړي چې روانه نا امني منځنۍ اسیا ته ولېږدوي.
له دې امله هم او له افغانستان سره د دوستۍ له اړخه هم ترکمنستان لېواله دی، چې د افغان سولې په پروسه کې ونډه واخلي. هغه ډول چې ولسمشر محمدوف ژمنه وکړه.
د سولې په پروسه کې د ترکمنستان منځګړیتوب به اغېزمن تمام شي. ځکه له یوې خوا یې هڅې صادقانه دي او له بلې خوا له ټولو ښکېلو خواوو سره ښې اړیکي لري.
دغه هېواد د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو په ونډې هم ټینګار کړی دی. ترکمنستان ښه کولای شي چې په دې برخه کې اقدامات وکړي. ځکه د سعودي عربستان، قطر، پاکستان او نورو هېوادونو په شان په طرف کې واقع نه دی. مهمه دا ده، چې له دې روانې جګړې نه هم اندېښنه لري.
له همدې امله د ملي یووالي د حکومت مشرانو له ترکمنستان سره په اړیکو کې له پوره تعقل کار اخیستی او لازمه ده چې دا اړیکي نورې هم غښتلي شي.
له دې سره د افغانستان نور ګاونډیان په ځانګړي ډول پاکستان او ایران هم باید وپوهېږي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او یا د وسله والو مخالفانو د ملاتړ کولو پر ځای له افغانستان سره د اقتصادي فرصتونو په پيدا کولو او پاللو کې هڅه وکړي.
همدا اوس هند غواړي چې د چاه بهار بند او بیا د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپلي کالي ولېږي. ایران هم دغې لارې ته اړتیا لري، هم په افغانستان کې د خپلو توکیو د پلور او هم د منځنۍ اسیا بازار ته د رسېدو لپاره. دغه راز پاکستان هم مجبوره دی چې د افغانستان له ټرانزيټي لارې څخه منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي.
خو که چېرې په افغانستان کې نا امني وي او له دې نا امنۍ ایران او پاکستان ملاتړ وکړي، نه به افغانستان له دې اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي او نه به هند، ایران او پاکستان.
افغانستان کولای شي د پاکستان د لنډې لارې پر ځای مناسب بدیل ولټوي؛ خو پاکستان به هېڅکله منځنۍ اسیا ته ونه رسېږي.
افغانستان د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې د استعمال لپاره د نورو ترڅنګ یوه بهترینه حربه داهم په لاس کې لري چې پر خپلې ټرانزيټي لار ایران او پاکستان تر فشار لاندې ونیسي.
په هر حال کې ترکمنستان کولای شي د خپل دوست افغانستان ترڅنګ ودرېږي او هغه ډول چې ولسمشر غني وویل، په سیمه کې د نیکو ګاونډیانو بېلګه و اوسي.