د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کارګر د ورځې په مناسبت!!

محب الله الله يار 01.05.2012 14:27

رئيس موټر ته په پورته کېدو خپل ډرېور ته وويل:
چالاکي کوه، چې په دفتر کې د کارګر د ورځې نمانځ غونډې د پيلېدو وخت نېږدې دى!.
د ښار په يوې څلور لارې کې د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د موټر ګړنديتوب دومره سست شو چې د مخکې تلو مخه يې ډپ وه، د موټر په ودرېدو ترې شاوخوا بې شمېره ځوانان، د پاخه عمر لرونکي او سپين ږيري راتاو شوه، هر چا هڅه کوله موټر کې ناست د غټې سټې او سپينو جامو لرونکي ته خپل غږ ورسوي.
ډرېور ډېر هارنډونه وکړه؛ خو د خلکو په ګڼې ګوڼې کې ايسار پاتې شو. په کې ناست کس په ډېرې غوسې په دروازه کې ځړېدلې بټن باندې ګوته کېښوده او ښيښه يې ښکته کړه، ترې راتاوو خلکو ته يې غږ وکړ:
خيريت خو به وى؟
موټر ته له نېږدې ولاړو خلکو دوه تنو په بيړه نيمه ښکته شوې ښيښې باندې لاسونه کېښودل او وې ويل:
حاجي صيب! دا مې شپږمه ورځ ده چې راته کار نه پېداکېږي، خير دى چې هرڅومره سخت کار وي زه درسره ځم، بل څوک به ماغوندې تکړه نه وي.
ترڅنګ ولاړ بل تن د دويم سيټ دروازه خلاصه کړه او موټر ته له پورته کېدو سره سم يې ناست کس ته په عاجزۍ سره وويل:
ولا دا لسمه ورځ ده چې ځم او راځم زياتي د لارې کرايه هم نه لرم، وايم که نيمه ورځ کار هم وي، زه يې کوم، بل څوک به نه بيايې، زه اوس درسره تيار موټر کې هم ناست يم.
په سړک ولاړو هر يوه هڅه کوله چې موټر کې د ناست سړي پام ځان ته ورواړوي، ترڅو که يې روزګار په موخه له ځان سره بوځي.
رئيس ډريور ته د سترګو په کونجونو کی وکتل او ورته وې ويل:
ما در ته لومړى د ناخته کېدو وويل! نورې لارې کمې وې، په بله به تللي وو، اوس به د غونډې ټول ګډون کوونکي زموږ په انتظار وي.
ډريور لومړى موټر ته په پورته شوي کس غصه وکړه:
ښکته شه! بې سترګو انسانه، سړى درنه په لاره نه شي تېرېدلى، موږ په کار ګرو څه کوو! نه درنه په رياست کې خلاصېږو او نه په سړک، دې نورو ته دې هم ووايه موږ ته مزدوران نه دي په کار، تاسې نه وينئ چې دا د رئيس صيب موټر دى!؟
موټر ته پورته شوى کس لا بېرته د ښکته کېدو په حال کې و، چې يوه مزدور د موټر په سوېچ بورډ ايښودل شوې پاڼې ته وکتل: (( د کار او ټولنيزو چارو رئيس ....)) ددې جملې په لوستو سره ورو د سړک غاړې ته شو او پر نورو يې غږ وکړ:
راځئ دا خپل رياست ته روان دي!.