ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عمران خان:امریکا باید۴۰میلیونه افغانانو اؤ دطالبانو حکومت ته په جلا نظر وګوري

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښکاره کړې ده چې که چرې افغانستان سره عاجلې مرستې ونه کړل شوې نو دا هیواد به یو وارې بیا د اړي ګړي ښکار شي چې له امله به یې ترهګري وده ومومي.

19.12.2021 ډیوه

د بغداد په زرغونې سیمې ۲ توغندي لګیدلي

د عراق امنیتي ځواکونه وایي دوه توغندي نن یکشنبه سهار وختي د پایتخت بغداد په زرغونې سیمې کې چې د متحده ایالاتو سفارت هم پکې دی، لګیدلي دي.

19.12.2021 امریکا غږ

څېړونکي:د او ایي سي کانفرنس دلارې به طالبان سیاسي ګټې ترلاسه نکړی شي

دافغانستان په بشري وضعیت داسلامي هېوادونو د تنظیم (او. ايي. سي) د غړو هېوادونو دخارجه چارو وزیرانو  اسلام اباد کې پیل شوې ده.

19.12.2021 ډیوه

خیبر پښتونخوا کې بلدیاتې ټاکنو لپاره د رایې ورکولو عمل پیل شوی

دخیبر پښتونخوا په ۱۷ؤ ضلعو کې دسیمه ییزو حکومتونو دټاکنو عمل نن داتوار یا یکشنبې په ورځ ترسره کیږي اؤ ددغو ټاکنو په لړ کې د رایې ورکولو عمل دسهار اتوؤ بجوؤ نه پیل شوی چې ترداښام پینځوؤ بجو به دوام لري.

19.12.2021 ډیوه

باجوړ:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دټي ټي پي مهم کمانډر غفور وژل شوی

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې یې دعملیاتو په مهال دپاکستاني طالبانو دتحریک مهم کمانډر غفور چې په جلیل مشهور ؤ، وژلی دی.

19.12.2021 ډیوه

د ټکساز والي د مکسیکو سره په ګډې پولې دیوال جوړوي

د متحده ایالاتو د ټکساز ایالت جمهوري غوښتونکي والي ګریګ ایباټ په جمهور رئیس جو بایډن تور ولګاوه چې د غیرې قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نکوي او په همدې خاطر ښاغلي ایباټ د مکسیکو سره په ګډې پولې د دیوال جوړول پیل کړي.

19.12.2021 امریکا غږ

جرمني بریتانیه د کرونا د لوړې کچې خطر لرونکو هیوادونو په لیست کې اضافه کړه

د جرمني د عامې روغتیا د وزارت چارواکو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) بریتانیه د کویډـ۱۹ بیمارۍ له پوله د لوړې کچې خطر لرونکي هیواد په لیست کې اضافه کړه.

19.12.2021 امریکا غږ

ستانکزی: د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کیدل پر خلکو اغیز کوي نه پر طالبانو

د طالبالنو لوړپوړو مقاماتو نن د ډسمبر په ۱۸ (لیندۍ ۲۷) په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي اقتصادي کړکیچ په وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه. 

18.12.2021 امریکا غږ

فلیپین کې سخت طوفان څه دپاسه ۳۰ کسان مړه کړي

فلیپیني مقامات وایي د روان کال تر ټولو غښتلي طوفان پدې هیواد کې ۳۳ تنه مړه کړي او ددې هیواد په ټاپوګانو کې یې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

18.12.2021 امریکا غږ

جیک سولیوان: امریکا د روسیې سره مذاکرې ته تیاره ده

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي متحده ایالات تیار دي چې د روسیې د امنیتي غوښتنو په اړه د مسکو سره خبرې وکړي، خو امریکا به هم خپلې اندیښنې وړاندې کړي.

18.12.2021 امریکا غږ

امریکا: له ایران سره خبرو کې پرمختګ شوی خو که ایران په بیړه اقدام و نه کړي نو ناکامه به شي

واشنګټن – امریکا وایي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بېرته پر ځای کولو پر سر په وروستیو خبرو کې پرمختګ شوی خو د تړون پر سر د تهران او د نړۍ د طاقتونو ترمنځ د جوړجاړي د ماتېدو د مخنیوي لپاره باید زیات څه وشي. له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د ساتلو پرسر وروستی پړاو خبرې د جمعې په ورځ پای ته ورسېدلې. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو جګ پوړي چارواکي په ټیلیفون باندې خبریالانو ته د شوي پرمختګ دوه بېلګې روښانه کړې. لومړی پرمختګ دا چې ایران د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا ومنله چې د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې ته اجازه ورکړي چې د ایران په کاراج نومي ښار کې د اټومي دستګاه پر ودانۍ باندې د ملګروملتونو څآرونکي بېرته کامرې ولګوي. دغه کامرې په جون کې ویجاړې شوې وې او ایران ویلي وو چې دا په سیمه کې د ایران د سیال اسرایلو لخوا ویجاړې شوې دي خو اسرایلو دا ادعا نه تایید او نه هم رد کړې ده. د امریکايي چارواکي لخوا له ایران سره په خبرو کې د دوهم پرمختګ په اړه ویل شوي چې امریکا او ایران د مذاکراتو په هغه متن باندې یو ډول نظر لري چې د تهران پرضد د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په غبرګون کې به د ایران د اټومي پروګرام کومې برخې بندېږي. خو بیا هم امریکايي چارواکو ددغه متن په اړه د ډېرې لیوالتیا پرضد خبرداری ورکړی. په ویانا کې په دغو ترسره شویو خبرو کې امریکا، ایران او پنځو نورو طاقتونو د منځګړو په توګه برخه درلوده. امریکايي چارواکي په ټیلفون خبریالانو ته ویلي، "زمونږ په اجندا کې دا دي چې مسلې باید و ارزول شي نه د حل لارې چې باید ومنل شي. اوس هم ډېر کار پاتې دی چې باید ترسره شي." امریکايي چارواکي همدارنګه وویل، د ایران لخوا په خپل اټومي پروګرام کې وروستيو پرمختګونو نړۍ وېرولې چې کېدای شي وسلو ته وکارول شي او له همدې امله د تهران لپاره دا د بیړې کار دی چې د ۲۰۱۵ کال ته راوګرځول شي. ده وویل، "مونږ یو اندازه پرمختګ کړی خو په دومره کافي نه دی چې ایران پرې له هغه بریده راوګرځوو چې د ۲۰۱۵ کال د تړون مادو ته زیان و نه رسېږي." ایران وايي، د دوی اټومي پروګرام سولیز دی خو د امریکا لخوا ددغه تړون څخه د وتلو پر غبرګون کې یې د ۲۰۱۹ کال راهیسې په خپل اټومي پروګرام باندې خپلې منګولې لا پسې خښې کړې دي. د امریکا تېر ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه له دغه تړون څخه وتلی وو او په ایران باندې یې بندیزونه لګولي وو او ویلي وو چې دا غوره ده چې په ایران باندې فشار راوړل شي چې له خپلو ورانکارو اعمالو څخه ودرېږي. خو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې د ۲۰۱۵ کال تړون ته بېرته ګرځېدل غوره لاره ده چې ایران پرې د اټومي تړون له لیارې وسلو جوړولو ته و نه رسېږي خو تهران هم باید یاد تړون ته په سمه توګه راوګرځي. تر دې مخکې د ایران ستر اټومي مرکچي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علي باقري کاني د جمعې په ورځ په ټویټر لیکلي وو چې د ویانا په خبرو کې ښه پرمختګ شوی. دا د ایران او د امریکا ترمنځ اووم دور غیر مستقیمې خبرې وې. تر دې مخکې شپږ پړاو نورې خبرې د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ شوې وې.

18.12.2021 ډیوه

پاکستان کې کلیزه ګراني د19 فیصدي نه په بره تللې ده

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي تیره اوونۍ په دغه هیواد کې د خوراکې توکو بیعې 0.55 % نورې لوړې شوي او کلیزه ګراني د 19فیصدي نه زیاته شوې ده.

18.12.2021 ډیوه

د پاکستان د کراچۍ ښار په چاودنې کې ۱۲ تنه وژل شوي

د پاکستان د کراچۍ ښار مقامات وایي په یوه چاودنه کې چې ښایي د ګاز په وجه رامنځته شوې وي ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

18.12.2021 امریکا غږ

هدایت الرحمان:سي پېک اؤ ګوادر پورټ له لاشونو او چيک پوسټونو پرته بل څه نه دي راکړي

وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل، دخلکو ستونزې اوج ته رسېدلې دي اؤ په سيمه کې خلک له زياتې ويرې څخه دې ته اړ ويستل شوي چې د خپل حق له غوښتلو لاس واخلي.

18.12.2021 ډیوه

رپورټ:سږکال نړۍ کې 46 اؤ افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي

په افغانستان کې د خبريالانو ددفاع کمېټه او ځايي ژورنالستان وايي که څه هم د طالبانو واک ته له رسیدو روسته د وژنو کچه لاندې راغلې خو د ژورنالستانو سره اوس هم دتاوتريخوالي پېښې مخې ته راځي او په خلاص مټ مالوماتو ته لاس رسی نه لري۔

18.12.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more