د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرټولنیزو اړیکو د مجازي نړۍ اغیږې

محب الله الله يار 24.08.2013 14:42

د انټرنېټ په لويه لمن کې د ټولنيزې فېسبوک شبکې رامنځته کېدل او په کې د ميليونونو انسانانو د ونډې اخيستنې چټک بهير، تر بل هرڅه ډېر پام اړوونکی او د نړيوالو پرمختګونو له نويو اړخونو سره د بلدتيا يوه لنډه موندل شوې لار ګڼل کېږي، خو ترې ګټه اخيستل يې بيا د هرې ټولنې د وګړو په فکري او عقلي قوت پورې تړلې مسئله ده.
په نوره نړۍ کې د فېسبوک ډېری کاروونکي خپل وخت له خپلو مخاطبو سره د علمي او پرمختيايي چارو پر جرو بحث تېروي، خو دا اړخ يې هم بيا کم رنګی نه دی، چې يو شمېر يې پر تفرېح او مجازي مينې پاللو بوخت دي، يو بل ته د خپلو اصلي څېرو پرځای مصنوعي بڼې ورپېژني او هڅه کوي د غولوونکو اړيکو يوه نوې فضا رامنځته کړي.
په فېسبوکي بازار کې ددغه ډول نامطلوبو کړنو پير- پلور ته دومره ګرمه بولي روانه ده، چې زموږ د ټولنې ګڼ ځوانان يې سره په ډېرو بېځایه کړنو بوخت ساتلي او پر ځای ددې چې ځانته د علمي شخصیتونو په موندلو د نظرونو د تبادلې فضا رامنځته کړي، برعکس کاږه روان دي.
په ننني عصر کې د نړيوالتوب په نيت کېدونکې هڅې د ډېری انسانانو غوښتنه او لېوالتيا ده، خو دا به په دې معنا نه وي، چې ګواکې ښه ملتونه دې په کې خپل اخلاقي ارزښتونه د نورو تر تشريفاتي هڅو قربان کړي، ځکه په دغه کوچني بازار کې هر سړی د ګڼې ملګرتيا په لټه کې دی، مګر د يو ناليدلي شخص حقيقتاً هم همغسې ګڼل لکه څنګه چې يې دی موږ ته د راپېژندلو هڅه کوي؛ لويه تېروتنه ده.
د ارواپوهنې تجربو ښودلې، چې د انسان ښه پېژندنه له هغه سره په ناستې او خبرو اترو له لارې کېدی شي، ځکه ډېری وګړي شته چې له لرې يې اره څېره او کرکټر پېژندل د انسان له توانه وتی کار وي، همدا تشه ده چې په فېسبوک کې ګڼ ملګري يو بل ته د مجازي مينې او مصنوعي څېرو په ورپېژندلو د حقيقت له هېندارې ډېر لرې پاتې کيږي او کله چې بیا يو بل سره په رښتيني معنا مخامخ شي، نو ممکن تصور خلاف څه درک کړي.
د انساني باور لپاره په ټولنيز ژوند کې فزيکي نېږدوالی تر بل هرڅه ډېر مهم ځکه دی، چې انسان پېژندنه د فطري درک له مخې يو د بل په خوی، حرکاتو او کړنو کې څرګندېدلای شي، نه دا چې د هوا له لارې تش اورېدل به په رښتيا هم عمل کې همدا رنګ څه وي!
د نړۍ پرمختيايي اړخ ته په کتو، فېسبوک د علمي استفادې، انساني همدردۍ شريکولو، ټولنيزو اړيکو پاللو او نورو ګڼو اسانتياوو ښه وسيله ده او له دې لارې ګڼو باشعوره ملتونو خپل مستبد نظامونه ړنګ کړي، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې تر اتيا سلنو ډېر فېسبوک کاروونکي د شخصي عقدو له مخې د مستعارو ای ډي ګانو له لارې يو د بل په شخصيت توهينولو، غېراخلاقي تصويرونو، وخت اړوونکي بحثونو او نورو ګڼو داسې مسائلو سره اخته وي، چې زموږ د ټولنيزو اخلاقي ارزښتونو بنياد ړنګولو ته يې ستر ګواښ پېښ کړی.
دغه راز زموږ ګڼو ځوانانو له دغې اسانتيا د ساعت تېرۍ نانزکه جوړه کړې، د ټولنيزو مسائلو پرځای خپل وخت په مبتذلو تماسونو تېروي او بده يې لا دا چې د زده کوونکو او زده کړيالو قيمتي وخت په اوږدو بې ثمرې چټونو او پېغامي تبادلې مصرفېږي.
ما ډېر داسې خلک ليدلي چې په همدې فېسبوک کې يې مجازي مينه تر جنون هم وړاندې تللې، يو بل ته يې سلګونه پېغامونه، د ژوند کيسې، شخصي رازونه او نور په ډېر لنډ وخت کې ويلي او لېږلي، آن تر دې چې په غېر مستقيم ډول يې د ډاليو لېږد رالېږ هم شوی، خو کله چې بيا د فزيکي ليدو چانس موندلای نو ډېر ژر د پښېمانۍ په پوله هک حیران او کرلې هيلې يې د بابيزۍ په څانګو کې ځوړندې پاتې شوي.
دا ډول کړنې په مجازي نړۍ کې د لوی بې باورۍ په محور څرخي او بلاخره زړونه سره مات کړي، چې ډېر بد اغېز يې د هغو مثبت فکره او کارنده خلکو پر چارو هم لوېږي، چې په دغې برخه کې يې ورځني فعاليتونه پام وړ ګټې لري.
همدا لامل دی چې په دغې ټولنيزه شبکه کې زموږ د باشعوره او فکري فعالينو ونډه ځکه کمرنګې ده، چې جوله يې د منفي پالو هغو په پرتله لږه او شمېر يې په ګوتو حساب دی.
که په فېسبوکي نړۍ کې د خيالي ماڼيو او مقابل لوري ته د شهزادګيو او شهزاده ګانو د مجازي څېرو پر جوړولو او ترې تمې کولو پرځای بوخت ځوانان په همدې کڅوړه کې د روڼ فکره او رښتينو انسان پالو پر اوږه لاسونه کېږدي او د ګډ مزله اراده پسې وکړي نو د ګڼو علمي ګروپونو، ډلو او په غړيتوب او ترې استفادې سره کېدلای شي زموږ اخلاقي ارزښتونه لوړ او په علمي لحاظ څو برابره پرمخ لاړ شو.