د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډيوې رڼا ته مخکتنه وشوه

محب الله الله يار 16.06.2012 14:07

جلال کوټ ادبي خوځښت د خپلو اونيزو ناستو په لړ کې د ځوان شاعر محمد نادر دانش د شعري ټولګې(( د ډيوې رڼا ته)) مخکتنه وکړه.
غونډه تېره ورځ(جمعه، جوزا ٢٦ مه) مازيګر درې بجې د ننګرهار د رسنيو کور (ميديوتيک) په انګړ کې د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې د جلال کوټ ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند پرانسته وينا وکړه. هغه وويل: جلال کوټ ادبي خوځښت نه يوازې اونيزې مشاعرې لري، بلکې ورسره وخت نا وخت د شاعرانو او ليکوالو په کتابونو هم د مخکتنې غونډې کوي، چې دا پلا يې د محمد نادر دانش چاپ شوې شعري ټولګې( د ډيوې رڼا ته) شاعران، ليکوال او د ادب مينه وال وربللي دي.
د مخکتنې په دې غونډه کې مشر بازمحمد عابد، مېلمانه يې عزت الله ځواب او شفيق الله شاداب وو او هجرت الله اختيار يې کوربه و.
((د ډيوې رڼا ته)) شاوخوا شل تنو ليکوالو مقالې ليکلې وې، چې شاعر يې په کې پر رڼا، ښکلا، وطن، قام، جانان او علم مين بللى دى.
ضياء الدين همتمل پخپله مقاله کې (( د ډيوې رڼا ته)) زړې قافيې په نوې بڼه ليدلې وې او دا يې د شاعر هنر ګڼلى دى.
عرفان الله بېدار بيا دا ډيوه يوازې شپنيو تيارو ته رڼوونکې هغه نه؛ بلکې د انساني ذهنونو د روڼتيا پرلور هڅونه يې د شاعر غوره شاعري ګڼلې.
هجرت الله اختيار بيا د ښاغلي دانش شاعري د خپل درد تصوير ګڼلى او وايي چې تل يې د هغه د دردونو نالښت سره اوښکې توې کړې دي.
دى؛د مينې او عاطفې له مخې د دانش دا بېت د هغه پېژندنې ته پوره بولي:
مرغکۍ مې دزړګي رنځوره ښه ده
زنده ګي تر يو حد مجبوره ښه ده
باز محمد عابد هم (( د ډيوې رڼا ته)) تکيه وهلې وه او ويل يې، چې د دانش د شاعرۍ خوږلني دهغه په ساده او روانو اهنګ لرونکو الفاظو پېيلو کې نغښتې ده.
د ډېوې رڼا ته نورو ګڼې ليکوالو هم خپلې ليکلې مقالې د مخکتنې په غونډه کې ولوستې.
د محمد نادر دانش لومړۍ شعري ټولګه ((د ډيوې رڼاته)) د يار خپرونديه ټولنې لخوا په ١٠٧ مخونو کې د چاپ په ګاڼه ښکلې شوې، چې د انقلابي شاعر فضل ولي ناګار، لعل پاچا ازمون، تکړه دري ژبې ليکوالې مژده منصور، هجرت الله اختيار او داکتر عبدالقدير پښتونمل لخوا پرې سريزې ليکل شوې دي.
د نوموړي له شعري ټولګې يو څو هغه يې د نومونې په بڼه را اخلو
که يو څو تنه بدرنګ له کلي وځي
زه باور لرم چې جنګ له کلي وځي
که بې ننګو ته مو خپلې سيمې فرش کړئ
پښتنو! ستاسې به ننګ له کلي وځي
..... تر پايه

ستا د مينې اراده نه وه، جانانه!
او زما بله چاره نه وه، جانانه!
زما زړه ته، ته له هرې لارې راغلې
خو ستا زړه ته دروازه نه وه، جانانه!
...... تر پايه
د غربت لمبو سېځلي دي دا خلک
دمه نه شول، ستړي ستړي دي دا خلک
په يوه ځمکه هم ځاى د دوى ونشو
هرې خواته ځغلېدلي دي دا خلک
تر کاله يې د لېوانو ډلې راغلې
بيا هم شور نه کوي غلي دي دا خلک
.... تر پايه
زه يې په نوم باندې د خداى پر ځمکه ولګوم
په سجده پرېوځم، تندى پر ځمکه ولګوم
خالقه! ته يې راته ګل کړې پر خپل فضل و کرم
که چېرته سهوه کې اغزى پر ځمکه ولګوم
.... ترپايه
.....
.....
غزل بول شاعر محمد نادر دانش په کال ١٣٦٣ هـ د ننګرهار ولايت ښېوې ولسوالۍ اړوند ملکزيي د کلي اوسېدونکي بهرام خان ناصري په کور کې د دې نړۍ غړى شو.