د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبان د ملګرو ملتونو سره مذاکرات ترسره کېدل نه مني

خبري څانګه 21.03.2010 13:45

په افغانستان کې د دولت وسله واله مخالفه ډله (طالبان) وايي چې د ملګرو ملتونو سره یې مذاکرات نه دي کړي او په دې اړه يې د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي کاي ايده هغه څرګندونې رد کړې چې په کې یې د طالب مشرانو سره د شوو مذاکراتو يادونه کړې وه.

کای ايده ويلي و چې د یو شمېر لوړ رتبه طالب چارواکو سره یې مذاکرات کړي و خو د پاکستان له خوا د طالبانو د مشرانو له نيولو وروسته دا مذاکرت په ټپه ودرېدل.

یو شمېر کړۍ باور لري چې پاکستان د طالبانو لوړوپوړی مشر ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نور مشران ځکه ونيول چې له افغان دولت سره یې پټې خبرې اترې روانې کړې وې او سولې ته یې زړه کېده. خو طالبان دا نه مني چې ګنې د طالبانو کوم مشر دې دولت سره خبرې اترې کړي وي. په هغه خبرپاڼه کې چې طالبانو ټول افغان ته لېږلې ده ويل شوي دي چې ((ملا برادر اخند پسی کوم تبلیغات کیږی هغه هم هیڅ حقیقت نلری اونه یې هم څوک سند وړاندی کولی شی داهم ددښمن دهغو دسیسو یو برخه ده چی غواړی دمجاهدینو په منځ کې بی با وری پیدا کړی او که داسلامي امارت په نا مه کومو غیرمسؤلوکسانو داسی څه کړی وی هغه هیڅکله هم داسلامي امارت نما یندګان نه بلل کیږی)).

په خبرپاڼه کې طالبانو د مذاکراتو امکان نه دی رد کړی او ويلي یې دي چې طالبان د ((جګړې دتوقف اوپه دغه هیواد کې دواقعې سولې دټینګښت په لاره کې په مثبتو اونتیجه ورکوونکوهلوځلوباورلري)). خو دا شرط یې بيا تکرار کړی دی چې بهرنيان دې ((بي له کوم قید اوشرطه)) له افغانستان څخه ووځي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د معمول په توګه د پاکستان او امريکا د همکارۍ او په پاکستان کې د طالب مشرانو د نيولو په اړه څه نه دي ويل شوي او ټول ټکي یې د افغانستان پورې اړه لري. په خبرپاڼه کې د دې پخلی نه دی شوی چې ملا عبدالغني برادر او نور طالب مشران دې د پاکستان له خوا نيول شوي وي خو اوس په زبات رسېدلې ده چې دا طالب مشران د پاکستان په ولکه کې دي تر دې چې پاکستان یې په پايله کې امريکا دې ته راضي کړه چې د پوځ مشر یې واشنګټن ته وروغواړي او د پاکستان او امريکا د استراتيجيکي ملګرتيا جوړولو لپاره خبرې اترې وکړي.

د يادونې ده چې دا مهال په کابل کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي یو هييت شته دی چې افغان دولت سره د مذاکراتو لپاره کابل ته تللی دی. د حکمتيار په مشرۍ د دې ډلې وياند هارون زرغون رسنيو ته د دې هييت د شتون او کابل ته د تګ پخلی کړی دی.

په دې اخرو وختونو کې د طالبانو او حزب اسلامي تر منځ واټن زيات شوی او یو له بل سره یې وسلوالې نښتې هم کړي دي. درې اونۍ مخکې په بغلان کې طالبانو د حزب اسلامي په وسله والو بريد وکړ چې په نتيجه کې یې په لسګونو حزبي وسله وال ووژل شول. ويل کېږي چې د حزب دې کسانو غوښتل چې له دولت سره یوځای شي خو طالبانو پرې بريد وکړ او ډېر یې ترې ووژل. بله سرچينه وايي چې طالبانو نه غوښتل حزب اسلامي په بغلان کې فعاليت وکړي او له همدې امله یې د حزب اسلامي په غړو بريد وکړ او جګړه یې ورسره وکړه چې په نتيجه کې حزبي وسله والو د دولت سره د یو ځای کېدو پرېکړه وکړه.

د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ د پاکستان سره د تعامل په اړه هم توپيرونه ښکاري. موده مخکې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له ګيلو ډک یو شعر هم خپور کړی و چې په کې یې پاکستان ته په اشاره ډېرې نيوکې کړې وې چې په کې ورته د ((له مېړانې او حیانه عاري خصم)) خطاب هم شوی و. دا په داسې حال کې چې طالبان هيڅکله هم په پاکستان د دا ډول نيوکو جرات نه کوي چې په دې دوه وسلوالو ډلو د پاکستان د اغېز کچه ترې معلومېدای شي.

دوه مياشتې وروسته په کابل کې افغان دولت د سولې د خبرو د اجنډا د جوړولو په موخه لویه جرګه راغوښتې ده خو په دې جرګه کې د دولت د مخالفينو له خوا استازي شتون نه لري.

د طالبانو پوره اعلاميه دلته ولولئ.