د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بسم الله غواړي د فوزيه کوفي ورور خوشې کړي

کمال الدين رنځور 10.06.2011 09:58

د افغانستان د کورنيو چارو وزير بسم الله په بدخشان کې په پوليسو فشار راوړی دی چې د ولسي جرګې د غړې فوزيه کوفي ورور هدايت الله کوفي چې د ۴۹ کيلو ګرامه هيروينو سره نيول شوی خوشې کړي.

د بدخشان د امنيه قوماندان وياند خان شیرین وايي چې هدایت کوفي د شنبې په ورځ په 15 د جوزا د بدخشان مرکز فيض اباد په چته سيمه کې د ۴۹ کيلو ګرامه هيروينو سره پوليسو نيولی چې اوس هم د پوليسو سره بندي دی.

 هدايت کوفي د ولسي جرګې د غړې فوزيه کوفي ورور دی چې د بدخشان د کوف اب ولسوالۍ اوسيدونکي دي. د کوفي يو بل ورور مجيب کوفي هم تورن دی چې د تاجکستان او منځنۍ اسيا د نورو هېوادونو له لارې د مخدره توکو قاچاق کوي.

فوزيه کوفي د ولسمشر د لومړي مرستيال قسيم فهيم سره نږدې اړيکي لري او ويل کېږي چې بدخشان ته په دولتي هليکوپترو کې د فهيم په مرسته تګ راتګ کوي چې له کابله په کې بدخشان او له بدخشانه یې وروڼه نورې نړۍ ته هيروين انتقالوي.


په بدخشان کې د پوليسو سرچينې وايي چې د کورنيو چارو وزير بسم الله د بدخشان امنيه قوماندان ته ويلي دي چې د فوزيه کوفي ورور له توقيفه خوشې کړي.

فوزيه کوفي چې دا مهال په کاناډا کې اوسېږي د هېواد لوی څارنوال اسحاق الکو سره په تيلفوني اريکه کې د خپل ورور خوشې کېدل غوښتي دي او ويلي یې دي چې د دې په بدل کې هر ډول مرستې کولو ته چمتو ده. خو الکو ورته ويلي دي چې د قانون په وړاندې نه شي ودرېدلی.

د فوزيه کوفي بل ورور نادرشاه کوفي چې د کوف اب ولسوال دی هم دې ورته کوښښونه کوي.

د يادونې ده چې موده مخکې ولسمشر کرزي هم د حاجي دين محمد د کورنۍ هغه غړي چې د مخدره توکو د کاروبار په تور کې محکوم شوي و خوشې کړل.

د فوزيه کوفي ورور هدايت کوفي په داسې حال کې د مخدره توکو سره نيول کېږي چې په شمال کې د شورای نظار يو قوماندان داود داود څو ورځې وړاندې په يوه چاودنه کې ووژل شو. ويل کېږي چې داود داود هم د مخدره توکو د قاچاق کاروبار کاوه او د مرګ په اړه داسې هم ويل کېدل چې کېدای شي د مخدره توکو نورو قاچاقبرانو ترسره کړی وي.