د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اومه سياستوال، اومه ليد لوري او اومه ارزونې

محب الله الله يار 09.06.2012 10:05

زموږ يو شمېر سياستوال هم عجيبه ليد لوري لري، که له کومې موضوع يا پېښې خبر شوه؛ نو په ځاى ددې چې د رامنځته کېدو په جرړو موندلو يې غور وکړي او خپل ذهن پرې خلاص کړي، سمدواره د ظاهري شکل له اغېزو پرې پرېکړه کوي او د قضيې يو اړخ پړ ګڼي.
دا ډول نيم ژوبلي ناسنجول شوي نظريات د هغو اومه ذهنونو پيداوار وي چې فکر يې د پردې ترمخ پر څو تتو خاپونو منحصر پاتې شوى وي. دوى نه شي کولى د موضوع رښتينې بڼه انځور کړاى شي، يوازې او يوازې په هغو څو سولېدلو اړخونو چورلي، چې په شاربلو يې ترې پخوا د نورو روڼ اندو لخوا کوچ ټول شوي وي او دوى ته يې يوازې بې شيمې(بې قوته) ځګ پاتې وي.

که د يوې ټولنې په ادبي لمن کې ليکوال د عاطفې او مهربانۍ له مخې د يوه زړه سواند ښوونکي ځاى لري؛ خو سياستوال يې بيا د سياسي نظام کنترولوونکي ګڼل کېږي؛ ځکه چې د سياست ژبه نرمه او دنننى او بېرونى ليد يې ډېر ژور وي.
په همدې دليل که يو قانون جوړوونکى څومره خواري وکړي او ګټورې مادې وړاندې کړي؛ خو بيا هم که سياستوال يې ناسم تعبير وکړ؛ نو بويه! پايلې به يې تر نظامي غبرګون ډېرې زيانموونکې ځکه وي چې له امله يې عامه افکار ناسم پوهاوى ترلاسه کوي.
دارنګ کمزورو سياستوالو نه يوازې داچې خپله ژبه نرمه ونه شواى چلولى؛ بلکې ورسره يې په لوى لاس خپل ځانونه له ژور ليده محروم کړي دي. دوى نه سياسي نظام کنترول کړ او نه يې ولس ته کوم غوره بديل وړاندې کړ، نه د ولس له درد زېږېدو خبر دي او نه درمل ورکولى شي، نه نوى فکر وړاندې کولى شي او نه د نورو له ګټورو وړانديزنو سره همغږي ښيي. په ځاى ددې چې رسنيو کې يې بحثونه او ليکنې مثبت اغېز ولري، عام وګړي يې لار ورکي کړي، چې اوس ورته د رښتينو هغو خبرې هم بابېزې ښکاري.
ددوى ډېرې خبرې په همدې څرخي چې له ولسه بې شپونه رمه جوړه ده، ليوان يې داړي، هډوکي يې سپيان شپيلي، څرمنې يې ګاونډيان وړي او د غاړو ګينګړي يې د رحزنو لاس ته ورځي. تېر لس کاله ټول يې په همدې ببولالو تېر کړل.
څومره چې د ولس په ويرجن حالت کې د جګړې ښکېلې خواوې، افغان دولت، ګاونډيان او بهرنۍ ټولنه مقصره ده، هغومره زموږ دغه رنګ سياستوال هم؛ ځکه پړه دي، چې بېځايه تحليلونو يې د روغې لارې موندل ګردجن کړي دي. کنه تاسې فکر وکړئ ډېر کله په هېواد کې د يوې موضوع حل ته هيله مندي پيدا شوې وي؛ خو کله چې بيا همدا اومه سياستوال په ګردي ميزونو او نورو ناستو کې د بحث پرمهال خپل نظريات وړاندې کړي؛ نو ويل شوې ناسنجول شوي نظريات به يې دومره اغېز وښندي چې راجوړه خبره بېرته وشړوي.
دوى کې دا مطره هم نشته چې فکر وکړي په دې موضوع يې سر نه خلاصېږي؛ نو پکار ده له بحث کولو دې ډډه وشي. بس که يې نظر ګټه کوله او که تاوان د بيان د ازادۍ په استدلال يې وړاندې کوي، که له حالاتو سره جوړ و او کنه، که ټولنه ترې تغذيه کېدى شوه او کنه، که يې پايلې ګټورې وې او کنه؛ خو مدا چې دده نظر خلک واوري او د يو سياست پوى-چارو کار پوى، چارو شنونکى يا څارونکى- ونومول شي بس همدا ورته ستره خبره وي.

د بيان له ازادۍ دارنګ نامثمره ازادي به نه د بيان د ازادۍ رنګه پرځاى کړاى شي او نه به په سياسي غولي کې کوم ستړي ته د دمه ځاى وياړ شي. په څو ټکو، څو خبرو او څو ليکنو سياسي فکر نه پخېږي، دا چاره بلا ژوره لوستنه، د پېښې(موضوع) ټولې خواوې څېړل او رښتينى درک او په ورځو ورځو فکري بوختيا غواړي. ځکه وايي که يو سياستوال تېر ووځي؛ نو په هېواد کې د ټول نظام د ړنګېدو سبب کېدى شي.
د داسې حالاتو په پام کې نيولو سره چې اوس زموږ هېواد ورسره مخ دى، بايده دى، تر بل هرچا سياستوال ډېر دقيق اوسي. دوى دې خپل ورکوونکى نظر وارزوي، چې ټولنې او ولس ته يې خېر ډېر دى که زيان؟ په عامه ذهنونو به مثبت که منفي اغېز ولري کنه؟ او د رامنځته شوې موضوع ګټې که زيانونه ډېر دي؟ که يې ګټې ډېرې وې؛ نو د مهربانۍ له مخې دې په منفي هغو ډېر بحث نه کوي او کنه؛ نو دابه يې په خپلو هېوادوالو د وخت پور پاتې شي، چې د فکر تر پياوړتيا دې د روانو حالاتو په اړه له ناسم او غېرې مثمرو پاېلو لرونکو نظرياتو ورکولو لاس واخلي! لکه حمزه بابا چې وايي:
لاس که په وطن کې د تعمير کولی نشې
واوړه له تخريبه دا خبره ستا د وس ده
دغو سياستوالو کې يو شمېر داسې هم شته چې د پرديو هغو تر فکري اغېز لاندې راغلي وي، پرځاى ددې چې د خپلې ټولنې حالات د خپل عقل په تله کې واچوي، هغه څه وايي چې پرديو پرې د خپلو ټولنو په ګټه شخوند وهلى وي. دوى که رښتيا هم د خپلې ټولنې له درده زورېږي؛ نو بيا دې لږې ځيرتيا څخه کار واخلي؛ ځکه خو دارنګ خلکو ته شپون صيب دا بېت پر ځاى دى:
نورو پسې تګ سړى خړ مخى كړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
په دې هيله چې زموږ ټول سياستوال په رښتينې بڼه روانو حالاتو کې د بدمرغۍ زېږدوونکو توکو په جرړو موندلو بريالي او غوره بديل وړاندې کوونکي شي.