د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اخلاقي جرآت

محب الله الله يار 18.08.2013 20:50

د ټولنيز ژوندانه په چارو کې د اخلاقي جرآت لرونکي وګړي تر نورو پاک نفسي، ويښ او کارنده ګڼل کېږي او د همدغې وړتيا له مخې د ورسپارل شویو مسووليتونو د ښه تر سراوي ګام اخيستل يې تر نورو هغو ډېر مثبت اغېز ښندلای شي، خو چې ضمير يې د خودکفايۍ په تکيه د روان حرکت تابیا ولري.
هر کله چې يو ملت خپله فکري انرژي د مخالفت پرځای په کاري ساحه کې مصرف او د اخلاقي موازينو له مخې يې خپل د کار سړي تر پېژندو وروسته د ملي ارزښتونو په ملاتړ څرښېدونکي اړخ ته برابر کړل، نو بويه چې د ژوندانه کږه بېړۍ يې د بري پر لور منزل ته ورلنډېدونکې ده.
زموږ د ټولنې له له ملي بدمرغيو يو همدا د کار سړيو نه پېژندل دي چې د ښو سړيو په کتار کې مو ورک او کمرنګي کړي، ځکه خو د يو شمېر جزي مسائلو په اختلاف کې ښکېل او د رښتيني خدمت برخه رانه شاړه پاتې.
موږ د نورو ټولنو برعکس د ښو سړيو پرېمانه سټې لرو، خو ستره کمزوري مو همدا ده چې له ښو خلکو د ښه کار تمه کوو، مګر اصل خبره برعکس ځکه ده چې هر ښه سړی د ښې ادارې په رامنځته کولو نه پوهېږي او نه يې د ورسپارل شوي مسووليت چارې مثبتې وي.
تجربي ښيي چې د کار سړي د يوې ټولنې ټول اخلاقي ارزښتونه نه شي مراعتولی ځکه دی د ټولنيز پرمختګ تږی او ليوال دی نو پکار ده چې په کاري ساحه کې له ځينو پولو پښه واړوي، خو دا به په دې معنا نه وي چې خدای مه کړه نوموړی يو بې شخصيته او ضعيف النفس انسان دی، بلکې ده به د خپلو وګړو د رفا په خاطر خپل ځان دومره فشار لاندې راوستی وي چې د همګټو حقوقو د ترلاسه کونې په خاطر له خپل ورسره اخلاقي جرات څخه د کوم ظالم پروړاندې کار واخلي او خپلو خلکو ته نجات څرک معلوم کړي.
د اخلاقي جرات لرونکي اشخاص ټولنې ته د هوساېنې څرک معلوموي خو چې تر شاه يې د (د ده ټول خويونه ښه نه دي يا ...) ټکو له مخې د رامنځته کېدونکو تخريبي چارو مخنيوي ته وېښتيا موجوده وي، ځکه چې د کار سړي تل د ټولنې په ټولو اخلاقي موازينو برابر نه وي او نه ورته رسيدګي کولی شي.
هغه ټولنې چې نن يې د پرمختګ تاج د نورو په منځ کې ځلېدونکی دید راز کې يې داسې کارنده اشخاص ګمارلي چې په ملي کچه د امراضو مخنيوي خپل ځانګړی اخلاقي جرات لري، ځکه هر سړی نه داسې کار کولای شي او نه د جرات کولو ساحه پېژني او که داسې ونه کړي نو بيا خو يې د ټولنيز عدالت په کږه پله کې د عامو خلکو حقوق د څو تنو سپين سترګو له ناولو نفسي غوښتنو د قربانۍ تر تېغه تېرېږي، چې بلاخره مظلومه طبقه يې د محروميت پر تار تړل کېږي.
ډېری هغه وګړي چې خپلو ولسونو ته يې وياړونه ګټلي، د پرمختګ په لور يې خوځولي او له کندو کپرو يې د اواري لار ورښودلي، ټولو ته د ښو خلکو په شان منلي نه وي او نه يې د هر چا زړه کې ځای تصوير د ښکلا په ګاڼه سمبال وي، ځکه چې دی خپل ولس ته يوازې د ښو خلکو په څېر د ژبې نرمې لهجې خوځولو ته نه دی ناست او نه يې خپل کاري وخت يوازې د ولس تشې خوشالونې ته ځانګړی کړی وي.
له بده مرغه چې زموږ تېرې څو نېږدې پېړۍ لا دداسې باشعوره فکري وګړو د شتون شاهدې نه دي پاتې شوي چې له خپل اخلاقي جرآت څخه په استفادې دې په تياره کې ښکېل ولس ته د يوې روښانه لارې څرک معلوم کړي.
هو! دا ډول اشخاص اوس هم لرو خو د عمل ډګر ته راوتل يې د مرموزې بزدلۍ په مدار څرخېږي، همدا ده چې زموږ اخلاقي موازين له ضعف سره مخ دي او نه شو کولای چې د يو فکري تړون له مخې په ملي کچه د سالمې ارادې جرآت ته لار هواره کړو.