د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا رنګين تصوير په وينو ولې سور دى؟

محب الله الله يار 09.07.2012 18:16

څو ورځې وړاندې کور ته د يوه دوست د ګډ ژوند پيلېدو په پلمه د خپلو خپلوانو په ورټولېدنه کې بلنه راکړل شوې وه، دا ورځ تېره جمعه (سرطان ١٦مه)وه، زما لپاره تر ټولو پام اړوونکې او دمه جوړوونکې ورځ د جمعې وي؛ شايد دې ورځې پورې د ډېرو نورو دوستانو هيلې او اضافي چارې هم تړلې وي.
زه اکثره په دغې ورځ خپلې ټولنيزې اړيکې پالم؛ د دوستانو خوښۍ، روغ او رنځور او يا نورو مسايلو پوښتنې مې پام کې نيولې وي.
نېږدې غرمه وه چې، د ننګرهار دخوګياڼيو ولسوالۍ د وزيرو حکيم اباد ته له خپلو څو دوستانو سره ورسېدم. څو شېبې مې اخوا دېخوا سترګې وغړولې، په واده کې هغسې زوږ او ګڼه ګوڼه نه وه، چې ما د نورو سيمو د خوښيو په مراسمو کې ليده. پر کلي يو ډول د وير فضا خوره وه، هر استوګن يې ترهېدلى ښکارېده، څو شېبې مو لا د شنو ونو يخ سيوري ته ستوماني نه وه وتې، چې د ښادۍ والا (د شاو د کور) يوتن مې ترڅنګ د کټ پر لنګه کېناست.
په حيرانتيا يې راته وويل: ته!!
- ومې ويل: ولې؟
- فکر مې نه کاوه چې دلته د راتلو زړه به درسره وي!
- پوى نه شوم؟
- مرګ سره لوبې کوې؟
- که لږه يې سپينه ووايې؟
- وروره! که زما منې،دلته په راتلو کې ډېر احتياط کوه، ډېره موده وشوه ،چې دلته د حکومت واک نه چلېږي، امنيت ښه نه دى، هر سړي سره د خپل سر سودا (اندېښنه) ده.
ورته ومې ويل: ځه بابا! خپله په کې اوسېږئ او موږ ته مو ترې ((ببو)) جوړ کړى، موږ خو همدا نن هم تر دې ځايه په ډېر ډاډ راغلي يو.
راته وې ويل: که زړه ته دې نه لوېږي؛ نو همدا اوس لاړ شه او د ولسوالۍ په روغتون کې به وګورې چې د يوې پېغلې له تنه سر پرې شوى دى.
غوني مې زيږ شوه؛ دا کله او څنګه؟
- نور نه پوهېږم، نن سهار د سرې کلا په سيمه کې کليوالو په داسې حال کې موندلې چې سر يې ورپرې شوى و؛ خو له جامو څخه پردۍ ( د بل ځاى) معلومېږي.
ذهن مې د زبحه شوې نجلۍ تصوير ګډوډ کړ، لا مې چرت برابر شوى نه و، چې يو بل غږ مې پام ورواړوه: ((هلک پيدا شو؛ خو مړ دى.))
راسره ناست کليوال پر ولي وخورولم، وادې ورېدل!؟
- هو! خو پوى نه شوم؟
- تېره ورځ ها پورې ښوونځي ته يو زده کوونکې تر ورتلو وروسته نادرکه شوى و؛ خو اوس کليوال وايي چې د ټوپک په ډز ویشتل شوی او بیا زندۍ شوى جسد يې اوس موندل شوى دى.
کليوال خپلې خبرې اوږدې کړې: وروره! کيسه ډېره خرابه ده، حالات ورځ تر بلې بدترېږي، حيران،دريان يو چې اخر به څه کېږي؟
دواړه پېښې چې يوه يې د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا درې يا څلور کيلومتره ښکته او بله يې همداسې اندازه کې پورته لور ته شوې وه، ډېر اندېښمن کړم او د حکومت د حاکميت پر ځواک يې وپوهولم.
په ياده سيمه کې د څو ساعتونو په تېرولو سره مې ډېر نور څه واورېدل، آن تر دې چې د وسله والو طالبانو لخوا پر کروند ګرو د عشر ټولولو وېشل شوې پاڼې هم را وښودل شوې.
مازيګر چې له يادې سيمې د جلال اباد پر لور روان شوم؛ نو په ذهن کې مې يې هغه تصوير ډېر بدل شوى و، چې د ورتلو پرمهال مې ترې خوند اخيستى و.

پر لاره مې د ارواښاد طاهر فرهاد دا بيتونه ذهن ته تلل،راتلل:
ګرانه! تصوير دې غلی نه دی، نه دی شور يې اورم
خو په اسانه نه، اشنا د زړه په زور يې اورم
د غم لوګري مې د زړه په کرونده لګيا دي
د خوشالۍ فصل ريبي،خرپا د لور يې اورم