ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکایي مقامات: روسیې پر اوکراین د برید لپاره ۷۰فیصده لازم ځواکونه په پوله میشت کړي

امریکایي مقامات وایي روسیې پر اوکراین باندې د برید لپاره ۷۰ فیصده لازم ځواکونه ددې هیواد په پوله ځای پر ځای کړي دي.  

06.02.2022 امریکا غږ

د طالبانو ادعا: د مخکني هوایي ځواک پنځه پیلوټان افغانستان ته راستانه شول 

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ادعا کوي‌ چې د افغانستان د مخکني حکومت پنځه پیلوټان، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته بهرنیو هېوادونو ته تللي وو، بېرته افغانستان ته راستانه شوي‌ دي.

06.02.2022 امریکا غږ

ایران وايي د ویانا په مذاکراتو کې د ژمنو توازن نشته 

د ایران یو لوړ پوړی چارواکي وايي واشنګنټن او تهران نه دي توانېدلي چې د اتومي موافقې د بیا ژوندۍ کولو لپاره د ویانا په خبرو کې په خپلو ژمنو کې «توازن» رامنځ ‌ته کړي. 

06.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

06.02.2022 امریکا غږ

پاکستان کې د چین نورې پانګې خو څېړونکي وايي کارونه کم يا ورو دي

د چین د پانګو يا سرمايه تر ټولو لوی مرکز، بلوجستان کې زیاتېدونکې نا ارامي او د پاکستان د جنوب نه تر شمالپورې د چین په کارکونکو باندې وروستيو حملو په دواړو هېوادونو، چین او پاکستان کې د سي پېک اینده په اړهاندېښنې ډېرې کړي دي.  دغه ستونزه په خپل ځای خو د پاکستان اقتصادي وضعه د سي پېک د راتلونکي لپاره یو بل علت دی. د امریکا معتبرېورځپاڼې د جنورۍ په 23مه په يوه مقاله کې لیکلي وو چې پاکستان په 2020م کې د چین سره د بجلۍ د پروژو پههکله د اخستل شوو ګران بیعه پورونو او پانګو ته د بیا کتنې خواست کړی وو خو چين هغه خواست رد کړی وو او دپاکستان نه يې غوښتي وو چې د بجلۍ جوړلو چينايي شرکتونو ته دې د هغوی 1.4 اربه ډالره بېرته ورکړي.  د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر قېصر بنګالي وي او ای ډيوه ته وايي په پاکستان کې د سي پېک د راهدارۍ د پروژې پهاړه غټې دعوې کېږي خو وايي ددې لاندې په زياتره منصوبو د مفاهمت د ېاداښتونو خبره په وړاندې نه ده تللې. هغه وايي د سى پېک لاندې شپږ اووه منصوبې مکمل شوې دي. او دې سره که مونږه د چين او پاکستان د ازاد تجارتلوظنامه هم شامله کړو نو د هغې توله هم د چين په حق کې ده. ښاغلی بنګالي وايي پاکستان داسې صنعتي اډانه نه لري چې چين ته خپل جوړ مصنوعات ولېږي او پاکستان ددغهلوظنامې لاندې صرف درآمدات کوي او چين ته دېر کم برآمدات کوى. د وزیراعظم عمران خان سره چين ته په تلونکي پلاوي کې د سي پېک لپاره د هغه مشیر خالد منصور مېډيا ته ویلي دنوو لوظنامو تر مخه به چين په ګوادر کې د اوسپنې او کاغذ د بیا کارولو کارخانه جوړوي. هغه وايي بله پروژه بهلاهور ته نزدې د تار کارخانه وي. د ګوادر د پروژې ارزښت 3.5 اربه او د لاهور کې د پانګو ارزښت 350 ملینه ډالرهښودل کېږي. خبريال خالد عزیز چې په ځانګړي توګه د پاکستان چين په اقتصادي راهدارۍ کار کوي ډيوه ته وايي دا اوس چې د چيناو پاکستان ترمنځ کومه د انډسټريل کواپرېش لوظنامه وشوه نو ددې لاندې  په پاکستان کې خصوصي اقتصادي زونزمکمل شوې دي. او ښکاري چې کال دوه کې به د څلوېښتو نه زيات زونز جوړ شي خو اندېښنه دا ده چې ددې سره به دچاپیریال خيجن والې زيات شي. هغه وايي تر څو چې د ګوادر بندر ګاه خبره ده نو په لوظنامه کې ښکاره ليکلي دي چې ددې د محصولاتو 91 سلنهبرخه به چين ته ځي. پاکستان کې د سي پېک لاندې د منصوبو او د هغې د لګښتونو تفصيلات نه تر لاسه کېږي. د پاکستان پارلېمان ته هم دچينايي پانګو او په دغو کې د چین د برخې په اړه د ورکړل شوو معلوماتو په کره والي یاندې پارلېماني غړو نیوکې اوشکونه کړي دي. خو راپوټونه وايي چې تراوسه پورې چين په بېلابېلو پروژو خواو شا 25 بيليېنه ډالره مصرف کړېدي. پدې کې د 2 ارب ډالره د سوکهي کناري د بجلۍ منصوبه ، د 2 ارب ډالره د کروټ ډېم پروژه، د درې نيم ارب ډالره دتهرکول د کوېلې نه د بجلۍ جوړولو منصوبه او ددې ترڅنګ په بلوچستان کې د 16 ارب ډالره د ګوادر بندر ګاهمنصوبه شامل ده. پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د څانگې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د پاکستان سولين او عسکري قيادتګڼل چې د چين له لوري د 62 ارب ډالره د پانګو سره به د هېواد اقتصادي حالت بدل شي خو وايي داسې ونشول. چينايي کمپنیانې چې کومې پېسې دلته لګوي نو هغه په يوه او بله طريقه بېرته وړي. هغه وايي چې کله تېر کال په داسو کې په چينايي وګړو تره ګر حمله وشوه نو هغه په کفن کې اخري مېخ ثابت شو اودا رپوټونه راغلي وو چې چين د پاکستان نه د تاوان غوښتنه کړې وه. په لومړي سر کې ویل شوي وو چې د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د پروژې لاندې چين به په پاکستان کې د 62 اربهډالرو پانګې کوي او ددې لاندې د سړکونو، زراعتو، بجلۍ او اوبو منصوبې جوړول شامل دي. د پاکستان حکومتيدریځ دی چې سي پېک به د هېواد قسمت بدلوي.

06.02.2022 ډیوه

پاکستان کې د چین نورې پانګې خو څېړونکي وايي کارونه کم يا ورو دي

د چین د پانګو يا سرمايه تر ټولو لوی مرکز، بلوجستان کې زیاتېدونکې نا ارامي او د پاکستان د جنوب نه تر شمال پورې د چین په کارکونکو باندې وروستيو حملو په دواړو هېوادونو، چین او پاکستان کې د سي پېک اینده په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.  دغه ستونزه په خپل ځای خو د پاکستان اقتصادي وضعه د سي پېک د راتلونکي لپاره یو بل علت دی. د امریکا معتبرې ورځپاڼې د جنورۍ په 23مه په يوه مقاله کې لیکلي وو چې پاکستان په 2020م کې د چین سره د بجلۍ د پروژو په هکله د اخستل شوو ګران بیعه پورونو او پانګو ته د بیا کتنې خواست کړی وو خو چين هغه خواست رد کړی وو او د پاکستان نه يې غوښتي وو چې د بجلۍ جوړلو چينايي شرکتونو ته دې د هغوی 1.4 اربه ډالره بېرته ورکړي.  د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر قېصر بنګالي وي او ای ډيوه ته وايي په پاکستان کې د سي پېک د راهدارۍ د پروژې په اړه غټې دعوې کېږي خو وايي ددې لاندې په زياتره منصوبو د مفاهمت د ېاداښتونو خبره په وړاندې نه ده تللې. هغه وايي د سى پېک لاندې شپږ اووه منصوبې مکمل شوې دي. او دې سره که مونږه د چين او پاکستان د ازاد تجارت لوظنامه هم شامله کړو نو د هغې توله هم د چين په حق کې ده. ښاغلی بنګالي وايي پاکستان داسې صنعتي اډانه نه لري چې چين ته خپل جوړ مصنوعات ولېږي او پاکستان ددغه لوظنامې لاندې صرف درآمدات کوي او چين ته دېر کم برآمدات کوى. د وزیراعظم عمران خان سره چين ته په تلونکي پلاوي کې د سي پېک لپاره د هغه مشیر خالد منصور مېډيا ته ویلي د نوو لوظنامو تر مخه به چين په ګوادر کې د اوسپنې او کاغذ د بیا کارولو کارخانه جوړوي. هغه وايي بله پروژه به لاهور ته نزدې د تار کارخانه وي. د ګوادر د پروژې ارزښت 3.5 اربه او د لاهور کې د پانګو ارزښت 350 ملینه ډالره ښودل کېږي. خبريال خالد عزیز چې په ځانګړي توګه د پاکستان چين په اقتصادي راهدارۍ کار کوي ډيوه ته وايي دا اوس چې د چين او پاکستان ترمنځ کومه د انډسټريل کواپرېش لوظنامه وشوه نو ددې لاندې  په پاکستان کې خصوصي اقتصادي زونز مکمل شوې دي. او ښکاري چې کال دوه کې به د څلوېښتو نه زيات زونز جوړ شي خو اندېښنه دا ده چې ددې سره به د چاپیریال خيجن والې زيات شي. هغه وايي تر څو چې د ګوادر بندر ګاه خبره ده نو په لوظنامه کې ښکاره ليکلي دي چې ددې د محصولاتو 91 سلنه برخه به چين ته ځي. پاکستان کې د سي پېک لاندې د منصوبو او د هغې د لګښتونو تفصيلات نه تر لاسه کېږي. د پاکستان پارلېمان ته هم د چينايي پانګو او په دغو کې د چین د برخې په اړه د ورکړل شوو معلوماتو په کره والي یاندې پارلېماني غړو نیوکې او شکونه کړي دي. خو راپوټونه وايي چې تراوسه پورې چين په بېلابېلو پروژو خواو شا 25 بيليېنه ډالره مصرف کړې دي. پدې کې د 2 ارب ډالره د سوکهي کناري د بجلۍ منصوبه ، د 2 ارب ډالره د کروټ ډېم پروژه، د درې نيم ارب ډالره د تهرکول د کوېلې نه د بجلۍ جوړولو منصوبه او ددې ترڅنګ په بلوچستان کې د 16 ارب ډالره د ګوادر بندر ګاه منصوبه شامل ده.   پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د څانگې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي د پاکستان سولين او عسکري قيادت ګڼل چې د چين له لوري د 62 ارب ډالره د پانګو سره به د هېواد اقتصادي حالت بدل شي خو وايي داسې ونشول. چينايي کمپنیانې چې کومې پېسې دلته لګوي نو هغه په يوه او بله طريقه بېرته وړي. هغه وايي چې کله تېر کال په داسو کې په چينايي وګړو تره ګر حمله وشوه نو هغه په کفن کې اخري مېخ ثابت شو او دا رپوټونه راغلي وو چې چين د پاکستان نه د تاوان غوښتنه کړې وه. په لومړي سر کې ویل شوي وو چې د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د پروژې لاندې چين به په پاکستان کې د 62 اربه ډالرو پانګې کوي او ددې لاندې د سړکونو، زراعتو، بجلۍ او اوبو منصوبې جوړول شامل دي. د پاکستان حکومتي دریځ دی چې سي پېک به د هېواد قسمت بدلوي  

06.02.2022 ډیوه

روغتیا وزارت: په کال کې ۴۰زره تنه افغانان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې په کال کې ۴۰زره تنه په سرطان ناروغۍ اخته کیږي.

06.02.2022 امریکا غږ

ایي ایم ایف پاکستان ته د ودانۍ څانګه کې د رعایتونو ختمولو وینا کړې ده

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دپاکستان مرکزي بینک ته ویلي چې د کورونو جوړولو او ودانۍ په څانګو کې ورکړل شوي رعایتونه ختم کړي ځکه چې دا دپاکستان د تلپاتې پرمختیا او اقتصادي ثبات دپاره خطرې پیدا کوي. دپاکستان مرکزي  اسټیټ بینک د کورونو جوړولو دپاره په کم نه کم سود خلکو ته قرضې ورکوي او په کال ۲۰۲۰م کې یې کاروباري بینکونو ته ویلي وؤ چې د کال ۲۰۲۱م د وروستیو  پورې د قرضو ورکولو پینځه فیصدي هدف هم پوره کړي. اقتصاد پوهان وایي  د ودانۍ په څانګو کې رعایتونو نه یوازې غیر قانوني پیسو ته لاره هواره کړې بلکې په اقتصادي توګه د حکومت له خوا ورکړی شوي رعایتونه  دمالیاتي خسارې سوب هم جوړیږي. د اقتصاد ماهر او صحافي طاهر وي او ای ډيوه ته ویلي د ودانۍ په څانګو کې د ورکړی شوؤ رعایتونو په ذریعه زیاتره د غیرقانوني پیسو استعمال کیږي چې له امله یې د مالیې په مد کې  قامی اقتصاد ته  تاوان رسیږي. هغه وایي نړیوالې مالیاتي ادارې دپیل راهسې  د ودانۍ  څانګه کې په ورکړل شوؤ رعایتونو  نیوکې کړې وې خو په هغه وخت د پاکستان اقتصاد  مشکلاتو سره مخ ؤ  ځکه دپاکستان حکومت دغه رعایتونه مخ په وړاندې بوتلل. ښاغلی طاهر زیاتوي دغیر قانونې پیسو په وړلو راوړلو او استعمال د وړاندې نه ایف ای ټي ایف قدغن لګولی دی. نوموړی وایي دمرکزي بینک له خوا د کاروبارونو نه پینځه فیصده قرضې د سود په کمه شرحه ورکول ډوبیدلی هم شي او دا اکثره حقدارو ته هم نه ترلاسه کیږي او هغه مطلوبه نتیجې یې هم نه دي ورکړې دکومو لپاره چې دا قرضې ورکړل کیږي.  د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د کورونو جوړولو دپاره د قرضو اسان سکيم "زما کور زما پاکستان "ترنامه لاندې معرفي کړی ؤ او د ودانۍ په څانګه کې یې په پانګونو مالیه هم راکمه کړی وه چې له امله یې د ودانۍ په فعالیتونو کې اضافه شوې وه . مرکزي بینک په کال 2020م کې کاروباري بینکونو ته هم ويلي وؤ چې د دسمبر کال 2021م پورې باید  د کورونو جوړولو دپاره په اسانو شرطونو د بینکونو نه 5 فیصدي دقرضو ورکولو هدف ترلاسه کړي. مرکزي بینک  دغه قرضې  په 3فیصدي، 5فیصدي،7فیصدي او 9فیصدي  سود اعلان کړې وې او د مرکزي حکومت له خوا په دغه قرضو رعایتونه ورکړی شوي وؤ خو ایي ایم ایف وایي دغه رعایتونه دې بېرته واخستل شي ځکه چې دې سره ملکي اقتصاد ته خطرې راولاړیږي . داقتصاد ماهر وکیل رحمان وایي نړیوالې مالیاتي ادارې دپاکستان حکومت نه د ټولو رعایتونو دبېرته اخستو غوښتنه کړې ده ځکه چې دې سره د بجټ خساره زیاتیږي اؤ  ایي ایم ایف وړاندې او اوس هم په پاکستان دا زور راوړي چې خپله مالیاتی خساره راکمه او ټيکسونه زیات کړي. ایم ایف وایي که پاکستان داسې وکړي نو دې سره به یې اقتصادي توله برابره شي . دایي ایم ایف غوښتنو کې دا هم ده چې پاکستان باید خلکو ته ورکړل کیدونکي ټول رعایتونه ټول ختم کړي، د بجلی او ګیس په مد کې ګردشي قرضې راکمې کړي او د بینکونو نه چې کومې په رعایتي بنيادونو قرضې ورکړی کیږی هغه دې ختمې کړي  ترڅو له دې لارې د بجټ خساره راکمه کړي.  د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ایي ایم ایف په وینا د پارلیمان څخه مالیاتي او د مرکزي بینک ترمیمی بل هم منظور کړی ؤ چې له وجې یې په مختلفو شیانو د 360اربو روپو ټيکسونه لګول شوي دي او مرکزي بینک هم خپلواکه کړی شوی دی. د پاکستان مرکزي بینک وایي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې له خوا ورته د یو ارب ډالرو نه زیات رقم منتقل شوی دی خو اقتصادی پوهان وایي د ودانۍ څانګه کې د رعایتونو ختمولو سره به د ودانۍ په سامانونو منفي اغېزې وشي

06.02.2022 ډیوه

په بدخشان کې د شري یا سرخکانو لوړ شمېر؛ په تېرو دوه میاشتو کې ۷۰ ماشومان مړه شوي

په بدخشان ولایت کې له شري یا سرخان سره لاس او ګریوان ماشومان.   بدخشان کې د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو په خبره له تېرو ۲ میاشتو راپدېخوا د شري ناروغۍ له امله ۷۴ ماشومان په کوف اب ، دروازها او کوهستان راغ ها ولسوالیو کې مړه شوي دي.  په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د خپرونو او رسنیو مسؤل، معزالدین احمدي ازادی راډیو ته وویل:" شري په بدخشان کې د څه د پاسه ۷۰ماشومانو ژوند یې اخیستی، دغه ناروغۍ تر ډېره په کوف اب،دروازها او کوهستان راغ ها ولسوالیو کې خپره شوې ده او په ډېر سرعت سره دوام لري.موږ هیله مند یو چې په دې برخه کې په ځانګړې توګه د مرستندویه بڼسټونو له خوا جدي پاملرنه وشي"  ښاغلي احمدي وویل چې په تېرو دوه میاشتو کې یوازي د بدخشان په کوف اب ولسوالۍ کې ۵۰ ماشومان د سرخکان له امله مړه شوي دي.   په مخکېني حکومت کې هم د بدخشان ولایت اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د هغو سیموراوسېدونکو چې هلته د تګ امکانات کم دي، روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله شکایتونه کول.   خو د طالبانو حکومت له پیل او د افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندېدو وروسته، په ډېرو روغتیایي مرکزونو کې یا روغتیایي خدمات بند شوي او یا ورته لاسرسی کم دی.  فیاض د کوف اب ولسوالۍ او نجیب الله د فیض اباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی؛ دوي ازادي راډیو ته د شري ضد واکسین له نشتون شکایت کوي.   دوی وایي:" له تېرو درې میاشتو او په ځانګړي ډول په دې وروستیو ورځو کې د شري ناروغي په درواز او په ځانګړي توګه په کوف اب کې ډېره شوې او خلک روغتیایي خدماتو او د شري ضد واکسین ته لاسرسی نه لري"  "د سرخکانو ناروغۍ په دې شپو او ورځو کې په فیض اباد کې مخ په ډېرېدو ده، زموږ ماشومان یې مرګ ته رسولي دي، موږ هیله مند یو چې مرستندویه بنسټونه او روغتیايي سازمانونه دې برخې ته پاملرنه وکړي"  د بدخشان اوسېدونکي ګواښ کوي، که د طالبانو حکومت او روغتیایي سازمانونه د دې ناروغۍ له پرمختګ مخنیوی و نه کړي، دغه ناروغۍ به د بدخشان نورو سیمو او ان نېږدې ولایتونو ته هم ورسیږي.  هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د عامه روغتیا وزارت لید لوری هم ترلاسه کړو خو د دغه وزارت چارواکو زموږ اړیکو او پیغامونو ته ځواب رانکړ.   شری یا سرخکان ساري مرض دی او تر ډېره ماشومان او په ځانګړي توګه هغه ماشومان چې واکسین شوي نه وي په دې ناروغۍ اخته کېږي. 

06.02.2022 ازادي راډیو

کرمه کې دایف سي په چیک پوسټ د وسله والو بریدکې دمرګ ژوبلې په هکله بیلابیلې دعوې شوي

سرچينې وایي افغانستان سره دلګیدلي پولې ترڅنګ دخیبر پښتونخوا د کوزې کرمې قبایلي ضلعې په قمرمېله ايف سي چېک پوسټ وسله والو بريد کړي چې پکې دمرګ ژوبلې په اړه متضاد خبرونه مخې ته راروان دي. داتوار په ورځ ځایي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي برید کې  پینځه دایف سي عسکر وژل شوي چې پیژندګلو یې دنایک عجب نور، سپاهي ضیاءللہ ، سپاهي ناهید،سپاهي سمیر خان او سپاهي ساجد  په نومونو شوې ده. خو ځینې نورې امنیتي سرچینې بیا وایي چې د ترهګرو برید کې یوازې دوه دایف سي سرتیري ژوبل شوي دي. دپاکستاني طالبانو تحریک د یاد برید ذمه واري پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې یې شپږو دایف سي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي‌ ار لا په سمدستي توګه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي. ځايې سرچینو  وي او ای ډيوه ته تايد کړې چې تېره شپه وسله والو د افغانستان سره په پوله جوړ قمر مېله چېک پوسټ باندې بريد کړې چې پکې پینځه دایف سي عسکر وژل شوي خو امنیتي سرچینې بیا وایي چې برید کې یوازې دوه عسکر ژوبل شوي دي. په عین وخت کې سیمې نه دې برید کې د دریوؤ عسکرو د وژل کیدو اؤ څلورو نورو د ژوبل کیدو اطلاعات هم مخې ته راغلي خو دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار  یا ایف سي په رسمي ډول ددې دعوؤ پخلی یا تردید نه دی کړی. د افغانستان سره لګیدلو دخیبر پښتونخوا زیاتره قبایلي ضلعو کې چې دغه شان بریدونه یا د ورانکارۍ پېښې کیږي نو هغې کې د مرګ ژوبلې متضادې دعوې په میډيا مخې ته راځي ځکه چې خبریالان دغو سیمو ته د ورتګ اؤ په ازادانه ډول د رپورټنګ اجازه نه لري.  ځايې خلکو وي او ای ډيوه ته وويل  دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یې سیمه کې د راکټ لانچرو او نورو درنو اؤ سپکو وسلو ډزې اوریدلې دي.  دافغانستان پولې  سره نزدې کومه سیمه ع کې چې دا برید شوی هلته د پاکستان لوري ته دطوري او بنګش قبيلو خلک اوسيږي او پوري غاړه دافغانستان د خوست سيمه موقعیت لري. په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له  راتلو وروسته د اګست دمياشتې په وروستیو کې په قبایلي ضلعه باجوړ کې هم د افغانستان له لوري په پوځي چېک پوسټ بريد شوي ؤ چې پکې دوه پوځي عسکر وژل شوي وؤ او د پوځ وياندې ادارې ایي ايس پي ار د دوؤ نه دريوؤ پورې د وسله والو د وژلو دعوه کړي وه۔  او هم دغه شان پاکستاني پوځ د پولې پورې غاړې نه  بل بريد د اکتوبر په مياشت کې په کرمه ضلعه کې  تايد کړی ؤ۔ د پاکستان د کورنیو چارو وزير شیخ رشید احمد په دې وروستيو کې ويلي د ټي ټي پي وسله وال دافغانستان په ننګرهار، کونړ، خوست،پکتيا او نورستان ولایتونو کې خپل کېمپونه لري. خو د افغان طالبانو مرستیال وياند بلال کريمي د پولې پورې غاړه د کېمپونو په اړه ويلي د افغانستان خاوره به د هيڅ ګاونډي په صد کارول کيدو نه پريږدي۔  شيخ رشيد په بلوچستان کې د وروستيو بريدونو وروسته هم ويلي وؤ بريد کونکي د افغانستان نه وراوښتي وؤ۔  د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو برخو کې د افغان طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي دي۔ د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه يوازې په قبايلي ضلعو کې دجنورۍ په مياشت کې ۲۵ بريدونه شوي دي. دغسې ټې ټې پي د جنورۍ مياشت کې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ، روانه مياشت هم ټې ټې پي تر اوسه د څلورو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔ د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود ډيوه ته ويلي دوئ وړاندې څخه ويلي وؤ  چې د ټي ټي پي بريدونه به زياتيږي ځکه چې پاکستاني طالبان بيا خپلو علاقو ته د راتلو د پاره فعال دي۔  د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې اوربند اعلان شوی ؤ چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ. د تېر خيالي په ورځ د پاکستان د سینیټ د کورنيو چارو قايمه کميټۍ ته دداخله چارو وزير شيخ رشيد وويلي وؤ پاکستان خپل يو پلاوې ټي ټي پي ته د مذاکراتو د پاره ورلېږلې ؤ خو اوس اطلاعات دي چې دا خبري نه شي کاميابېدلی۔ دکورنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې طالبانو کوم شرطونه حکومت ته ایښي هغه دمنلو نه دي اؤ اوس د دې نه علاوه  بله لاره نه ده پاتې شوې چې طالبانو سره باید جګړه وکړل شي۔ شيخ رشيد وويل کېدای شي هغوی يعني تحريک طالبان پاکستان  په راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې نور غټ بریدونه هم وکړي۔.

06.02.2022 ډیوه

د پاکستان پوځ وايي کرمه ضلع کې په ترهګر حمله کې ۵ امنیتي ځواکونه وژلی شوي

د پاکستان پوځ وايي د خېبر پښتونخوا په کرمه قباېلي ضلع کې د افغانستان د پولې بل اړخ نه شوې ترهګر حمله کې پنځه امنیتي ځواکونه وژلی شوي. د پاکستان د پوځ ویاند ادارې، آي اېس پي آر په خپل یو بیان کې وېلي امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې. پوځ وېلي په دغه حمله کې لانس ناییک عجب نور، سپاهي ضیاءللہ خان ، سپاهي ناهید اقبال،سپاهي سمیرالله خان او سپاهي ساجد علي وژلی شوي. د پاکستان پوځ په خپل بیان کې وېلي، ”پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي. “ د پاکستاني طالبانو تحریک د حملې ذمه واري پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې یې شپږ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. ځايې خلکو وي او ای ډيوه ته ويلي دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یې سیمه کې د راکټ لانچرو او نورو درنو اؤ سپکو وسلو ډزې اوریدلې دي. افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د اګست دمياشتې په وروستیو کې په قبایلي ضلع باجوړ کې هم د افغانستان اړخ نه په پوځي چېک پوسټ بريد شوی ؤ چې پکې دوه امنیتي ځواکونه وژلی شوي وؤ. د پوځ وياند ادارې ایي ايس پي آر په دغه برید کې د دوؤ نه دريوؤ پورې وسله والو د وژلو دعوه کړي وه۔ د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو برخو کې د افغان طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي دي۔ د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه يوازې په قبايلي ضلعو کې دجنورۍ په مياشت کې ۲۵ بريدونه شوي دي. غېرقانونه تندروه ډلې، تحریک طالبان پاکستان د جنورۍ مياشت کې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ، روانه مياشت هم ټې ټې پي تر اوسه د څلورو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔ د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې ډزبندي اعلان شوې وه چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ

06.02.2022 ډیوه

سوات:دخوښې په واده کولو هلک اؤ جینۍ دغیرت په نوم وژل شوي

پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یو هلک اؤ جینۍ چې  په خوښه یې واده کړی ؤ، دغیرت په نوم وژل شوي دي. دسوات دچهار باغ ټاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او علي بادشاه وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه اوړمه شپه دچهارباغ په کچیان سیمه کې رامنځته شوې ده. هغه وایي د وژل شوي هلک پیژندګلو دمجیب رحمان ولد احمد جلال اؤ دجینۍ پیژندګلو دلاهور بي بي په نومونو شوې ده چې خپلو کې د ترور اؤ ماما بچي وؤ. دپولیسو دمشر په وینا دغه دواړه ښځه اؤ خاوند په اصل کې دکوهستان دجنکوټ سیمې دشها کلي اوسیدونکي وؤ اؤ یوازې پینځه ورځې وړاندې دسوات چهارباغ سیمې ته راغلي اؤ دلته په یو وړوکي کچه دکرایې کور کې میشته شوي وؤ. دپولیس مشر  وینا وه دوئ ته دابتدایي پلټنو نه معلومه شوې ده چې د وژل شوې جینۍ کورنۍ دکاروبار په لړ کې دخیبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې ژوند کوي اؤ وژل شوي مجیب رحمان هم دغلته دخپل ماما په کور کې اوسیدلو. هغه وایي دپلټنو په مهال ورته معلومه شوې ده چې ایبټ اباد کې دمجیب رحمان اؤ دهغه دماما دلور لاهور بي بي یو بل خوښ شوي وؤ اؤ دواړه شپږ،اووه میاشتې وړاندې له کوره تښتېدلي وؤ. ایس ایچ او علي بادشاه زیاتوي ، دوئ پینځه ورځې وړاندې دلته چهار باغ راغلي وؤ اؤ په یو کچه دکرایه کور کې میشته شوي وؤ ،خو پولیس ته د دواړو نکاح نامه هم په لاس ورغلې ده چې دهغې له مخې دوئ خپلو کې په خوښه واده کړی اؤ نکاح یې په ۲۱م ستمبر شوې وه چې دغه نکاح بیا دتیرې جنورۍ په ۳۰نیټه رجسټرډ شوې ده. دپولیس مشر وایي دوه ورځې وړاندې د وژل شوي هلک ورور هم چهارباغ ته په دوئ پسې راغلی ؤ اؤ معلومات ښایي چې هغه هم ددې هلک اؤ جینۍ سره په کور کې دوه شپې کړي دي خو هغه چې تللی نو په سبا ددغه کور نه د هلک اؤ جینۍ مړي ترلاسه شوي دي. پولیس وایي د دواړو وژل شوؤ کسانو مرۍ غوڅې کړل شوي اؤ تر مړینې وروسته دهغوئ جسدونه دپوسټ مارټم دپاره دخوازه خیلې روغتون ته رسول شوي دي. دپولیسو مشر وایي د وژل شوي هلک اؤ جینۍ دواړو کورنیو دغړو نه  ددې وژنو په هکله پلټنې کوي خو وایي دواړه کورنۍ په هیچا دعوه نه کوي. پاکستان په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو کې زیاتره وخت دغیرت په نوم دغسې وژنې کیږي اؤ تیره میاشت هم دجنورۍ په ۲۲مه دمردان په لوندخوړ سیمه کې یوه ۵۵ کلنه میرمنه اؤ دهغې لور دغیرت په نامه وژل شوې وې. د پاکستان د بشری حقونو د کمیشن د خیبر پښتونخوا صوبایي مرستیال مشر اکبر خان دمردان له پېښې ورورسته وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د پاکستان هر وګړي ته تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري ده او باید چې ریاست په داسی قسمه پیښو کې پخپله فریق جوړ شي او دغیرت په نوم وژنو کې ککړو ملزمانو ته سزا ورکړي.  دپاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي. د نړیوال جنډر ګیپ انډیکس کې پاکستان په 153 هیوادونو کې په 151 نمبر دی چرته چې د داسې قسمه پیښو مخ نیوی کولی شي. د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي

06.02.2022 ډیوه

د افغانستان درې لویې لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوي دي

د فواید عامې وزارت وايي، د واورې د اورښت او تېز باد له کبله نن یکشنبه فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) د سالنگ لویه لار د لنډ مهاله لپاره د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ بنده شوه.

06.02.2022 امریکا غږ

جمرود کې دنایي په دوکان ډزې، وسله والو ورته دحجامتونو کولو پسر ګواښونه کړي

افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خیبر کې نامعلومو وسله والو دیو نایي په دوکان ډزې کړي اؤ هغه ته یې ګواښونه کړي چې دخلکو حجامتونه به نه کوي. پولیس وایي دا پېښه دچارشنبې په شپه دخیبر ضلعې په جمرود سیمه کې رامخې ته شوې خو هیڅ یوې ډلې یا تن ددې پېښې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې. دبشري حقونو دپاره کارکوونکو اؤ دسیمې مشرانو دتندلارو په دې عمل اندېښنې ښودلي اؤ له چارواکو یې غوښتنه کړې چې دپېښې پلټنې وکړي اؤ په دې کې دککړو کسانو په ضد دې ګامونه واخلي. وي او ای اردو ویب پاڼې پخپل رپورټ کې دخیبر ضلعې دچارواکو له خولې لیکلي چې دچهارشنبې په ماښام په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو داحسان ابوبکر نومي یو نایي په دوکان ډزې کړې دي خو په دې ډزو کې چاته څه زیان نه دی رسیدلی. پولیس وایي تر ډزو وروسته دوؤ کسانو نایي ته په ورکړل شوې یوه لیکلې چیټۍ کې هغه ته ګواښ کړی دی چې د ږیرې خریلو اؤ حجامتونو نه لاس واخلي ګنې دسختو نتیجو سره به مخ شي. دجمرود تاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او امریکه غږ اردو ته ددې پېښې دپخلي په ترڅ کې ویلي چې پولیس دپېښې پلټنې کوي خو لا یې څوک دیادې پېښې په تړاؤ نیولي نه دي. پاکستان کې دبشري حقونو دغیر دولتي سازمان هیومن رائټس کمیشن اف پاکستان غړي منظور اپریدي وي او ای اردو څانګې ته ویلي چې ضلعې انتظامیې اؤ پولیسو ته به په وخت دداسې پېښو مخنیوي لپاره ګامونه اخستل وي ګنې تندلاریتوب ته مایله عناصر به سیمه کې نور هم زړور اؤ تندلاریتوب ته مائله شي. پروسکال هم پېښور سره پیوست چارسده ضلعه کې دسیمې یو نایي ته دځېنو کسانو لخوا دحجامتونو نه دلاس اخستو خبرداری ورکړل شوی ؤ. دا په داسې حال کې ده چې دتیراګست په میاشت کې په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ جوړیدو راپدیخوا پاکستان کې د ټي‌ ټي پي‌ یا پاکستاني طالبانو په فعالیتونو اؤ بریدونو کې اضافه لیدل شوې اؤ څېړونکي وایي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره د دواړو هیوادونو سرحدي سیمو کې یو وارې بیا دتندلارو فعالیتونه سیوا کیدای شي. دخیبر ضلعې څخه حکومتي ګوند سره تړاؤ لرونکي دپاکستان دقانون سازې اسمبلۍ غړي ښاغلي اقبال اپریدي امریکه غږ ته ویلي چې افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا سیمه کې دتندلاریتوب پېښې په زیاتېدو دي. هغه دعوه کړې چې ده نه پخپله هم دټیلي فون اؤ خطونو دلارې نامعلومو کسانو څو،څو واره قلنګ غوښتی دی اؤ ګواښونه یې ورته کړي دي. خو هغه وایي قانون پځائ کوونکو ادارو دغو کسانو په ضد ګامونه اخستي دي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد هم اوړمه ورځ منلې وه چې په پېښور کې خلکو نه دقلنګ غوښتنې لړۍ یو وارې بیا پیل شوې ده.

06.02.2022 ډیوه

دهند ستره سندرغاړې لتامنګیشکر د۹۳کالو په عمر کې مړه شوه

دهند ستره سندرغاړې لتامنګیشکر دکرونا ناروغۍ له امله د۹۳کالو په عمر خپلې سترګې دهمیش لپاره ددې نړۍ نه پټې کړې دي. لتا منګیشکر ته د تیرې میاشتې په ۱۱مه نېته دکرونا وایرس اخته ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ اؤ دسختې ناروغتیا په حالت کې دممبۍ بریج کینډي روغتون کې بستر کړل شوې وه. دهغې په مړینه دهندحکومت د دوؤ ورځو دملي ویر اعلان کړی دی اؤ دوه ورځې به په هند کې دلتامنګیشکر په یاد کې ملي بیرغ نیم کښو وي. دهند وزیراعظم نریندرا مودي وایي دلتامنګیشکر غمژنې مړینې سخت ځورولی اؤ دهندوستان دټولو خلکو سره هغه په دې غم کې برابر دی. دهندي رسنیو د رپوټونو له مخې لتاجي په کرونا وایرس داخته کیدو سره دنمونیا ناروغۍ ښکار هم وه اؤ هغه په روغتون کې ډاکټرانو په وینټي لیټر ساتلې وه خو تیره ورځ یې طبیعت بیخي ناسازه شوی ؤ اؤ علاج کوونکي ډاکټر یې پرتییت صمداني رسنیو ته ویلي وؤ چې د ژوند اؤ مرګ په یو نازک پړاؤ ولاړه ده. لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته. ۹۳نوي کلنې لتامنګیشکر په ۱۳ کلنۍ په کال ۱۹۴۲م کې دخپل پلار پنډت دینا ناتهـ له مړینې وروسته په سندرو ویلو پیل کړی ؤ . لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته. دهنر په نړۍ کې له قدم اېښودلو سمدستي وروسته هغې په یو څو فلمونو کې هم کار هم کړی ؤ خو مشهوره وروسته ترهغې شوه چې په کال ۱۹۴۹ کې یې دمحل نومې یو هندي فلم لپاره دا سندره وویله چې" آئے گا آنے والا آئے گا" دخپل اویا کلن هنري ژوند په اوږدو کې هغې په بیلابیلو ژبو کې تر۳۰زرو زیاتې سندرې ویلي دي اؤ په دې سندرو کې دهغې د اردو ژبې ګڼ شمیر سندرې زیاتې مشهورې شوې دي. دهغې په زیاترو سندرو دنیمې پیړۍ څخه د زیاتې مودې تیریدو باوجود نن هم په هند کې دننه اؤ بهر دموسیقۍ مینه وال دهغې دغه سندرې په شوق سره اوري. دهند وزیراعظم نریندرا مودي د لتامنګیشکر په مړینه خواشیني ښودلې ده اؤ په ټویټر یې دهغې دعکس خپرولو سره لیکلي "زه دخپلو وطنوالو سره دمشرې خور لتا په مړینه دهغوئ په غم کې شریک یم" وزیراعظم مودي زیاتوي "دلتامنګیشکر سندرو رقم،رقم روحیه ورکوله اؤ هغې ترڅو لسیزو دهندوستان فلمي نړۍ کې بدلونونه دنزدې څخه لیدلي وؤ ،دفلمونو ترڅنګ هغه دتل لپاره دهندوستان پرمختیا ته هم لیواله وه اؤ یو پیاوړی اؤ پرمختللی هند یې لیدل غوښتل" لتا مشنګیشکر ته دهغې په غوره هنري خدماتو دهند دننه لوړو دولتي اؤ غیر دولتي مډالونو اؤ جائزو ورکړل کیدو ترڅنګ دنړۍ بیلابیلو هیوادونو کې هم مهمې جائزې اؤ ایوارډونه ورکړل شوې دي دهند حکومت په کال ۱۹۶۹ کې هغې ته دهند دریم ستر سول ایوارډ بدما بهشن، کال ۱۹۹۹ کې دوهم ستر ایوارډ ویبهشن اؤ په کال ۲۰۰۱ کې تر ټولو ستر ایوارډ بهارت رتنا ورکړی ؤ. دلتا منشګیشکر مړینه په هند کې دننه اؤ بهر یو شمیر هنرمندانو،سندرغاړو اؤ دموسیقۍ مینه والو دموسیقۍ لپاره ستر زیان ګڼلی دی اؤ دهغې په مړینه په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دغم اؤ خفګان دڅرګندونو لړۍ دوامداره ده. دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز وایي لتامنګیشکر دیو هیواد یا منطقې سندرغاړې نه وه بلکې هغې دنړۍ په کچه دخپل خوږ غږ بې شمیره مئینان لرل اؤ دنړۍ دګڼو هیوادونو سندر غاړو دهغې د ویل شوؤ سندرو نه فن اؤ هنر ایزده کړی دی. وي او ای ډیوه سره خبرو کې میرمن شکیله ناز ویلي لتامنګیشکر چې کومې سندرې ویلي هغه دهیریدو نه دي اؤ ترڅو چې په نړۍ کې دسندرې نوم شته نو دلتاجي نوم به په دې سندرو ژوندی پاتې وي. هغې دلتامنشګیشکر مړینه دهنري نړۍ لپاره یو نه سرکیدونکی زیان ګرځولی اؤ ویلي یې دي "لتاجي بس یوه وه چې لاړه اؤ بیا دداسې عظیمې فنکارې پیدا کیدل پیدا به کیدای شي څو صدۍ وخت ونیسي" شکیله ناز وایي لتامنګیشکر خپل ټول ژوند فن اؤ هنر ته وقف کړی ؤ اؤ دهغې په مړینه نن په ټوله هنري نړۍ کې د ویر اؤ خفګان فضاء جوړه شوې ده

06.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more