د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رسنيو په مبالغه کې جمهور رئيس کرزی رښتينی دی؟!!

محب الله الله يار 17.10.2011 15:18

تېره ورځ(يکشنبه) په کابل کې جمهور رئيس حامدکرزي يوه مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا کولو پرمهال وويل چې رسنۍ په خپلو رپورټونو کې دقت نه کوي. نوموړي د هېواد په ختيځ کونړ کې دوروستيو توغنديزو بريدونو په اړه رسنۍ پړې ګڼلې او نيوکه يې وکړه، چې پر افغان خاوره له هغه لوري راغلي توغندي په هومره شمېر نه دي لکه څومره چې يې رسينۍ ښيي. ښاغلی کرزی د ملکي تلفاتو په اړه هم ناباوره و او ويل يې چې په خپراوي کې يې مبالغه شوې ده.
اوس پوښتنه داده چې ايا رسنيو دا هرڅه له ځانه جوړ او خپاره کړي؟ او که د کومې رسمي سرچينې په حواله يې کار کړی؟
د ژورنالېزم اخلاق به هېڅکله يوه خبريال( رسنۍ) ته دا اجازه ورنه کړي چې له لس نه شل او شلو نه لس جوړ کړي، هر خبريال مکلف دی چې يوه پېښه يا موضوع تر خپراوي وړاندې له څو رښتينو اړخونو(سرچينو) وڅېړي او بيا يې په خپرولو لاس پورې کړي.
د کونړ او نورستان په ځينو سيمو له تېرو دوه مياشتو راهيسې د ځايي چارواکو- والي، امنيه قوماندان، ولايتي شورا غړي او ملي اردو مسوولين- په وينا پاکستاني پوځيان وخت ناوخت توغنديز بريدونه کوي. په دغې مسله د رسنيو له لارې ټول خپاره شوي رپورټونه رسمي سرچينې لري او ارقام يې هم د دولتي چارواکو په حواله ورکړل شوي دي.
که رښتيا هم په ياده موضوع کې مبالغه شوې وي؛ نو بيا خو په کار ده چې ښاغلی کرزی اړوند سيمه ييز چارواکي تر انتقاد لاندې راولي او ترې وپوښتي چې ولې له خپلو ((خولو)) سره پام نه کوي.
د ښاغلي جمهور رئيس په خبرو کې دا کينايه هم وه، چې ګواکې د توغنديزو بريدونو په برخه کې رسنۍ له احساساتو کار اخلي. هو دلته تر يو حده رسنۍ د ملي احساس له مخې مکلفې دي چې دارنګ موضوع تر يو بريده جدي ونيسي؛ ځکه چې که تاسې(لوستونکي) يادو سيمو ته ورشئ، د کډه شويو ولسي خلکو ژوند وګورئ، رامنځته شوې ويجاړۍ او نورې بدمرغۍ وڅارئ؛ نو خپله به درک کړئ چې برناحقه د يو مظلوم کور ړنګېدل څومره درد لري او بيا به مو وجدان څنګه دا اجازه درکړي چې په اړه يې چپه خوله پاتې شئ!!؟
د هېواد ولسمشر؛ خو د ټاکنو تر ګټلو وروسته دا سوګند هم کړی و، چې ((د هېواد له عرضی تماميت، استقلال او ... څخه به په کلکه ننګه او ملاتړ کوي.)) څه شوې هغه ژمنې؟ ايا ولسمشر ته به د توغنديزو بريدونو د لږو-ډېر راتلو مبالغه هله معلومېږي چې د پاکستاني پوځيانو ګولۍ د ارګ تر انګړه ورسېږي!؟
د يادې موضوع بل اړخ که په سياسي لحاظ وارزوو؛ نو په يوه ولايت کې والي د رئيس جمهور حيثيت لري؛ ځکه چې ټاکنه يې د جمهور رئيس لخوا شوې وي او دا ددې معنا لري چې په ملي مسايلو کې د والي له خولې کومه خبره ووځي په اصل کې د حکومت د مشر نماينده ګي کوي( دولسمشر خبره ده). اوس خو د رسنيو مبالغه د کونړ د والي سيدفضل الله وحيدي مبالغه ده او د ښاغلي وحيدي مبالغه؛ نو بيا د چا مبالغه ده؟...!!
په ديپلوماتيکي اصولو کې هېڅوک حق نه لري چې پخپل سر دې دارنګ ملي مسايلو کې خپلسری بحث وکړي او يادې له هر مېک(لوډسپيکر) نه خبرې وشي؛ ځکه چې دا ددولت سياسي جوړښت تر پوښتنې لاندې راولي، داخلي او بيرونۍ پاليسي يې زيانمنېږي او بلاخره له سترو ننګونو سره مخ کېږي.
اوس د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندې افغان دولت هم کومه ځانګړې پاليسي نه لري ځکه يې څرګندونې هم له يوه مېک څخه نه دي، والي، امنيه قوماندان، ولايتي شورا غړي، مشرانو جرګې غړي او د ملي اردو چارواکي او خپله جمهور رئيس هر يو بېلابېلې څرګندونې کوي. د هېڅ يو خبره له بل سره برابر والی نه لري، هر څوک له خپل ليد لوري مضوع ته داخلېږي او پرې بحث کوي.
په داسې يو شړېدلې ستراتېژۍ به څنګه د يو دولت سياست او ديپلوماسي په نړيواله کچه خپل هويت وشي ساتلی؟
هو! رسنۍ هم بايد خپل باور ته د زيان اوښتو برخه له پامه ونه غورځوي؛ خو تر هرڅه وړاندې بايد افغان دولت خپلې داخلي او بيروني سياست ته يو مېک غوره کړي او کله که هم کوم چارواکی په مهمو مسايلو بحث کوي؛ نو بايد دادی چې خبره يې له لويه سره غوټه (مهار)شوې وي نه دا چې هر يو له خپلې خېټې نا سنجول شوې خبره وکړي.