ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ای سي جي: طالبانو د اختیار لاندې افغانستان په اړه تکلاره  جوړولو کې پاکستان د ستونزو سره مخامخ دی

انټرنشنل کرایسسز ګروپ ویلي که څه هم پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي خو طالبانو د اختیار لاندې افغانستان په اړه پالیسۍ په جوړولو کې پاکستان د ستونزو سره مخامخ دی. اداره وايي د واک اخیستلو وروسته اقتصادي او سفارتي یوازېوالی افغان طالبان د پاکستان د پاره د ګټي په ځای بوج  جوړیدلې شي. د دغه ګروپ رپورټ وايي چې زیاتیدونکي بې ثباتي او اقتصادي مشکلات کولی شي چې بې وزله افغانان په پاکستان کې پناه اخیستلو ته مجبور کړي.   د ای سي جي په رپورټ د پاکستان دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.  پاکستاني مامورین طالبانو د ملاتړ خبره ردوي او وايي په کابل کې د ټول شموله افغان حکومت حمایت کوي. پاکستان د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي چې د طالبانو د واکمنۍ دلاندې افغانستان سره اقتصادي مرستې دې وکړی شي او د افغانستان منجمدې اثاثې دې افغانستان ته ورکړی شي.   د ای سي جي رپورټ زیاتوي  که یوه اړخ ته د طالبانو سره ملګرتیا له امریکا او نورو مغربي هیوادونو سره د پاکستان اړیکې خرابولی شي نو  بل اړخ ته د هغه وسلوالو  خلاف د طالبانو عمل نه کول چې د افغان خاوره په مبینه توګه د پاکستان خلاف استعمالوي د پاکستان داخلي امنیت د خطر سره مخامخ کولی شي. په ورستیو ورځو کې په پاکستان کې د تشدد پیښې سېوا شوي او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد او د امنیت صلاحکار ویلي چې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي افغان خاوره د پاکستان په خلاف استعمالوي.   رپورټ وايي پاکستان په نړیواله کچه په نورو لارو د طالبانو ملاتړ کوي. په دوه اړخیزو غونډو او څو اړخیزو فورمونو کې اسلام آباد له بهرنیو طاقتونو په ځانګړې توګه امریکا او د امریکې له مغربي اتحادیانو څخه غواړي چې له طالبانو سره ښکیل شي، اقتصادي بندیزونه لیرې کړي، او افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې ورسوي.   د اي سي جي رپورټ وايي چې  اوږدې مودې لپاره د طالبانو مشرتابه ته د پناه وکړی وه، پاکستان چټکۍ سره د طالبانو له نوي واک سره اړیکې ټینګې کړي، مګر تر اوسه یې دا اداره په رسمیت نه ده پیژندلي. رپورټ زیاتوي چې که څه هم دا موقف د پاکستان له هغه عمل سره په تضاد کې دی چې په اول ځل یې د طالبانو په ۱۹۹۰ لسیزه کې واک تر لاسه کړلو نو پاکستان یو له هغو دریو هېوادونو څخه و چې د دې ډلې اسلامي امارت یې په رسمیت پیژندلی و او په اړیکو پریکولو کې تر ټولو وروستی و. رپورټ زیاتوي‌ چې د پولي اخوه حالات څنګه دوي اغزمن کولی شي.  که یوه خوا د پاکستان د تجارت ښه کولو فکر دی نو بل اړخ ته غیر امنیتي صورتحال او اقتصادي مشکلات په زرګونو افغانان دی ته مجبور کولی شي چې پاکستان کې پناه واخلي او  معاش په لټه کې شي. رپورټ وايي چې د پاکستان هڅې چې له افغانستان سره خپله پوله خوندي کړي، د کډوالو د راتګ او په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني وسلوالو مخه ونیسي خو په دی له وسه پوری سر ته نه دي‌ رسیدلي.   د انټرنشنل کرایسسز رپورټ وايي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه د پالیسۍ په جوړولو کې پاکستان باید د لویدیځ د بندیزونو د لیرې کولو او له افغانستان سره د پراختیایي مرستو د بیا پیلولو غوښتنې ته دوام ورکړي او طالبانو سره د خپلو نږدې اړیکو په کارولو  دوی قانع کړي چې د بنیادي بشري حقونو لپاره او همدارنګه د ترهګرې د مخنیوي ژمنې پوره کړي.  

05.02.2022 ډیوه

پېنټکان: افغانستان نه د امریکې د انخلا په مهال د کابل هوايي ډګر سره نژدې د داعش د حملې مخنیوی ممکن نه و

افغانستان نه د امریکې د انخلا په مهال د کابل هوايي ډګرسره نژدې د خونړۍ حملې په اړه د امریکايي پوځ په تحقیقاتو کې معلومه شوي ده چې ځانمرګي حمله کوونکی یوازې و، د ځان پورې یې 20 پونډه چاودېدوونکي مواد او د بېرنګونو دانې تړلې وې، د حملې مخنیوی نشو کېدلی او په حمله کې د 170 نه زیات افغانان او 13 امریکايي عسکر وژل شوي دي. داعش وسله والې ډلې د تېر کال د اګست په 26 د حملې ذمه واري منلې ده.   د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان کې امریکايي پوځی مامورینو د کابل د حملې په اړه تفصیلات ورکړل او ویې وېل دا لومړی خبرونه سم نه وو چې په حمله کې ډزې هم شوې وې. جنرل فرېنک مېکېنزي، د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مسولیت هم په غاړه لري، وویل د کابل هوايي ډګر سره نژدې یو بم لږ تر لږه 170 افغانان او 13 امریکايي عسکر ووژل. هغه وویل دا چې دغه حمله څومره مهلک وه؟ د دې نه ثابتیږي چې د عسکرو زغرو او هېلمټونو ګڼ شمېر عسکر د زخمي کېدو نه بچ کړل خو د بدن هغه برخې چې پټې نه وي سختي ژول شوي دي. تحقیق کوونکي داسې ښکاري چې طالبانو د حملې په اړه پېشګي معلومات نلرل، دا چې احتیاطي تدبېرونه نیول شوي وو او په دغه ورخ د ممکنه حملې په اړه چې استخباراتي معلوماتو ګردش کولو کره نه وو. د حملې په اړه د تحقیقات کوونکي ډلې مشر برېګېډیر جنرل لېنس کرټېس د دوی د تحقیقاتو په بنیاد دا وېلی شي چې د حملې مخنیوی ممکن نه و. هغه وویل په هغه وخت په کابل کې موجودو پوځي افسرانو د امنیت مناسب ګامونه اخیستلي وو او وخت په وخت به یې د هوايي ډګر دروازه بندوله او افغانستان نه د تلوونکو کسانو تګ به یې هم ځڼدولو. د پوځي مامورینو ترمخه د ځانمرګي بم چاودنې وروسته چې کومې ډزې اورېدل شوي وې دا امریکايي او برطانوي ځواکونو د خبرادارۍ دپاره کړي وې او څوک ترې نه وو لګیدلي. د ای پي د خبر نه دا نه معلومیږي چې ایا تحقیقاتي رپورټ کې د داعش د حملې منلو په اړه څه وېل شوي دي او که نا؟ د کابل هوايي اډې سره نژدې دغه حمله په داسې مهال په شوي وه چې په کابل طالبانو د واکمنېدو ورسته امریکايي ځواکونو افغانستان نه امریکايي شهریان او د امریکې مرستیالان ویستل او د هوايي اډې سره نژدې هېواد نه د وتلو خواهشمند د زرګونو په شمېره کې افغانان موجود وو. امریکايي مامورینو به وېل چې د هوايي ډګر په دروازه ماموین عسکر د خطر نه ډکه ذمه واري ترسره کوي. د اګست د 15 نېټې نه د اګست تر 30 نېټې پورې امریکايی ایتلاف 126000 خلک د افغانستان نه راوېستلي دي. یادونه: دا خبر د ای پي نه اخیستل شوی دی  

05.02.2022 ډیوه

بې پولې خبریالان: طالبانو تر واکمن کیدو وروسته ۵۰خبریالان نیولي دي 

د بې پولې خبریالانو سازمان نن د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) راپور ورکړی چې د طالبانو استخباراتي او امنیتي مامورینو په افغانستان کې ددې ډلې له واکمن کیدو راهیسې لږ تر لږه ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

04.02.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

04.02.2022 امریکا غږ

د اولمپک لوبو خبرونه ورکوونکي خبریالان په چین کې د ازادۍ په اړه تشویش څرګندوي

د چین بیجنګ ښار کې د یخنۍ ( ژمي) اولمپک لوبو خبرونو خپرولو په وخت خبریالان وايي د یو لوي مشکل سره مخامخ کېږي،  که یو اړخ ته خبریالان د کرونا وبا سره د تړلو بندیزونو سره مخامخ دي نو بلخوا د نړۍ د یو داسې ملک نه خبرونه ورکوي چې د خبریالانو زیات ملګری ملک نه ګنل کېږي د چین لخوا د میډیا څارنې او د خبریالانو سره د بدسلوک په اړه فکرمندیو ترڅنګ د بیجنګ اولمپک مقابلو لپاره ورغلو ګڼ شمېر خبریالانو واېس آف امرېکا ته وېلي د خپل شخصي معلوماتو محفوظ ساتلو لپاره د موباېل فونونو او لېپ ټاپونو نه معلومات لرې کولو دپاره د "برنر" یا د سوځوولو طریقې استعمالوي.   د کېنېډايي ورځپاڼې دي ګلوب اېنډ مېل د اېشیا لپاره خبریال جېمز ګرېفېت وايي ”ما د خپل کمپیوټر، موباېل فون او آي پېډ لپاره د برنر آلې برابر کړي چې خپل شخصي معلومات پټ وساتم.‌ما داسې تن لیدلی نه دی چې د خپل شخصي معلوماتو محفوظ ساتلو لپاره داسې قسمه آلې نه پکاروي.‌“  د بیجنګ اولمپک لوبو وړاندې د خبریالانو د تحفظ نړیوالې تنظیم کمیټي ټو پروټېکټ جرنلسټس خبرداری ورکړی چې په چین کې د اولمپک لوبو په وخت د خبریالانو موباېل فونونه او لېپ ټاپونه د واېرس د لارې بې کاره کېدی شي او دا چې آنلاېن یا په انټرنېټ کېدونکي ټول کارونه به د څار لاندې وي.   د بې پولې خبریالانو ډلې، رپورټرز ودآوټ بارډرز د کال ۲۰۲۱ میډیا ازادۍ نړیوال فهرست کې چین د نړۍ ۱۸۰ ملکونو کې په ۱۷۷م نمبر باندې دی. د دغه ډلې د شمېرې ترمخه چین د میډیا کنټرول کولو لپاره نه صرف پوره یو پوځ په ځاې کړی بلکه د نړۍ د ټولو نه زیات ۱۲۸خبریالان یې هم په بندیخانو کې اچولي.   د دې یوهفته وړاندې چین کې د بهرنیو خبریالانو تنظیم په یو خپور کړي رپورټ‌ کې خبرداری ورکړی وو چې په دغه هېواد کې ډېر په تېزۍ سره د میډیا ازادي په ښکته روانه ده او وېلي وو چې په چین کې مېشت بهرني خبریالان د جنسي زور زیاتي، ‌ساېبر حملو، ویزو نه ملاوېدو او د قانوني ګامونو زیاتېدونکو خطرو سره مخ شوي.   د بیجنګ اولمپک لوبو په وخت بهرني خبریالانو تراوسه پورې څه قسمه ستونزې رپورټ کړي نه دي که څه هم د کرونا وبا مخنیوي د بندیزونو له کبله د خبریالانو یو ځاې نه بل ځاې ته تګ ډېر محدود کړی شوی.   ګرېفېت وي او ای ته وېلي، ” زه تراوسه پورې د چین لخوا د بیجنګ اولمپک لوبو معلوماتو لپاره برابر کړي انټرنېټ ته رسايي لرم کوم ته چې خبریالان د بېلا بېلو ځایونو نه رسايي لري. او څومره پورې چې زه وېلی شم، د لوبو په خبرونو باندې بندیز نشته. ما ته معلومه نه ده چې ددې به څنګه څارنه کیږي خو په یقین سره په څه څیز بندیز نشته. “  د بیجنګ اولمپک لوبو لپاره تلي خبریالان به د چین نورې برخي اونه ګوري. هغوي به په یو محدود ځاې کې وي او د لوبو یو ځاې نه بل ځاې ته به د سرکاري بسونو د لارې ځي. په ملک کې په مکمله توګه باندې د کرونا واېرس ختمولو لپاره دا د چین د ”زیرو کووېډ“ تګلارې برخه ده.‌  دغه بندیزونو په چین کې صحافت زیات ګران کړی. د کېنېډا خبري ادارې،‌ دي کېنېډین پرېس لپاره د لوبو مقابلو خبریاله ډانا سپېنسر وايي، ” دا معلومول ډېره ګران چې په بیجنګ کې روانې لوبې د ځايي‌ خلکو لپاره څه معنا لري ځکه چې د کوم یواځني تن نه ته پوښتنې کولی شې هغه د بیجنګ مقابلو د انتظام کوونکو غړی او یا رضاکار وي.  د بند کړل شوو ځایونو نه بهر حالاتو باندې خبرونه ورکول نشته. دا یو ډېر عجیبه حال دی. مونږ په رپورټ‌ ورکولو کې ازاد یو خو په یو بنده داېره کې“.  د سډني مارننګ هېرالډ ورځپاڼې شمالي اېشیا لپاره خبریال اېرېک بېګ شا وايي حالت به مثالي نه وي خو دا چې د ډېرو خبریالانو لپاره چین ته بېرته تګ دا یواځینۍ لاره وه او زیاتوي اولمپک لوبو دوي ته یو موقع برابر کړه چې کېدی شي دوي ته بیا ملاو نشي.   چین په وروستیو کالونو کې بهرنیو خبریالانو ته ویزې ورکول ځنډولي او یا یې د ویزو ورکولو نه انکار کړی خو د بیجنګ اولمپک لوبو کې ګڼ شمېر خبریالانو ته د اولمپک نړیوالې کمېټۍ د لارې ویزې ترلاسه شوي.      

04.02.2022 ډیوه

پاکستاني طالبانو افغانستان کې د ناټو پاتې شویو وسلو ته لاسرسی پيدا کړی - پاکستان

په بلوچستان کې د خونړیو نښتو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو څخه پاته شویو عصري وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او په راتلونکې کې په پاکستان کې د زیاتو بریدونو احتمال شته.

04.02.2022 امریکا غږ

په هند کې کروناویروس: د مړینو شمیر له ۵۰۰زرو واووښت 

د هند روغتیایي مقاماتو نن د فبرورۍ په څلورمه (سلواغې ۱۵) وویل چې پدې هیواد کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمیر د ۵۰۰زرو څخه واوښت.

04.02.2022 امریکا غږ

د اوکراین کړکیچ؛ چین د روسیې ملاتړ وکړ 

چین د جمعې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۵) د اوکراین پر سر د لویدیځ پر وړاندې د روسیې ملاتړ وکړ او دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د امریکا په مشرۍ پوځي تړون باید نوي غړي ونه مني. 

04.02.2022 امریکا غږ

د بلوچ جلاغوښتونکو او د پاکستان د پوځ ترمنځ جګړه دوام لري

په بلوجستان ایالت کې پاکستاني پوځیان د دریمې پرله پسې ورځې لپاره په داسې حال کې د بلوچ جلاغوښتونکو پر وړاندې په جګړه بوخت دي چې یو پاکستانی امنیتي مقام وایي یاغیانو دا بریدونه چین ته د صدراعظم عمران خان د سفر د ګډوډولو په مقصد کیږي. 

04.02.2022 امریکا غږ

دبلوچستان پنجګور کې د44 ساعته تيريدو وروسته هم دپوځ اؤ وسله والو نښته روانه ده

د بلوچستان ايالت په پنجګوﺭ سیمه کې له 44  ساعته تيريدو وروسته هم د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د وسله والو بريدګرو تر منځ جګړه روانه ده. له سېمي څخه  راپورونه دي چې دبلوچستان ايالت په  پنجګور ضلعه کې د ايف سي ځواک پر کيمپ  دوه ورځې وړاندې د وسله والو له ډليز بريد ورسته جګره پيل شوې ده. وتلی ځوان خبریال او شنونکی زين الدين وایي چې ځينې بريد ګر لا هم هلته موجود دي او جګړه دوام لري. زين الدين زياتوي چې  امنيتي ځواکونو ته د پاکستان د هوايي ځواک تر څنګ  نور کومک هم يادې سيمې ته رسېدلی،  خو په خبره يې چې د ايف سي کېمپ په ابادي کې دی او بريدګرو هم له ابادۍ ګټه اخيستې او تر اوسه په جګړه بوخت دي. " چارواکي وايي چې هلته لا هم څلور پينځه وسله وال دي او هغه د ابادۍ په سيمه ننوتي دي, ځکه هلته لا هم عمليات روان دي,هلته انټرنيټ او د موبايل سګنل مکمله  بند کړل شوي دي"    د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو سلا کار مير ضيا لانګو ویلي ياد بريد د چار شپنبې په ماښام اته نيمې بجې د بلوچستان په پنجګور نومې ضلعه کې شوی. پنجګور د بلوچستان ايالت د سر ښار کوټې په سهيلي لوري کې 500 کلو ميتره ليرې  د ايران سرحدي پولې سره نېزدې پرته ضلعه ده ۔ د کورنيو چارو دمشير ضيال لانګو په خبره د پنج شنبې تر ماښامه پورې  د وسله والو په دې بريد کې د ايف سي ځواک اووه سرتيري وژل شوي او 11 ټپيان دي، " په پنجګور کې لا هم عمليات روان دي هلته د وژل شوو ( وسله والو بريدګرو) شمېر ځکه نه شو ښولای" دپاکستان د پوځ وياندې ادارې ويلي وؤ چې په پنجګور کې  دامنتي ادارو لخوا  پينځه بريد ګر وژل شوي دي، او د بريد پرشا تمبولو لپاره امنیتي سرتيري په پوره توګه سره خپله ذمه واري تر سره کوي ۔ دپنجګور ترڅنګ د چهارشنبې په ماښام په ياد وخت کې دبلوچستان په نوشکي ضلعه کې هم د ايف سي ځواک پر کېمپ  وسله وال بريد شوی ؤ ، نوشکي له کوټې خڅه 150 کلو ميتره ليري په لوېديځ کې  افغانستان سره پوله لرونکې ضلعه ده۔ اوښتی مرګ ژوبله د بلوچستان د اعلا وزير  دکورنيو چارو د سلاکاﺭ ضيا لانګو په خبره د وسله والو لخوا په دې بريد کې د ايف سي ځواک پينځه سرتيري وژل شوي او 12 ټپيان شوي دي،  لانګو زياتوي چې د امنيتي ځواکونو له لوري په ځوابي بريد کې 9 وسله وال  وژل شوي وؤ۔ دضيا لانګو ویلي دواړو بريدونو کې ۱۵ بريد ګر وژل شوي او د وسله والو په بريد کې ۱۲ امنتي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی۔ د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې ايي ايس پي ار پر وېب پاڼه د بلوچستان د تازه بريدونو په اړه ددې خبر د خپرېدو تر وخت پورې  کوم بيان نه دی ورکړل شوی، خو پرون د پاکستان سرکاري خبري ادارې (ای پي پي) پر خپله وېب پاڼه دپوځ له قوله خبر ورکړی چې :  "امنیتي ځواکونو د زيارت په ورځ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سيمه کې د اېف ـ سي ځواک پر کېمپونو بريدونه شنډ کړي، 13 ترهګر يې وژلي او د ترهګرو سره په جګړه کې اووه پوځيان هم وژل شوي دی. په خبر کې ويل شوي، د نوشکي په بريد کې ټول نهه ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي وؤ۔ د پنجګور او د نوشکي د يادو دواړو بريدونو ذمه واري د بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې بي ايل ای د ځانمرګو څانګې مجيد بريګېد په نامه ډلې  منلې ده، دبلوڅ وسله والو ډلو بدل شوی تاکتیک خبريال زين الدين وایي د بي اېل اې لخوا په ړومبي ځل د امنيتي ځواک پر کېمپونو داسې بريد پلان شوی دی . هغه وايي تر دې وړاندې هم ياد تنظيم بريدونه کړي او زياتره وخت يې هدف چينايي وګړي  پاتې شوي دي۔ " مجيد بريګېډ د بي ايل اې ځانمرګې ډله ده، له کال 2018 څخه ﺭاهيسې بيا تر دا اوس وخت پورې دوئ په کراچۍ،چاغي او په ګوادر کې بېلا بېل هدفونه بلخصوص په کراچۍ کې دچين کونسلګري، سټاک ايکسچېنج او دا ډول چيني انجنيران دوئ په نخښه کړي، خو په دې ډول د ځواکونو پر کېمپونو داسې بريد کول په بلوچستان کې د بلوڅ وسله والو تنظيمونو لخوا  دا وړومبی مثال دی" د اې پي پي په خبر کې د پاکستان د پوځ له قوله  ويل شوي دي چې  د پوځ د لومړو تحقيقاتو او استخباراتي ادارو دا مالومه کړې چې د ياد بريد پر وخت د ترهګرو په افغانستان او هند کې رابطې وې۔ د بلوچستان د کورنيو چارو سلا کار ضيا لانګو له ياد وسله وال بريد يوه ورځ وروسته په کوټه کې په خپل خبري کانفرنس کې په اشارې سره وويل چې  د پنجګور او نوشکي بريګرو  ايران سره له پرتې لویې پولې ګټه اخستې ده۔ پاکستان له دې وړاندې هم تل داسې دعوې کړي چې په پاکستان کې په بريدونو کې ککړو کسانو اړيکې په افغانستان او هند کې مالومې شوي، خو افغانستان او هند زياتره وخت  دغه تورونه رد کړي دي. بلوچستان کې ترسره شوي وروستي بریدونه د رپورټونو له مخې  کال 2022م په لومړۍ مياشت جنورۍ کې  په بلوچستان ايالت کې په بېلا بېلو وسله والو ،بمي بريدونو او د چاودونو په نهو پېښو کې اتويشت تنه وژل شوي او  شل تنه ټپيان شوي وؤ. په دغه پېښو کې د جنورۍ پر څلورمه په کيچ سېمه کې د جميعت علما اسلام ځايي مشر هم د نامعلومو وسله والو په  ډزو وژل شوی ؤ،  دجنورۍ پر اتمه په  کوټه ښار کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دداعش د کمانډر په ګډون دشپږو کسانو د وژنې دعوه شوې وه. د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه په بولان سيمه کې د اورګاډی په نخښه کېدو سره پينځه تنه ټپيان شوي وو. د جنورۍ پر 23مه نېټه په پنجګور سېمه کې د ايف سي ځواک پر پوسته په بريد کې د ځواک يو سرتېری وژل شوی  او يو ټپي شوی ؤ. پر 25مه جنورۍ د تربت په سبدان سېمه کې د پاکستان پر پوځي کېمپ وسله وال ډليز بريد کې د پوځ لس سرتيري وژل شوي او درې ټپيان شوي وؤ، د پاکستان د پوځ د وياندې ادارې په خبره په ځواب کې يې  يو بريدګر وژل شوی او ځيني نور  ټپيان شوي وؤ او د عملياتو په ترڅ کې يې دﺭې تنه وسله وال هم نيولي وؤ. د دې بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل ايف منلې وه. پر ۲۷مه جنوﺭۍ  افغانستان سره‌ په پوله  پرته چمن سيمه کې د ليويز ځواک يو سرتيری وژل شوی ؤ، د دې بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه. پر 28مه جنورۍ د ډيره بګټي په سويي سيمه کې د بمي بريد په نتيجه کې  د ليويز چارواکو په ګډون څلوﺭ تنه وژل شوي وو, حکومتي چارواکو د دې بريد ذمه واري پر بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ار ای ور اړولې وه. د پاکستان مرکزي او د بلوچستان ايالتي حکومتونو تل د بلوڅ وسله والو تنيطميونو تر شا د پاکستان د دښمنو قوتونو لاس بللی دی۔

04.02.2022 ډیوه

د خوراک نړیواله اداره: ۲۳میلیون افغانان به په ۲۰۲۲ کې خوراکي مرستو ته اړتیا ولري

د خوړو نړیوالې ادارې د اټکل له مخې به په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان د خوړو په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري.  

04.02.2022 امریکا غږ

پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو دترهګرۍ په زیاتو شوؤ پېښو اندېښنې ښودلي

پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو په هیواد کې دترهګرۍ په زیاتو شوؤ  پیښو اندیښنې څرګندې کړې او دایې د حکومت له اړخه په نیشنل ایکشن پلان د عمل نه کولو سوب ګرځولی دی.  د پاکستان پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي پر هیواد برید کوونکي نه شي بخښل کیدلی اؤ دترهګرو ځالې باید ختمې کړل شي. هغه وایي دنیشنل ایکشن پلان د نه عملي کولو منفې اغیز اوس راڅرګندیږي. د پیپلز ګوند سینیټر بهره مند خان تنګي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ترهګرو بریدونه روان دي اؤ دنیشنل ایکشن پلان دنه عملي کیدو له امله ترهګر یو ځل بیا فعال شوي دي- هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې خپل واک ټینګولو او د هیواد د امن د پاره  ضروري ګاموته پورته کړي او نیشنل ایکشن پلان دې عملي کړی شي-  د پوځ د مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار تر مخه د تیرې چهارشنبې یا شورو په شپه ترهګرو د بلوچستان دوؤ ضلعو پنجګور او نوشکي کې د امنتې ځواکونو پر ځوکیو بریدونه کړي وؤ چې امنیتې ځواکونو دغه بریدونه ناکامه کړي دي- د خپور شوي بیان تر مخه په بریدونو کې اووه  امنیتې عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي- او ۱۳ ترهګر هم وژل شوي دي- بل پلو ته د مسلم لیګ نواز ډلې صدر شهباز شریف هم خپل یو ټویټ کې ویلي چې د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره ټول قام یو موټی دی- د مسلم لیګ نواز ډلې د قامې اسمبلۍ غړي عباد الله خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي پیښور په ارمي پبلک سکول د برید وروسته د نیشنل ایکشن پلان په نتیجه کې دشوؤ پوځي عملیاتو له امله په هیواد کې ترهګري تر ډیره حده کمه شوې وه  خو هغه وایي اوس د حکومت د غلطو پالیسو او دطالبانو سره دخواخوږۍ له امله ویره لري چې پخواني حالات بیرته جوړ نه شي "ددغه حالاتو د مخنیوي دپاره پکار ده چې حکومت په نیشنل ایکشن پلان په سختۍ سره عمل وکړي" د مسلم نواز ډلې مشرې مریم نواز د یو ټویټ د لارې ویلي نا اهل او ناکامه حکومت هم د پاکستان د پاره د ترهګرۍ څخه کم نه دی-  د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خپل یو ویډیو پیغام کې ویلي وؤ چې د نوشکي په پیښه کې ۹ ترهګر او ۴ امنیتې عسکر وژل شوي اؤ په پنجګور کې ۶ ترهګر وژل شوي دي-  وزیراعظم عمران خان خپل یو ټویټ کې د ترهګرې ددغو پیښو په مقابلې کولو امنیتي ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي چې د ترهګرې په ضد جګړه کې ټول قام د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی-  دا پیښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د تیرې جنورۍ په ۲۰مه نیټه د لاهور انارکلي بازار کې په یوه بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوې او د ۲۵ؤ څخه زیات ټپیان شوي وؤ-

04.02.2022 ډیوه

فعاله: د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند نه دی بدل شوی

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو د دوو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم د طالبانو له کورنیو چارو وزارته د دوو معترضو ښځو د نیول کېدو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. دغه دوې فعالانې تېره چهارشنبه او پنجشنبه په کابل کې نیول شوي دي. تر دې مخکې هم ځینې ښځینه فعالانې لادرکه شوي چې تر اوسه یې د ځای ځایګي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. د ازادي راډیو خبریال د ښځو د حقونو له یوې فعالې سره چې نه غواړي نوم یې یاد شي د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه چې د ښځو د لادرکۍ پېښې زیاتې تکرار شوي، دا څه معنی ورکوي؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:  

04.02.2022 ازادي راډیو

چین ته دعمران خان دسفر په مهال دپاکستان په پوځ خونړي بریدونه ترشا څه پېغام لري؟

د پاکستان حکومت ګڼي چې د وزير اعظم عمران خان د چين د دورې په مهال بلوچستان کې په پوځي کيمپونو دبریدونو موخه دچين اؤ پاکستان ګډې اقتصادي پروژى ته زيان رسول وؤ. دپاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد ددې بریدونو ذمه وارو بلوڅو یاغي ډلو ته د لاقانونه ټي ټي پي او داعش مرستې هم ترلاسه وې. خو څيړونکي وايي  بلوڅان دمحرومى داحساس ښکار دي او دوئ ګڼي چې د مرکز لخوا په دوئ  اوس د "باپ" ګوند ګوډا ګی حکومت ورتپل شوی دى ځکه ځوان کول دغبرګون په توګه وسله وال فعالیتونه هم زيات کړي دي. د يو شخصي ټي وي سره خبرو کى د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد ويلي د وزير اعظم عمران خان د چين د دورى په ورځ نوشکي او پنجګور کې په پوځي کيمپونو دحملو غرض دپاکستان اؤ چين اقتصادي پروژې ته زيان رسول وؤ. که څه هم د پاکستان حکومت  دا اقتصادي پروژه د ټول پاکستاني قام او منطقې د قسمت بدلولو منصوبه ګرځوي خو سوال دا دى چى دغه پروژې لپاره د مرکز حيثيث لرونکي بلوچستان ایالت کې ولې ددې په ضد غبرګون لیدلی  شي او یا دا چې صوبه کې اوس د تشدد واقعات ولې زيات شوي دي؟ دغه پوښتنو ته ځواب کې وتلى خبريال او څيړونکى امتياز  عالم ددې تر شا لویې علت د بلوڅانو احساس محرومي بولي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل بلو څ ځوانان  ګڼي چې په جمهوري مبارزه  باور لرونکي ملت پاله ګوندونه د يو سازش لاندې ډډې ته کړى شوي او اوس د باپ ګوند ګوډاګی حکومت په دوئ ورتپل شوى ځکه بلوڅانو د تاو نه وسله وال فعالیتونه زیات کړي دي. دامتياز عالم په خبره دبلوچستان حالات د تيرو شلو کالو راهسې پرځائ ولاړ دي، نه بلوڅانو ته ماتې کيږي او نه دوئ ازادي ترلاسه کړى شوه . نوموړی وایي په داسې حالاتو کې پکار ده چې مرکز د صوبې په اړه خپلو تګلارو ته بيا کتنه وکړي ګنې راتلونکي کى به هم د صوبې حالات دغه رقم  د بې باورى ښکار وي. دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې وزير اعظم عمران خان دخپلو نزدې او مهمو وزيرانو د يو پلاوي سره د چين په څلور ورځني سفر بيجنګ ته رسيدلى دى. د پاکستان سرکاري ميډيا ترمخه د چين دپرمختيا داصلاحاتي کميشن مشر سره دليدنې په وخت وزير اعظم عمران خان وويل د کرونا وایرس خوريدو باوجود دپاکستان اؤ چين اقتصادي پروژه باندې کار روان دی. وزير اعظم عمران خان چین ته دا سفر د ونټر اولمپيکس يا  لــوبو ندړيوالو سياليو د پرانستې دستوره کې د ګډون لپاره د چين د حکومت په بلنه کړی دی. خو دغه دورې نه وړاندې د پاکستان د خزانى،تجارت او پرمختيا د وزيرانو لخوا خپرو کړل شوؤ ويډيو ګانو کې پخلى شوی دى چې د دوئ  وزارتونو د سي پيک سره اړونده د چينایي سرمايه کارۍ د لا نورې زياتولو په اړه ځانګړې سپارښتنې  کړي دي او د غه دوره کې به دا سپارښتنې چينایي قيادت ته وړاندې کولى شي. بل  اړخ ته د سي پيک لپاره د وزير اعظم عمران خان سلاکار خالد منصور دغه دوره کې د اقتصادي پروژې دويم پړاو باندې د کار پيل کيدو په هکله د پرمختګ کيدو تمه  څرګنده کړې ده۔

04.02.2022 ډیوه

امریکا: که طالبان مشروعیت غواړي‌ نو د افغانانو د بشري حقونو درناوی دې وکړي

واشنګټن - د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځآنګړې استازې رینا امیري د یوناما د غوښتني په غبرګون کې د طالبانو له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د ښځینه بندیانو په اړه معلومات  ورکړي او د عدالته پرته نیول باید ودروي. هغې په یو ټویټ کې ویلي، "دا بې عدالته نیول باید ودرېږي. که طالبان له افغانانو او نړۍ څخه مشروعیت غواړي نو دوی باید د افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو د بشري حقونو درناوی وکړي چې په هغو کې د بیان ازادي او ددغو ښځو، د هغوی د خپلوانو او نورو فعالانو په بیړه خوشې کېدل شامل دي." بل پلو یوناما په ټویټ کې ویلي، "د یوناما لخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د دوه نورو ښځینه فعالانو د نیول کېدو په اړه معلومات غوښتل شوي. ملګري ملتونه یو ځل بیا غوښتنه کوي چې ټولې بې درکه کړل شوې ښځې او فعالان او د هغوی خپلوان باید خوشې کړای شي." د راپورونو له مخې، په کابل کې په تېرو دوو اونېو کې دوه ښځینه فعالانې بې درکه شوې دي چې تر اوسه یې هم برخلیک نه دی څرګند. بل پلو د ژورنالستانو د ژغورنې کمېټې (سي پي جې) د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له طالبانو غوښتي چې طالبان باید په بیړه د عبدالقیوم زاهد صمدزي په نامه د افغان خبریال د بندي کېدو او ځورول کېدو په اړه پلټنې وکړي او په دې پېښه کې له ښکېلو کسانو سره حساب وشي. صمدزی د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه د کابل په دوهمه حوزه کې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی، وهل شوی او بیا په ضمانت خوشې شوی دی. له صمدزي څخه غوښتل شوي چې تر هغه وخت پورې دې خبریالي نه کوي تر څو چې یې د طالبانو د ویاند له دفتر څخه اجازه نه وي ترلاسه کړي. د امریکا او د خبریالانو د نړیوالو ادارو لخوا لخوا په داسې حال کې له طالبانو څخه د افغانانو د بشري حقونو د درناوي غوښتنه کېږي چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو لخوا په رسمیت وپېژندل شي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خپل حکومت تر جوړېدو شاوخوا پینځه نیمې میاشتې وروسته  تېره ورځ ویلي، چې حکومت یې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندنې ته نیژدې شوی دی خو وایي‌ هر ډول مراعات به د طالبانو له شرطونو سره سم وي. د ناروې په پایتخت اوسلو کې د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره تر لیدنې او را ستنېدو وروسته له اې ایف پي خبري ایجنسۍ سره په ځانګړې مرکه کې امیر خان متقي ټینګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي. امیر خان متقي وایي نړیوال غواړي چې له طالبانو سره اړیکې ولري، ځکه نو وایي د دوی توقع دا ده چې دوی ژر په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي او له دوی سره عادي اړیکې ولري: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټاماس ویسټ هم تر دې مخکې ویلي وو چې طالبانو ته به د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو غوښتنو منل وي. په افغانستان کې په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته تر اوسه نه یواځې دا چې یوه هېواد هم په رسمیت نه دي پېژندلي بلکه د افغانستان کابو نهه بیلینه ډالره هم کنګل شوي دي چې له امله یې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې له حده زیاتې شوې دي.

04.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more