د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د م م دپخواني استازي دڅرګندونوپه اړه د طالبانو غبرګون

اماره 21.03.2010 13:26

يادونه: دا اعلاميه د طالبانو د غورځنګ له خوا ټول افغان ته راستول شوې ده چې کټ مټ خپرېږي.

په افغانستان کې د م م دپخواني استازي دڅرګندونوپه اړه داسلامي امارت غبرګون.

دتیرې جمعې په ورځ په افغانستان کې دملګروملتونوپخواني استازي ښاغلي کای ایدي ځینوخبری رسنیوته په خپلوڅرګندونوکې ویلي چې نوموړي داسلامي امارت له ځینولوړپوړو چارواکوسره دمذاکراتو دپروسې دپرمخ بیولو په غرض په سري توګه لیده کاته کړي .
اسلامي امارت په داسې حال کې چې په افغانستان کې دتپل شوې ظالمانه جګړې دتوقف اوپه دغه هیوادکې دواقعې سولې دټینګښت په لاره کې په مثبتو اونتیجه ورکوونکوهلوځلوباورلري دښاغلې کای ایدي دغه بي مسؤلیته څرګندونې په کلکه ردوي او په غبرګون کې لاندې ټکي اعلاموي:
۱- اسلامي امارت د افغانستان له سپیڅلې حریم څخه ددفاع اوپه هغه کې دافغان مسلمان ولس دارادې ممثل اسلامي نظام دحاکمیت په غرض دبهرنیو یرغلګروځواکونوپه خلاف دجهاد اعلان کړی دغه جهادبه ترهغو دامریکایانواودهغوﺉ دایتلافیانوپه ضدروان وي ترڅو هغوﺉ بي له کوم قید اوشرطه له افغانستان څخه خپل یرغلګرځواکونه په شاکوي ، دغه څرګنده غوښتنه اسلامي امارت دملګروملتونو په شمول دافغانستان په قضیه کې ټولودخیلو لوریوته په ډاګه کړې اوله دې وروسته یې هم په ډاګه کوي .
اسلامي امارت په دې اړه په هیڅ رازسیاسي پټ پټانو نه باورلري اونه یې هم تراوسه ترسره کړي.
۲ـ تردی وړاندی هم بی اساسه تبلیغات وشول چی داسلامی امارت نمایندګانو دسعودی عربستان،دوبۍ او مالدیپ په غونډوکی بر خه اخستی اودادی اوس یې دکای ایدي سره مذاکرات کړی اسلامی امارت داټول الزامات په کلکه ردوی اوپه ډاګه اعلانوی چی داسلامي امارت استاځوپه دی غونډو اومذا کراتو کې هیڅکله هم کډون ندی کړی او په دی هکله چی داسلامي امارت په نایب محترم ملا برادر اخند پسی کوم تبلیغات کیږی هغه هم هیڅ حقیقت نلری اونه یې هم څوک سند وړاندی کولی شی داهم ددښمن دهغو دسیسو یو برخه ده چی غواړی دمجاهدینو په منځ کې بی با وری پیدا کړی او که داسلامي امارت په نا مه کومو غیرمسؤلوکسانو داسی څه کړی وی هغه هیڅکله هم داسلامي امارت نما یندګان نه بلل کیږی بلکی له وارخطا دښمن نه به چا په چالاکئ سره شخصی استفا ده کړی وی .
۳- امریکایان کوښښ کوي په هره ممکنه وسیله چې وي دخپل ځان په مقابل کې ددغه برحق جهاد دشنډولوپه غرض اقدامات په کارواچوي ،ان تردي چې دملګروملتونوپه نړیواله مؤسسه یې هم سپما نده کړې اودیرغل له لومړۍ ورځې راهیسې یې دهغې له نړیوال حیثیت څخه په سیاسي اوتبلیغاتي لحاظ داسلامي امارت په خلاف کاراخیستی،چې دمستعفي کای ایدي وروستۍ څرګندونې یې ددغې سیاسي استفاده جویي یوه ژوندۍ بیلګه بلل کیږي .
۴ـ ښاغلی کای آیدي چې په افغانستان کې د ماموریت په مهال دم ،م دمؤسسې داستاځي په حیث دخپلوغیرجانبدارانه کړنوله امله سخت ناکامه اوله همدې امله دخپلې دندې پریښودلوته اړیستل شو،دهغه وروستۍ څرګندونې په افغانستان کې دخپلوناکامیو دپټولو یوه ناکامه هڅه بلل کیږي اودعمل په ډګرکې هیڅ مصداقیت نه لري.
۵ـ اسلامي امارت دکای ایدي دغه بي مسؤلیته څرګندونې دهغه پراخ تبلیغاتي کمپاین یوه برخه بولي کوم چې دسپینې ماڼې له خوا داوباما دوروستۍ پوځي استراتیژۍ دکامیابولولپاره په کار اچول شوی کومه چي په عمل کې ناکامه او په تبلیغاتي ډګر کې یې دکامیابولو هڅی کیږی .
۶ـ اسلامي امارت دافغانستان دمجاهد ولس په خلاف دامریکادغه ټولې دسیسې اوهلې ځلې په ډیرغورسره څارې اودهغوﺉ دشنډولولپاره دالله تعالی په نصرت اود مسلمان ملت په مرسته لازمې کړنې اوتیاري په پام کې لري .
۷ـ داسلامي امارت قیادت دسپینې ماڼۍ چارواکوته یوځلې بیاداخبره ورپه یادوي چې ددومره بي ځایه هلوځلوپه ځای داسلامي امارت د پرځای غوښتنې په عملي کولوسره بي له کوم قید اوشرطه له افغانستان څخه خپل یرغلګرځواکونه په شاکړﺉ ،داچې په تیرواتوکلونوکې موډیرې نا کامه طرحې عملي کړی اوس همداطرحه عملي کړﺉ ښایې دهغې عملي کول به هم ستاسي اوهم ټولې سیمې لپاره مثبتې پایلې ولري.
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۱/۴/۶ـ۲۰۱۰/۳/۲۱