د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سوغاتونو حاجيان

محب الله الله يار 26.10.2013 13:22

حاجي صاحب لا د بيت الله شریف له حج څخه نه دی راستون شوی، خو د کور شاوخوا يې په رنګينو ټوټو او نورو ډول ډول توکيو سینګار شوې ده، د کورنۍ ټول غړي يې له څه مودې راهيسې ډېر ناراحته او خکته پورته په منډه دي، له تسبو (تسبیح) نيولې آن تر جای نمازونو او کمپلو يې پيرلي دي، په ټلېفونونو يې ځانونه ستړي کړل، ټول دوستان يې په همدې انتظار پريښي چې د حاجي صاحب د راتلو په ورځ به سره ګډ د موټرو له يوه ستر قطار په بدرګه مخې ته ورځو، د حج د تګ له مسارفو يې د بېرت راتګ پله ډېره درنه ده، سيمه ييزو دودونو يې د حج پر فرضي اداينې يو ملاماتوونکی بار ور ايښی او همدې چارې له يوه حاجي صاحب سره ټوله کورنۍ ستومانه او لالهانده کړې ده.
حج د الله تعالی له فراېضو څخه يو هغه ده، خو موږ پښتونو بيا پر ځان دا اسانه فريضه په لوی لاس دومره سخته کړې چې د فرضي توان سربېره يې دوديز توان ته په کتو ډېر کله رانه د حج کول پاتې کېږي ځکه چې د تلو مالي توان خو مو وي خو د بېرته راتلو پرمهال، ورور، ښځې، کاکا، ماما خورهي او نورو ته د سعودي ډاليو راوړل او دلته بيا کليوالو او نورو ورتلونکو مېلمنو ته د جای نمازونو، دسمالونو، عطرو او نورو سوغاتونو مالي بوج پورته کونه يو لوی سرخوږی دی.
که حاجي حاصب چا ته د ستړي مه شي پرمهال څه سوغات ورنه کړ، بس بويه لکه حج يې چې نه وي شوی، مېلمه ترې ناراضه او ځوړند څټ روان وي، حاجي صاحب ته هم خپل ځان د کلتوري دود په لمن کې کم او بېخونده ښکاري، ځکه خو نه غواړي چې ستړي مه شي ورغلي مېلمانه دې ترې تش لاس ستانه شي.
موږ افغانان بيا په تېره پښتانه خو همدغو سياليو د رښتينو حجونو له ترسره کولو پاتې او په کړاو کې اچولي يوو، نه مو ترې حج کولو ته چندان ډډه لګېږي او نه يې بيا دا پسنډول (وروستی بار ) پورته کولی شو، بس هسې تش په نوم حج کول او ځان د حاجيتوب مقام ته رسول دي.
د نړۍ د نورو مسلمانانو په پرتله د سعودي استوګن ډېر حاجيان او له دغه نعمته تر بل هرچا په اسانه توګه برخمن دي، خو لاهم د کوم عرب له نوم سره تر حج کولو وروسته د ((الحاج، حاجي صیب او ...)) وروستاړي نه دي زيات شوي او نه يې هغوی ددغې شهرت طلبۍ په نيت کوي. که په ټولنيز دود کې څوک چاته حاجي صاحب ووايي بده به نه وي خو دا چې زموږ د حاجيانو راتګ او دلته يې بيا سمبالښت په کوم ډول وي، تر ډېره د همدغه نوم (حاجي صاحبۍ) په خاطر دومره بې درېغه مصارف، خيراتونه او لګښتونه کوي، ځکه چې بيا ورته خلک حاجي صاحب نه وايي!
که له حج کولو مو موخه د الله تعالی رضا وي نو بيا خو دې د بندګانو زړه ترق وچوي چې له حاجي صاحب څخه د سوغاتونو د نه ورکولو په سر خفه کېږي او که موخه ترې د خپلو کليوالو خوشاله ول وي نو بيا دې د الله د رضا تمه نه کوي، ځکه چې د الله تعالی تر رضا په دې کلتوري ناسمو دودونو دوه چنده بېځايه لګښت راځي او دا بيا د حج د نيت سپڅلتيا ته هم يوه ستره ضربه ده.
حاجي صاحب ته ورتلونکو مېلمنو هم تر ډېره د يو ټوټه جای نماز ترلاسه کولو ته سترګې پټې کړې وي، که يې دا هيله پوره شوه، حاجي صاحب ښه حج کړی او تر ستنېدو وروسته يې هرچا ته صفتونه کوي او که يې يوازې د زمزم پر اوبو ونازول نو بس د حاجي صاحب حج اوبو وړی، نه يې بيا په کوم ځای نوم اخيستل کېږي او نه يې څوک د بيت الله شريف ادا کړې فرضيې ته په درنه ګوري، ځينو نېږدې دوستانو خو لا له وخت وړاندې ورته پسونه او بځې ځانګړې کړي وي.
د حاجي په راتګ سره د هغه د ټولې کورنۍ سربېره د کليوالو او ګڼو دوستانو دومره بوختېدنه او لالهاندي خو ولاکه په دې وارزي څومره چې زموږ افغانانو ورته کار ويلی. که موږ ددغو ناسمو دودونو لپاره له مذهبي جرآت څخه کار وانه خلو نو بويه چې راتلونکي کې به د حج کول د پرېمانه دوديزو لګښتونو په وجه له ډېرو مستحقو مسلمانانو څخه پاتې وي.