د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ د ځوانانو ملي لوبډلې ويزې اخيستي او کاناډا ته به په وخت ورسېږي

کمال الدين رنځور 03.09.2009 09:40

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغانستان د کرکټ بورډ ورته خبر ورکړی دی چې د۱۹ کاله څخه د کم عمر لوبډلې لوبغاړو د کاناډا ويزې لاس ته راوړي او د کاناډا ټورنټو ته یې په الوتکو کې ځایونه هم پيدا کړي تر څو د سپتمبر له ۵ مخکې د  نړیوال جام د غوراوۍ په سيالۍ کې د برخې اخيستو په موخه ځانونه ورورسوي.

مخکې د کرکټ نړيوالې شورا ويلي و چې افغان لوبډلې ويزې نه دي اخيستي او د سپتمبر تر ۵ پورې په الوتکو کې ځایونه هم نشته دی چې دوی کاناډا ته په وخت ورورسوي.

اوس د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان د کرکټ د بورډ له خوا خبر ورکړل شوی چې د ځوانانو لوبډله به له کابله دوبۍ او له دوبۍ ټورنټو ته الوت کوي. د افغان لوبډلې نصيب په دې ښه و چې له دوبۍ تر ټورنټو په يوه الوتنه کې ډېرو خلکو خپل ځايونه لغوه کړل چې په پايله کې افغان لوبغاړو ته فرصت برابر شو تر څو کاناډا ته ځانونه ورسوي.

دا په هېواد کې د کرکټ مينه والو ته ښه زېری دی. د ځوانانو لوبډله نړيوال جام ته د وتلو ښه فرصت لري ځکه چې له دې سياليو شپږ هېوادونه نړیوال جام ته ووځي. افغانستان د دې سياليو د څلورو مخکښو لوبډلو په کتار کې شمېرل کېږي.

د کاناډا د سيالۍ مدير ډيويډ ترولي ويلي دي چې: ((له هغې وروسته چې په سيالۍ کې د افغان لوبډلې د ليدلو ټولې هيلې ورکې شوې وې،په تېرو ۲۴ او ۴۸ ګړيو کې د افغان لوبډلې نصیب بيدار شواو اوس ټورنټو ته په لاره دي.))

د کرکټ نړيواله شورا وايي چې د یو بل هېواد سيراليون لوبغاړي اوس هم د ويزې په تمه دي او ډېر امکان لري چې په سيالۍ کې برخه وانخلي.

د ځوانانو د نړيوال جام د غوراوي لوبې د سپتمبر په لومړۍ نېټه په کاناډا کې پیل شوي. د کرکټ نړيوالې شورا د افغانستان له  ناوخته کېدو له امله  د پاتې لوبډلو لپاره مهال ويش بدل کړی دی. افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن  د کابل په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ بجو د ايرلينډ د هېواد سره پيلوي. له سفره ستړو افغان لوبغاړو ته به د ايرلينډ پياوړې لوبډلې ته ماته ورکول یو څه ستونزمن وي.

تر دې دمه د سيالۍ حال په لاندې ډول دی:

هېواد ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
پاپوانیوګيني ۲ ۰ ۴  
ايرلينډ ۱ ۰ ۲  
امريکا ۱ ۰ ۲  
کاناډا ۱ ۱ ۲  
هالينډ ۱ ۱ ۲  
یوګانډا ۱ ۱ ۲  
هانګ کانګ ۰ ۲ ۰  
واناتو ۰ ۲ ۰  
افغانستان ۰ ۰ ۰  
سيراليون ۰ ۰ ۰