اروپايي ټولنه: د حامد کرزي، عبدالله او بشردوست په ګټه درغلي شوې ده
10.09.2009 09:29د اروپايي ټولنې څارونکو ويلي دي چې له ١٩زره انتخابي مرکزونو څخه د درې زره انتخابي مرکزونو مشکوکې رايې یې شمېرلي دي چې ټولې ۷ لکه ۵۰ زره رايې کيږي. دا مشکوکي رایې ۶۵٪ د کررزي، ۲۵٪ دعبدالله او ۱۰٪ د رمضان بشردوست په ګټه کارول شوي دي.
دا خبره د اروپايي ټولنې د څارونکي ماموريت مرستيالې مشري دميترا الويانو بي بي سي ته کړې ده.
په راپور کې راغلي دي چې ميرمن الويانو ويلي دي چې دا درغلي د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې شوې ده، خو ډېری یې په سوېل سوېل ختيزو ولايتونوکې شوې ده.
که په پورته اندازه رایې لغوه اعلان شي نو تر اوسه په شمېرل شوو رایو کې به د ولسمشر کرزي رایې له ۵۴،۱٪ څخه ۵۲،۳٪ ته ښکته، د عبدالله عبدالله رایې به له ۲۸،۳٪ څخه ۲۸،۸ ته پورته، او د بشردوست رایې به له ۹،۳٪ څخه ۹،۱٪ ته ښکته کړي.
د دې رایو باطلول به د پاتې دوه مخکښو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ميرويس ياسيني سره هم ډېره مرسته ونه کړي. د اشرف غني رایې به له ۲،۷٪ څخه ۳،۱۳٪ ته او د ياسيني رایې به ۰،۹٪ څخه ۱٪ ته جګې کړي.
د يادونې ده چې له دې مخکې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون هم ويلي و چې په ټاکنو کې یې د درغلۍ کره شواهد ليدلي دي. له همدې کبله دې کميسيون په یو شمېر مرکزونو کې د رایو د بيا شمېرنې امر کړی دی.
نوموړي کميسيون په یوه اعلاميه کې ويلي و چې ((د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون خپل د تحقيق په ترڅ کې د درغليو مقنع او واضحه شواهد تر لاسه کړي دي.)) له همدې کبله د شکايتونو کميسيون پرېکړه وکړه چې په هغه مرکزونو کې چې کوم کانديد له ۹۵٪ څخه زياتې رایې وړي وي او یا په کې له ۶۰۰ زياتې رایې کارول شوي وي بيا شمېرنه وکړي.
د يادونې ده چې ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، او رمضان بشردوست په ډېرو داسې مرکزونو له ۹۵٪ څخه زياتې رایې وړ دي.
په درغليو کې د کرزي، عبدالله او بشردوست د تورنېدو څخه وروسته مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ميرويس ياسيني دي چې په دې تور نه دي تورن شوي او دواړه په ټاکنو کې په حامد کرزي او عبدالله د درغليو تور لګوي.
کرزی او عبدالله دواړه د ټاکنو له ورځې راهيسي په درغليو تورن شوي و، خو د حیرانونکي دا ده چې د رمضان بشردوست په ګټه- چې ټاکنیزه نښه یې سپينه کوتره ده -هم د درغلۍ څرک ولګېد.

