د طلوع څښتن هم د عبدالله عبدالله د دعوی پلوي کوي
25.10.2009 15:29سعد محسني خپل شرکت د امريکا په مالي مرسته جوړ کړی دی.
د طلوع تلويزيون څښتن سعد محسني د عبدالله عبدالله د هغې دعوی چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشرانو د لرې کولو په اړه یې لري پلوي کوي.
سعد محسني واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ته ويلي دي چې په لومړي پړاو کې د یو مليون رایو د باطلولو په ترڅ کې بايد دا پوښتنه وشي چې د ټاکنو خپلواک کميسيون څه کول او دا بايد معلومه کړای شي چې د دې کار مسولين څوک وو.
د ډيلي بيسټ يو ژورناليست ته محسني ويلي دي ټاکنې یوه ناکامي وه او د ملګرو ملتونو استازي کای ايده سره بايد حساب کتاب وشي. نوموړی وايي چې د کاي ايده مرستيال ګالبرټ - چې موده مخکې له دندې ګوښه کړای شو - یې خوښېږي او درناوی ورته لري.
د يادونې وړ ده چې سعد محسني د طلوع تلويزيون تر څنګ د لمر په نامه په پښتو ژبه هم یو تلويزيون لري چې د طلوع تلويزيون په شان نفاق او غربي کولتور ته لمن وهي. سعد محسني په امريکا کې یو تلويزيوني پروګرام کې ويلي و چې غواړي د تلويزيوني پرواګرامونو له لارې په افغاني ټولنه کې بدلون راولي. نوموړی په دې باور دی چې د بدلون راوستلو لپاره ډېر کار ته اړتيا ليدل کېږي. نوموړي وايي چې له دې لارې د اسلام پالو سره مقاومت کوي.
سعد محسني خپل تلويزيوني چينلونه او ارمان راډیو د امريکا په مرستو جوړ کړي دي او د ټاکنو د لومړي پړاو څخه تر اوسه عبدالله عبدالله ته کمپاين کوي. خو اخري څرګندونې یې لومړی ځل دی چې دا په ډاګه کوي چې نوموړی د عبدالله عبدالله کلک ملاتړی دی.
د طلوع او لمر برسېره د اريانا تلويزيون هم عبدالله عبدالله ته په خپرونو کې کمپاين کوي. د اريانا تلويزيون په ټاکنيزو بحثونو کې چې ټول په دري ژبه دي یواځې د عبدالله پلويان خبرو ته بلل کېږي. که د کرزي پلويان وربلل شي، د خبرو کولو وخت نه ورکول کېږي.
د اريانا تلويزيون څښتن احسان الله بيات دی .
د يادولو ده چې ټاکنې د امريکا او اروپا د فشارونو په نتيجه کې دويم پړاو ته لاړې او د غرب پلوو رسنيو له چلنده داسې ښکاري چې په ګډه د غرب کومې بلې سترې دسيسې لپاره همغږي شوي دي او ورته کار کوي.