د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښوونځى جوړېږي؛ ښوونځى ورانېږي!

محب الله الله يار 16.07.2012 15:37

د دغه کلي خلک چې کله هم پر دې لاره ځي؛ د ښوونځي د پیل شوې ودانۍ جوړونکو ته لاسونه لپه کوي، د الله تعالى له درباره ورته عظيم اجر غواړي او کله،کله يې ترڅنګ څو شېبې ودرېږي، د مننې په ويلو سربېره له لوست سره د خپلو اولادونو هيلې او مينه ورښکاره کوي.
کليوال کوچنيان هم چې کله له ښوونځي رخصت شي، کور ته تر تلو وړاندې يو ځل د کاريګرو شاوخوا ورټول شي او د خپل وس برابر د مرستې ژمنه ورسره کوي.
د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدو ته ټول کليوال نارينه- زنانه، زاړه- ځونان لويان او کوچنيان من من غټېږي. مېندې د خپلو بچيو په سرونو لاسونه راښکي او ورپورې تړلو ارمانونو ته يې د غوړېدو سترګې غړوي. دوى بچيان هڅوي چې د ښوونځي په ټولګيو کې د ښو زده کړو تر کولو وروسته به پوهنتونونو کې شامل شي، ډاکټران، انجينران، ديپلوماتان، زراعت پوهان، سياست پوهان او ... به شي.
کارګر هم د همدې کليوالو په ډاډ لګيا دي بې درېغه کار کوي، خولې تويوي او د ښوونځي د زده کوونکو وړې وړې دا خبرې، چې "کاکا! دا کار به کله خلاصېږي او کله به مونږ په ټولګيو کې کينو؟"
ستړيا ته نه پرېږدي.
خو هخوا هغه پورې کلي کې بيا کيسه بل رنګ ده. هلته همدا تېره شپه يو منځنى ښوونځى، چې کم عمره هلکانو په کې زده کړې کولې، په بمونو ړنګ شوى، لوګي ترې پورته کېږي او په کې ټول کتابونه او وسايل ايره شوي دي.
راغلي کوچنيان چې تر ملاګانو يې د کتابونو بکسې هم تړلي، له ډېر لرې ځايه د خپل ښوونځي خواته ګوري. دوى وېرې اخيستي او خبر شوي چې بېګاه په تياره کې ډېر ټوپک والا راغلي او ددوى ښوونځى يې په بمونو الوزولى دى.
کليوال چې د خپل کلي ښوونځى ويجاړ ويني له خولو يې ښېرا ووځي او د شپې په تياره کې راغلو ټوپکوالو ته د ستر رب له درباره د شديدې جزا او هلاکت غوښتنه کوي.

زه چې کله د دغو واړو کلیو تر کتلو بېرته راستون شوم د لارې تر څنګ دېره کې مې د کلي مشر وکوت چې پخپله پر ځمکه ناست او کټ ته یې تکیه وهلې، سر یې په زنګنو ایښی او سترګې یې راته نه ښکارېدی، غوښتل مې یوه شېبه ورسره وغږېږم او د دغو حالاتو په هکله یې د زړه له حاله خبر شم، سلام مې وکړ، خو هغه سرراپورته نه کړ، ما له دې حالته خپل ځواب ترلاسه کړ او خپله لاره مې واخستله....