د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ بورډ: هيله ده چې په کاناډا کې پاتې شوي افغان لوبغاړي راستانه شي

کمال الدين رنځور 17.09.2009 14:02

د پژواک خبري اژانس ويلي دي چې د افغانستان د ۱۹ کالو څخه د کم عمر د لوبډلې ۵ لوبغاړي او روزونکی یې په کاناډا کې پټ شوي دي او بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.

داسې ښکاري چې پټ شوي لوبغاړي او روزونکی یې په کاناډا کې د سياسي پناه اخيستلو کوښښ کوي. د افغانستان د کرکټ د بورډ وياند سيدشاه امينزی خبر تاييدوي او وايي چې پاتې شوو لوبغاړو ورڅخه د یوې اونۍ د پاتې کېدو اجازه غوښتې وه تر څو په کاناډا کې چکر ووهي. امينزی وايي چې لوبغاړي اوس هم وايي چې یوه اونۍ وروسته بېرته هېواد ته ستنېږو خو د کرکټ بورډ باوري نه دی چې دا کار به وشي او که نه.

سيد شاه امينزی وايي چې د لوبډلې روزونکي دولت ځاځي او ۵ لوبغاړو (اکبر هوتک، اقبال مالکي، ایوب احمدزي، ايمل وفا او زرد علي) سره یې د یوې اونۍ لپاره د پاتې کېدو خبره ځکه ونه منله چې په لوبډله کې دو لوبغاړي ناروغ وو او د اختر لپاره بايد هېواد ته راستانه شوي وو. نوموړی وايي چې له سفر څخه یې دوه ساعته مخکې پاتې شوو کسانو ته ټيلي فون وکړ خو هغوی وویل چې د لوبډلې سره سفر نه شي کولای.

د امينزي په وينا د پاتې شوو کسانو پاسپورتونه یې په کاناډا کې پرېښي دي، د سفر وخت یې ورته د راتلونکې چارشنبې  په ورځ په الوتکو کې باوري کړی دی تر څو د امکان په صورت کې بېرته هېواد ته ستانه شي. امينزي وايي چې لوبغاړي تر راتلونکې چارشنبې ورځې پورې د کاناډا ويزه لري.

امينزي وویل چې د کرکټ ټول مسوولين په دې کار خفه دي او د کرکټ راتلونکې ته په تشويش کې دي. نوموړي وويل چې هيله مند دی لوبغاړي بېرته هېواد ته راستانه شي او په کاناډا کې د پاتې کېدو هوډ ونه کړي.

د ځوانانو لوبډله د تېرې چارشنبې په ورځ کابل ته راورسېده چې د دولت او ولس له خوا یې تود هرکلی وشو. لوبډله پوره نه وه او سمې نيمې لوبډلې تود هرکلی ونه ليد. د لوبډلې هرکلي ته د ماليې وزير ډاکتر عمر زاخېلوال، د ملي شورا یو شمېر وکيلان او لوړپوړي چارواکي ورغلي وو.

دا لومړی ځل دی چې افغان کرکټ لوبغاړي په بهر کې پټېږي. تر دې دمخه د فوټبال، ځغاستې او یو شمېر نورو لوبو افغان لوبغاړي په بهر کې پټ شوي او بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.

په هېواد کې د کرکټ مينه والو ته په کاناډا کې د افغان لوبغاړو پټېدل غموونکی خبر دی. د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو په دې اړه تر اوسه ډېره ښه سابقه لرله، خو  داسې شرمونکی سلوک به په راتلونکې کې افغان لوبغاړو ته د کور دننه او بهر ستونزې پيدا او په هېواد کې به د کرکټ په پرمختګ منفي اغېزه وکړي . امکان لري چې چارواکي زړه ښه نه کړي د کرکټ د پرمختګ لپاره کار وکړي. همداراز به افغان لوبغاړو ت هسخته شي چې په نړيوالو سيالیو کې د برخې اخيستو لپاره په اسانه ويزې تر لاسه کړي. بهرنيو ته به هم د افغان چارواکو اعتبار پېکه کړي.

د يادونې ده چې په کاناډا کې د یوګانډا د لوبډلې څخه هم ۶ لوبغاړي پټ شوي دي او بېرته هېواد ته نه دي ستانه شوي.

د سيراليون لوبغاړو ته په سيراليون کې د کاناډا سفارت له همدې کبله ويزې ورنه کړې چې وېره وه لوبغاړي به په کاناډا کې پټ شي. د سيراليون لوبډلې د کاناډا په سيالۍ برخه وانه خيسته.