د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو پر رسنيو لګېدلي نوي بنديزونه غندلي

اماره 04.03.2010 11:51

طالبانو د افغانستان د دولت له خوا پر تصويري رسنيو لګېدلي هغه بنديزونه غندلي چې له مخې يې هېڅ تصويري رسنۍ نشي کولای دجګړ ه ييزو پېښو ژوندي تصويرونه خپاره کړي. 

د طالبانو اعلاميه :  

دنړیوالوخبري رسنیودخبرله مخې د کابل ادارې رسنيو ته اخطار ورکړی چي له دوﺉ سره ترقبلي تفاهم مخکې دې دپیښو ژوندي رپوټونه نه خپروي؛کنه له دغه اخطارنه دسرغړاوي په صورت کې به داړوندې رسنۍ کارکونکي ګرفتار ،نشراتي وسایل به یې ضبط اوددوﺉ ترکنټرول لاندې ساحه کې به یې په نشراتي فعالیت بندیزولګول شي.
په داسې حال کې چې دکابل  ادارې دغه نامعقول اقدام دنړیوالوخبري رسنیو ،مدني ټولنو اوبشري حقوقو دسازمانونوله لوري غندل شوی اسلامی امارت هم هغه د بيان د ازادۍ د پيژندل شويو سالمو اصولو خلاف عمل بولي اوپه وړاندې یې لاندې ټکې اعلاموي :
۱ ـ دخپلواکوخبري رسنیوپه خپرونو دغه نشراتي بندیز په حقیقت کې دهغوﺉ له لوري په هغوناکامیواوفضیحتونوپرده اچول دي چې دهیوادپه ګوټ ګوټ کې له مجاهدینوسره دمقابلې په ډګرکې دوﺉ ورسره مخامخ دي.
۲ ـ په خپلواکورسنیوباندې دغه نشراتې انحصار په خپل ذات کې دکابل ادارې له لوري دخودارادیت ،استقلال اودبیان دآزادي دمعقولومعیارنواومقرراتوپه ضد داسې اقدام دی چې د هیڅ ملي اوبین المللي قوانینیوله مخې دتوجیه وړنه دی.
۳ ـ دکابل اداري دغه ناموجه اقدام په حقیقت کې د امریکایانوله هغوبشري ضدکړنوڅخه سرچینه اخلي چې دوﺉ یې دنړۍ په هر ګوټ کې دخپل دیکتاتوریت اوپه خپلواکو ولسونوباندې دخپلې منفورې ارادې دتحمیلولوپه غرض ترسره کوي.
۴ ـ اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخبري رسنیوټول فعالان اوژورنالستان په افغانستان کې دځمکنیو واقعیتونوسالم خپراوي ته رابولي دهغه ترڅنګ دټولوحقیقت پالوژورنالستانو،راپورټرانواو پوټو ګرافرانو دهغوشجاعانه هلوځلوسخت درناوی اوتقدیرکوي کوم چې دافغاني قضیې دځمکنیوواقعیتونودواقعي انعکاس په لاره کې یې له داشانې ګواښونواوکړاوونوسره سره ترسره کوي .
۵ ـ اسلامي امارت دخپلې مخکنۍ غوښتنې په تعقیب دټولوخپلواکوخبري رسنیو کارکوونکوته بلنه ورکوي چې دخپل صحافتي رسالت اونړیوالوته دافغانستان دپیښودسالم انعکاس په منظوردې دبهرنیویرغلګروله حمایې پرته دمجاهدینوپه لاس دیرغلګروپوځي خسارات اودیرغلګروله لوري عامه شتمنیوته درسیدلیوتلفاتو جاج واخلي اوبیادي دنړیوال قضاوت لپاره هغه دخپلوخبري شبکوله لارې نشرته وسپاري .