د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جاغوري د يو اوسېدونکي له خوا د الوتکې جوړولو دعوه درواغ ده

کمال الدين رنځور 25.10.2010 23:06

د غرني د جاغوري يو اوسېدونکي دعوه کړې وه چې الوتکه یې جوړه کړې ده او په دې موخه یې کابل ته هم ځان رسولی و چې له دولت څخه د پرواز اجازه واخلي او له دې لارې انعامونه او د درواغو نوم خپل کړي.

اوس معلومات شوی دی چې دا الوتکه تياره جوړه شوې خرڅېږي او بيا یو شمېر انستيتيونه د دې د پرواز لپاره خلک روزي.

د پژواک خبري اژانس د يو خبر له مخې د غزني د جاغوري ولسوالۍ د لسم صنف يو زده کونکي صابر دعوه کړې وه چې الوتکه یې جوړه کړې ده او د الوت د اجازې په تمه په کابل کې شپې سبا کوي.

حقيقت دا دی چې دا الوتکه او ماشين یې د نړۍ په ډېرو برخو کې خرڅېږي او او رانيونکی یې له تمرين څخه وروسته دا الوتکه الوزولی شي.

د نمونې په توګه په دې لينک کې يوه کمپني په ايران کې د دا ډول الوتکو تمرين مينه والو ته ورکوي. په دې لاندې انځور کې ګورئ چې د افغان زده کونکي او د دې کمپنۍ له خوا عرضه شوې الوتکه يو شان ده.


په دې اړه نور لينکونه:

لومړی لينک

دويم لينک

داسې ښکاري چې په افغانستان کې ټګان او جعلکاران اوس د خلکو غولولو او ځان ته د نوم کولو نوې لارې چارې غوره کوي.

افغان دولت بايد دا کس محاکمه کړي چې ټول ولس ته درواغ وايي او د جعلکارۍ او فرېب له لارې ځانته نوم ګټي او د رښتيونو خواري کښو هېوادوالو حقوق خوري او ضايع کوي.

دا ډول جعلکاري په منظمه او شعوري توګه ترسره کېږي. د پژواک په خبر کې راغلي دي چې ((دجاغوري ولسوال دمعلوماتو له مخې، دولسمشر له حکم سره سم صابرشاه له خپلې الوتکې سره کابل ته ولېږدول شو، څو له پرواز څخه مخکې دالوتکې تخنيکي معاينات ترسره شي.)).

داسې ښکاري چې د جاغوري ولسوال ظفرشاه او يو شمېر نور کسان د صابر جعلکار سره د درواغو شهرت او انعام لاس ته راوړلو کې پوره لاس لري.

صابر جعلکار او ملګري يې دومره ماهره دي چې دا الوتکه یې کابل ته د ملي دفاع وزارت دچورلکوپه مرسته لېږدولې ده.

د پژواک د خبر له مخې د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مرستيال انجينرراسخ وايي چې ددغې الوتکې له جوړېدو خبردى اوڅلو ځلې يې ددغې الوتکې له جوړونکي سره لومړنۍ خبرې اترې هم کړې دي.

صابر جعلکار بايد محاکمه شي چې د دولت، چارواکو او ولس وخت یې په جعلي او درواغژنه دعوه ضايع کړی دی.

د پژواک بشپړ رپوټ


د صابر جعلکار غوندې تاسو هم دا الوتکه رانيولی او خپل نوم پرې ليکلی شئ. لږ تر لږه يو مهم مډال به په لاس درشي او که پښتون نه ياست نو په کابل کې بنګله او نورې بې شمېره جايزې هم ترلاسه کولای شئ.