د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ايران کې د واک لانجه دېرش کلنه ده

کمال الدين رنځور 15.06.2009 10:05

په ايران کې د واک لانجه دېرش کلنه ده

په ايران کې د توندلارو او منځلارو تر منځ اختلافات دېرش کاله مخکې د خوميني د اسلامي انقلاب له پيله پيل شوي دي. د ايران لومړی ولسمشر ابوالحسن بني صدر ډېر زر پس له هغې چې ولسمشر غوره شو د واک له ګدۍ ځکه لرې کړای شو چې د توندلارو نه خوښېده. نوموړی د ۱۶ مياشتو حکومت کولو څخه وروسته توندرو له دندې په دې بهانه ګوښه کړ چې وړتيا یې نه لري. بني صدر بيا پاريس ته وتښتېد او د ايران د نظام د ړنګولو وسله واله مبارزه یې پیل کړه.

تر هغه وروسته ولسمشر علي رجايي نومېده چېد بم په چاودنه کې ووژل شو.

تر رجايي وروسته د ايران اوسنی ستر لارښود یا ولي فقیه علي اکبر خامنيي ولسمشر شو. په اوسنيو ټولټاکنو کې مات شوی کانديد مير حسين موسوي د خامنيي د ولسمشرۍ په مهال لومړی وزير و. د دوی تر منځ اختلافات خورا زيات وو او ډېری وخت به په خپله د هغه وخت ستر لارښود روح الله خوميني په منځګړيتوب د دوی ترمنځ شخړې هوارېدلې.

د خوميني تر مرګه وروسته علي اکبر خامنيي ستر لارښود غوره کړای شو. خامنيي چې د لومړي وزير له منصبه ښې خاطرې نه لرلې، دا منصب له منځه یووړ او د لومړي وزير ټول واک یې هم ولسمشر ته ورکړ.

د خامنيي د وخت لومړي وزير مير حسين موسوي اوس  غوښتل په داسې حال کې ولسمشر شي چې د نوموړي د لومړي وزيرتوب د وخت ولسمشر ستر لارښود دی.

شنونکي په دې باور دي چې خامنيي د موسوي په مقابل کې د احمدي نژاد ملاتړ کاوه.  شنونکي دا هم وايي چې خامنيي دا شاید ونه شي زغملای چې مير حسين موسوي دي بيا ورسره د ايران واک شريک کړي او زړې بدې خاطرې ورپه ياد کړي. له بله پلوه داسې ښکاري چې موسوي هم نه غواړي خامنيي او احمدي نژاد ته په اسانه تسليم شي. موسوي هم د ايران په حاکم نظام کې د پخوانیو ولسمشرانو محمد خاتمي او هاشمي رفسنجاني په شان (چې دا مهال د اساسي قانونو د ساتنې د شورا مشر دی) ملاتړي لري.

1_920974_1_34

که د ايران د ټولټاکنو شخړه په ارامه منځلاري او توندلاري سره حل نه کړي، په ايران کې به په راتلونکو ورځو شپو کې سياسي ډګر او کېدای شي امني ډګر هم خورا ګرم او له پېښو ډک وي.