د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې رحمه ګاونډی - د انجینر حکمتیار شعر

رحیم الله بشارت 15.12.2009 08:53

د ښاغلي حکمتیار لاندې شعر د هغه له کتاب ٫٫شعر و عرفان در محک قرآن٬٬څخه راخیستل شوی دی چې په دري او پښتو نور شعرونه هم لري. دا شعردوه نوې خبرې لري یوه داچې ځینې کړیو تل پر ښاغلي حکمتیار تور لګاوه چې له پاکستان سره ټینګې اړیکې لري او د پاکستان دافغان ضد پالیسیو مخالفت نه کوي. خو دا شعر چې ولولو پوهېږو چې مخاطب یې پاکستان هېواد دی. اوښه په کلکه او په زغرده یې غندلی دی. د ښاغلي حکمتیار نورې مقالې او ویناوې هم داخبره زباتوي چې د هغو له ډلې نه یوه یې د ٫٫جنرال ته خطاب٬٬ په نامه مقاله ده چې په هغې کې د پاکستان دا پرېکړه چې له امریکایانو سره یې د افغانستان پر ضد ملګرتیا وکړه په کلکه غندلې ده او خطاب یې ورته کړی چې پاکستان یې د ممپلیو په بیه پلورلی او له دې تاریخي حقیقت نه یې هم پرده پورته کړې ده چې د روسانو سره د جهاد په پیل کې پاکستان د امریکې د مالي مرستو له امله د مجاهدینو مرسته کړې وه او هغه وخت امریکې پاکستان ته د شپږ سوه میلون ډالرو د ورکړې وړاندیز وکړ نو د پاکستان د هغه مهال پوځي واکمن ضیاالحق ورته وویل چې داخو په ممپلیو د پاکستان پلورل دي. په دې شعر کې د ولس په درد دردمندي او په کړاو کړېدل وینو. او په دې مو پوهوي چې که ښاغلي حکمتیار ته موکه په لاس ورشي د ولس د دردونو او کړاونو په راکمولو کې به تر خپلې وسې هڅې او کوښښونه وکړي. او هیڅ به له ولس نه ونه سپموي.ماته د حکمتیار صیب شعر ویل هم نوې خبره وه.

رحیم الله بشارت

بې رحمه ګاونډی
انجینر حکمتیار


ګاونډیه خو بې رحمه
له مېړانې او حیانه عاري خصمه
د مظلوم ګاونډ په ضد دي
له ظالم سره لاس مل کړ
دخپل قصرله جګ بام دي
زماجونګړې کي اوربل کړ
ددې اور د لګولو اورلګیت دي
زماناپوه ماشوم په جیب کي واچولو
دتالان لپاره راغلې
په پلمه د اور وژلو
****
ددې مېني په ویجاړو سردروکي
سوځېدلي ئې کورونه
نسکورشوي دیوالونه
دیوه مات څلي په څنګ کي
دیوې وچې وني لاندې
وراني شوې خوني خواکي
څوشېبې می ارام پرېږده
لږ د غور فرصت راکړه
یا دکرکي د اظهار لږ مهلت راکړه
له هغو چې ملک یې وران کړ
خپل ولس کي ئې د وینو سیل روان کړ
زما دکلیو ورانولو په بهائې
زما د وروڼو د وژلو په قیمت ئې
دغلیم پوره ارمان کړ
****
لږ مي پرېږده د ستومانه خلکو خواکي
چي جګړو ځورولي
فقر وېرې کړولي
ځورېدلي لږ د زړه خواله ته پرېږده
شړل شوي لږ خپل کور کاله ته پرېږده
د زخمونو د علاج پوښتو ته پرېږده
پلار د زوی د پرهارو لیدو ته پرېږده
****
هغه وران هیواد چی تل ئې په لمن کي
کله ګورو طوفانونه له ختیځه
کله تېزې سیلۍ راشي له لویدیځه
کله سره سیلونه راشي له ښي لوري
کله واورو د مرګ چیغې له چپ لوري
ټول کورونه راویجاړکړي
ټولې ځالې کړي را ورانې
لږ موقع راکړه چې ووایو په جګ غږ
لږ خاموش شئ سرو اورونو
لږ ارام شئ طوفانونو
ترڅو جوړې ورانې ځالې
ترڅو جوړ کړو وران کورونه
ترڅو وڅنډو له مخ نه تور ګردونه
****
ما تاوده سلام ته پرېږده
د سرلوړې سروې پښوکي
چې ئې سروي تل اوچت
مخ یې تل د اسمان لورته
چي ئې نشي طوفانونه لړزولی
نه سیلاب ئې شي له ځایه خوځولی
****
دپښو ماتو وزر سوو په دې خېل کي
چې ئې ځالې طوفانونو ورانې کړې
سرو اورونو ئې منګولې وریتې کړې
نه د ونو په شاخونو کښینستی شي
نه وهلی شي وزرونه
نه ګامونه اخیستی شي
پرېږده واورو فریادونه یودبل
پرېږده پاک کړو سره وزرونه یو دبل
د دعا او اسوېلیو په څپو
اووم اسمان کي د عرش ور وټکوو
او په چیغو چیغو وغواړو له خدایه
دا تیاره شپه مو سباکړې
د دښمن د سرې لښکرې ټول په شاکړې
زمونږ دا مېنه نور خوندي کړې
له سیلیو له طوفانه
ددې مېنې زیړی منی
ته تلپاتې پسرلی کړې
او سمسوره پسرلی ئې
ته ایمن کړې له خزانه
****
زماګیله له غلیم نشته
زه که ژاړم نو د دوست نادودي ژاړم
آچي غوږ کې ورته وویل غلیم پټ:
که ښېرازه ژوند دې خوښ وي زما خواکي
که له غچ نه مي ځان غواړې په پناه کي
د یاغیانو د باغیانو قطار پرېږده
د سرتېرو، بې پرواوو قمارپرېږده
د غلیم په وینابیل شو له دوستانو
په غوږو ئې کړه حلقه د غلامانو
دښمن خپل ټوپک دده په اوږه کېښود
زمونږ په لورئې خپل لاس په ماشه کېښود
دا دئ زمونږ وزرونه پښې ئې کړې راماتې
وروستي نسل ته ئې تور تاریخ کړ پاتې