د ټاکنو لومړۍ پایله اعلان شوه، حامد کرزي ګټلې ده
17.09.2009 09:24د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو د ۱۰۰٪ رایو د شمېرلو څخه وروسته لومړۍ پايله اعلان کړه. په اعلان شوو رایو کې برحال ولسمشر حامد کرزي ۵۴،۶۲٪ رایو په اخيستو ګټونکی دی.
حامد کرزي ته نږدې سيال د بهرنیو چارو پخوانی وزير عبدالله عبدالله په دویم نمبر ۲۷،۷۵٪ رایې اخيستي دي. رمضان بشردوست ۹،۲٪،او ډاکتر اشرف غني احمدزي ۲،۷۳٪ رایې اخيستي دي. ميرويس ياسيني د ۵۰۴۶۱ رایو په اخيستو ۵ نمره دی.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې دا لومړۍ پايلې دي او وروستۍ پايلې به د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون لخوا د شکايتونو تر پلټلو وروسته اعلان کړي.

