د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټاکنو د پايلو پښتو ويبپاڼه هم پر ليکه شوه

کمال الدين رنځور 03.09.2009 09:31

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون له اوږد ځنډ څخه وروسته د ټاکنو د پايلو پښتو ويبپاڼه هم پر ليکه کړه. نوموړي ارګان د دري او انګليسي ويبپاڼه لا پخوا په ليکه کړې وه.

دې کار ډېرو هېوادوالو او رسنيو ته د ټاکنو د پايلو په اړه د سمو معلوماتو په رسولو کې ستونزې پيدا کړې وې.

د ټاکنو خپلواک کميسيون ټول افغان.کام ته مخکې ويلي و چې دوی د پښتو ويبپاڼې په ليکه کولو هڅې کوي خو د یو لړ تخنيکي ستونزو سره مخ او ژر به یې په ليکه کړي.

هغه هېوادوال چې ټول افغان.کام ته یې په دې اړه شکايتونه رالېږلي و کولای شي د ټاکنو پايله په پښتو ژبه په دې ادرس تعقيب کړي:

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پايلو پښتو ويبپاڼه