د پکتيکا په ښرنه کې د طالبانو له ويرې درې ښوونځي وتړل شول
08.09.2009 11:50د باختر خبري اژانس ويلي دي چې د ښرنې په ښارکې د طالبانو د ګواښ له امله د حضرت بلال ، الجهاد ،او بابا ښوونځي تړل شوي دي. دا ښوونځي د رايو ورکولو د مرکزونو په توګه کارول شوي وو.
د دې ښوونځيو په تړل کېدو سره شاوخوا دوه زره تنه نجو نې او هلکان د زده کړې له رڼا محروم شول.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو د تهديدونو په پايله کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په سلګونو ښوونځي سوځول شوي، ویجاړ شوي او يا هم تړلي پاتې دي. په یو شمېر سيمو کې وخت ناوخته وسلوالو په ښوونکو او زده کونکو بريدونه هم کړي او مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
طالبانو یواځې په کندهار کې دا مهال ۱۶۲ ښوونځي تړلي دي چې ډېری یې د دوی د اغېز په سيمو (سپين بولدک ،ارغندا ب ،ډنډ ، پنجوا يې ، ژيړى او ددا مان په ولسواليو )کې دي.
طالبانو تېر کال د هلمند د سيوري په ولسوالۍ کې له یو ښوونکي غوږونه هم پرې کړي وو.
د يادونې وړ ده چې طالبان او نور وسلوال ښوونځي یواځې د پښتنو په سيمو کې سيځي، ويجاړوي او زدوه کونکي د علم له رڼا محروموي.
د یو شمېر شننونکو په باور وسلوال دا کارونه د بهرنیو استخباراتي کړيو په اشاره کوي تر څو پښتانه بې ښوونې او روزنې پاتې او په هېواد او سيمه کې محکوم اوسي.

