ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


جنوبي وزيرستان: اسما حافظ د سکول د نشتوالي له امله نورو زده کړو ته پرېشانه ده

د جنوبي وزیرستان سره د تعلق لرونکې کم عمره جينۍ اسما حافظ هغه عکس چې پکې يې فټ بال په لته/لغته وهلو، تېر کال په ټولنیزو رسنيو ډېر خپور شوی او ستايل شوی وو، دغه ماشومه او پلار يې اوس د هغې راتلونکو زده کړو ته پرېشانه دي. اسما حافظ چې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه نزدې 20کلومیتره لرې سویل ختيځ تنایي سیمې اوسېدونکې ده، وايي په علاقه کې يې تر پينځم ټولګي پورې ښوونځی يا سکول شته، او د مخکې زده کړو دپاره ورته بل سکول نشته دی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې ويلي، ډاکټره جوړیدل غواړي تر پینځم ټولګي یې د هلکانو په یو شخصي سکول کې زدکړې ترلاسه کړې او اوس د کورنۍ لخوا ورته ویل شوي چې لویه شوې او د هلکونو سره یو ځایې د زدکړو اجازه نه ورکړل کیږي او د زدکړو پروسه یې ودرېدلې ده. په علاقه کې د شخصي سکول پرنسپل شاه حسین چې اسما پکې زده کړې کړي، وايي، دوی کوم اعتراض نه لري خو دغلته د علاقې خلک په خپله نه غواړي چې هلکان او جينکۍ يو ځای زده کړې وکړي. هغه وویل اسما یوه ذهینه او تکړه زدکونکې وه خو د تیر کال راهسې زیاته د تشویش او پریشانۍ سره مخ وه چې د هغې د تعلیمي زده کړو پروسه ودرول کیږي. د شاه حسین په خبره د دوی سره په سکول کې نزدې 50 جینکۍ دي چې پکې څلور د اسما کلاس فیلو هم دي خو دا جينکۍ د پينځم ټولګي نه وروسته د نورو زده کړو اسانتياوې نه لري ځکه دوی په کورونو کښېني او په زده کړو پرېښودو مجبوره شي. د اسما پلار حضرت علم وویل دوی د اسما د سکول نه قلارولو زیات پرېشانه کړي دي، خو دوی په علاقه کې بل د جینکو د سکول اسانتیا نه لري. هغه وویل چې دوی د ټولنیزو رسنیو د لارې خبر شوي چې لور ته یې په پنجاب صوبه کې د تعلیم ورکولو دپاره د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر خواست کړی، چې هغې ته په دانش سکول کې په شپږم ټولګي کې داخله ورکړي خو هغه وايي، لور يې ماشومه ده او يوازې يې نه شي پاتې کولی. د مرستیال سپيکر لخوا چې په درېمه فرورۍ د پنجاب صوبايي سيکرټري ته اعلاميه جاري شوې پکې ويل شوي چې د جنوبي وزيرستان اسما حافظ وزير په کلي کې مډل او هايي سکول نشته ځکه هغې ته دې د پنجاب په دانش سکول کې داخله ورکړی شي. خو د اسما ورور حمزه وایي د دوی غریبه کورنۍ ده پلار یې د ورځې په سر واڼه بازار کې مزدوري کوي او دانش سکولونه په پنجاب صوبه کې دي  او دوی نشي کولې یوازې د اسما تعلیم لپاره ټوله کورنۍ پنحاب ته انتقال کړي. د علاقې یو اوسیدونکی او په علاقه کې د زده کونکو د حقونو لپاره کارکونکی ګل زمان وایي،دا ښه خبره ده چې حکومت د علاقې د يوې ماشومې د تعلیم زمه واري اخستې خو زیاته يې کړه تنایي سیمه نزدې 30 زره ابادي لري چې پکې د جینکو د تعلیم لپاره یوازې دوه پرايمري سکولونه دي او دعوه کوي چې هغه هم غېر فعال دي. هغه وويل دوی په علاقه کې د هايي سکول دپاره 45 ورځې پرلت هم کړی وو او د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان دوی ستایلي وو او د دسمبر په میاشت کې يې په ډیره اسماعېل خان کې د واڼه ویلفیر ایسوسي اېشن د یوې غونډې په مهال په تنایی سیمه کې د هایی سکول جوړولو ژمنه کړې وه خو ګل زمان وایي تر اوسه د سکول په جوړولو کار نه دی روان شوی. د ضلعې حکومتي چارواکي وایي د ضلعې په کالنیزو پرمختتایي پروژو کې په علاقه کې سکول جوړول شامل کړی شوي او زر به یې منظوري وشي.  ګل زمان وایي د ډپټي سپیکر اعلاميه حیرانکونکې ده په دې خو یوازې د یوې جینۍ ستونزه هواره شوه خو په تنایي کې په لسګونو شمېره کې نورې جینکۍ هم تعلیمي زده کړو ته اړتیا لري. هغه وویل دوی په صوبه کې شامل شوي، پکار ده چې دغلته د جینکو لپاره په سیمه کې سکولونه جوړ شي.  وي او اې ډیوه په سیمه کې د واڼه سیمې مرستیال کمیشنر سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

04.02.2022 ډیوه

شیخ رشید:اوس بله لار نشته،دپاکستاني طالبانو پرضد به جګړه کیږي

بلوچستان کې په پوځ دشوؤ خونړیو بریدونو نه وروسته دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وایي پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ته افغانستان کې دناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي اؤ راتلونکي کې دپاکستان دننه دبریدونو دلا زیاتېدو احتمال شته. نوموړی وایي طالبانو سره مذاکرات نه شي کامیابیدای ،اوس به دهغوئ سره جنګ کیږي اؤ له دې پرته بله هیڅ لاره نشته. دخالي په ورځ دسینیټ دکورنیو چارو قایمه کمیټې ته د احوال تیرولو په وخت شیخ رشید ویلي پاکستان خپل یو پلاوی ټي ټي پي ته دمذاکراتو لپاره ورلیږلی خو اوس اطلاعات دي چې دا خبرې نه شي بریالۍ کیدای. دکورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې طالبانو کوم شرطونه حکومت ته ایښي هغه دمنلو نه دي اؤ اوس تر دې پرته بله لاره نه ده پاتې شوې چې طالبانو سره باید جګړه وکړل شي تر دې وړاندې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یو شخصي پاکستاني ټيلي ویژن جیو سره دخبرو په مهال شیخ رشید احمد ویلي وؤ دپاکستان دننه یاغي بلوڅ ډلې خپلو کې یو شوي اؤ دوئ ته دپردې ترشا دټي ټي پي‌ اؤ نورو ورانکارو ډلو ملاتړ هم ترلاسه دی. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دکورنیو چارو دپاره دبلوچستان د وزیراعلا سلاکار ښاغلي ضیاء لانګو رسنیو ته تاید کړې ده چې ددغه کړکیچ ځپلي ایالت په نوشکي اؤ پنجګور سیمو کې په پوځ د وسله والو بریدونو کې ۱۲ پوځیان وژل شوي دي. شیخ رشید تور ولګولو چې دپاکستان خاوره کې بریدونو لپاره ترهګر دافغانستان څخه را اوړي اؤ بیا له بریدونو وروسته دافغانستان خاورې ته پناه وړي. د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر او د دفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال( ر )طلعت مسعود ډيوه ته ویلي د هېواد دننه د ترهګرۍ د مخ په سېوا کېدونکو پېښو په ترڅ کې د پاکستان حکومت له هم په افغان طالبانو فشار راوړل پکار دي چې "که تاسو ټي ټي پي قابو نه کړې شوه نو مونږ هم به ستاسو د ملاتړ نه لاس پسر شو" کله چې له دشیخ رشید څخه پوښتنه وشوه چې داشرف غني حکومت کې به تاسو ویل چې ترهګر دافغانستان دخاورې نه دهند په لمسه پاکستان کې بریدونه کوي اوس خو افغانستان کې دطالبانو حکومت دی نو افغان طالبان ولې ټي ټي پي پاکستان کې له بریدونو نه منعې کوي؟ شیخ رشید یې هیڅ قاطع جواب ونه ویل شو خو دومره یې وویل چې افغان طالبان دپاکستان سره زیاته همکاري کوي. هغه وایي افغان طالبانو پاکستان ته ذمه واري اخستې ده چې خاوره به یې دپاکستان په ضد نه استعمالیږي اؤ دپاکستاني طالبانو خبرو ته کښینولو کې هم افغان طالبانو مهم رول لرلو خو وروسته بیا ټي ټي‌ پي سره دغه مذاکرات ختم شول. هغه وایي اوس چې په بلوچستان کې کومه ترهګري کیږي نو په دې ایالت کې داعش هم شته اؤ ټي ټي پي هم بلوڅ ډلو سره کومک کوي اؤ ددې ترڅنګ دهند لخوا هم دا ترهګر حمایه کیږي. شیخ رشید وویل پاکستان طالبانو سره دسولې خبرې پیل کړې وې خو دهغوئ غوښتنې دنه منلو دي ځکه اوس دا خبرې ختمې شوې دي اؤ که چرې اوس هم کوم طالبان دپاکستان ایین اؤ قانون ته غاړه ږدي نو مذاکرات ورسره کیدای شي. دیوې پوښتنې جواب کې شیخ رشید وویل بلوچستان کې چې په امنیتي ځواکونو کوم تازه بریدونه شوي دې هغې کې زیاتره هغه وسلې کارول شوي چې دناټو نه افغانستان کې پاتې شوي دي. اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکي خبریال ښاغلي طاهر خان په ټویټر لیکلي وړاندي هم د بي بي سي او نورو رسنيو په رپوټونو کې ويل شوي چې افغانستان څخه د دغه وسلو قاچاق کيږي. خو شیخ رشید وایي چې دناټو سره ډیرو ملکي خلکو هم کار کولو اؤ دغه وسلې زیاتره هغوئ ته هم په لاس ورغلي چې دهغوئ ځینې بیا پاکستاني طالبانو ترلاسه کړې دي. څېړونکي طلعت مسعود تیره ورځ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هلته د تحريک طالبان پاکستان خوندي ځالې او د ټي ټي پى او طالبانو نېزدې اړېکې دي. دهغه په وينا پاکستان د افغان طالبانو لپاره د امریکا او هند مخالفت په سر اخستى دى او اوس بايد پاکستان هم طالبانو ته دا خبره وکړي. تیرکال په ۱۵م اګست چې طالبانو کابل ونیولو نو دهغې راپدیخوا پاکستان کې یو وارې بیا دبدامنۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ پخپلو خبرو کې شیخ رشید دا هم ومنله چې په پېښور کې اوس یو ځل بیا خلکو نه قلنګ غوښتنه پیل شوې ده . د څېړنې یوې غیر حکومتي ادارې انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي د سږ کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 24 پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي او د ترهګرو تر ټولو زیاتې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي. شیخ رشید وویل پاکستان چې افغانستان سره په پوله کوم ازغن تار لګولی په هغې هم دافغانستان له لوري په دې وروستیو کې ځینې بریدونه شوي خو دپاکستان امنیتي ځواکونه دې بریدونو ته په سخته ځواب وایي.

04.02.2022 ډیوه

په خېبرپښتونخوا کې د تشدد د پېښو سېوا کېدو علتونه څه دي؟

د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې پرون د زیارت/ پنجشنې په ورځ د پوليسو په يو ګاډي وسله وال بريد شوی چې پکې د يو پوليس افسر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي، پرون په باجوړ کې هم په اېف ـ سي ځواک چاودنه شوې وه، د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. په خېبرپښتونخوا کې د تشدد او بدامنۍ د تازه پېښو په اړه څيړونکی او د پوليسو پخوانی لوړ پوړی افسر اخترعلي شاه وايي، دلته چې څومره ترهګر تنظیمونه دي هغوی اوس هم فعاله دي او هغوی دلته اوس هم د ځان سره خلک ملګري کوي او چې چرته غواړي خپلې کارروايانې کولی شي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د حکومت پاکستان سره د ټي ټي پي اوربند هم ختم شوی، او بيا ټي ټي پي ويلي وو چې دوی به کارروايانې شورو کوي او دا د هغې عکس العمل دی چې ترهګر بريدونه سېوا شوي دي. هغه زياته کړه په پاکستان کې په هر ځای کې د ټي ټي پي پټ مرکزونه شته او چې کله وغواړي نو هغه فعاله کړي او کارروايانې وکړي. د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د راجوړو شوو حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی او پاکستان دغه حالات څاري.  په پاکستان کې د بدامنۍ پېښې وروسته له هغې سېوا شوي چې د تير اګست په مياشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي وو. خبريال حقنواز خان وايي، په افغانستان کې چې کله هم څه بدلون راغلی، د هغې ښې او بدې اغېزې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او په ځانګړي ډول په قبایلي ضلعو کې مخې ته راغلي دي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د تشدد د پېښو سېوا کېدو يو علت د پاکستان د رياست پاليسي واضحه نه ده په دې اړه، که وکتل شي په تيرو څو کلونو کې، د افغانستان د عملياتو سره په پاکستان کې هم عملیات شوي خو په دغو عملیاتو کې هغه ګټې نه دي ترلاسه شوي کومې چې خلک غواړي. حقنواز خان زیاته کړه، د پاکستان نه چې به کوم خلک افغانستان ته تلل او هلته به يې په شريکه د طالبانو سره عملیات کول او په افغانستان کې چې کوم خلک په واک کې راغله نو د هغو سره همفکره خلک ګڼي چې په پاکستان کې به هم يو څه ترلاسه کړي، که څه هم د هغه په نظر دوی په پاکستان کې نه شي کولی چې هغه رنګ کامياب شي، خو د پاکستان په رياست به يې يو څه فشار ضرور وي. هغه وویل پکار ده چې د ترهګرۍ پرضد یوه کوټلې پاليسي وي، او د هغې نه ولس هم خبر کړی شي. د پاکستان د پوځ وياند ويلي وو، په پاکستان کې چې کوم وسله وال،  بريدونه او ترهګري کوي پرضد به يې عمليات کولی شي. هغه ويلي وو تېر کال په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، په 2021 کې د 60زره نه زيات عمليات شوي دي، په 2021 کې 890 تهرېټ الرټس يا د خطرې خبرداری ورکړی شوی او د 70فيصدو مخنيوی پکې شوی دی. په پاکستان کې د څېړنې یوې غیر حکومتي ادارې ویلي د سږ کال 2022 په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 24 پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي او د ترهګرو تر ټولو زیاتې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي دي.

04.02.2022 ډیوه

منظور پشتين: ډزې هم راباندې وشوې او مقدمه هم راباندې درج شوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، په قلعه سېف الله کې د جلسې وروسته راباندې ډزې هم وشوې، او د هغې وروسته راباندې مقدمه هم درج شوې ده، خو په مقدمه کې د پي ټي اېم په مشرانو د رياست او رياستي ادارو پرضد د ويناګانو تورونه لګول شوي. د بلوچستان صوبې قلعه سېف الله ضلعې د پي ټي اېم د جلسې وروسته د منظور پشتين او نورو درېو کسانو پرضد مقدمه درج شوې، او پکې تور لګول شوی چې د ارمان لوڼي د درېم تلين دپاره راجوړې غونډې ته منظور پشتين او نورو، راپاروونکې، د رياست او پوځ او استخباراتي ادارو پرضد وېناګانې کړي دي. د قلعه سېف الله د سټي تاڼې محرر رشيد وي او اې ډيوه ته د مقدمې درج کول تاييد کړه او وې ویل په مقدمه کې کومه ګرفتاري نه ده شوې. بل لور ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او اې ډیوه ته وويل، د دوی په ګاډي د ارمان لوڼي د تلين نه وروسته ډزې وشوې، د دوی ملګري ورک شو، او بيا چې دوی پرلت پېل کړو دوی ته وویل شو چې مقدمه به یې درج شي خو الټه په دوی مقدمه درج شوې ده. په مقدمه کې د پي ټي اېم په مشرانو د لګولو شوو تورونو او اشتعال په ځواب کې پشتين وويل، په دوی چې کوم تورونه لګول شوي هغه تورونه نه دي دا رښتيا دي، هغه دعوه وکړه اشتعال دوی نه دی کړی اشتعال هغه وو چې په دوی بمبارۍ شوي، د دوی دوه لکه کورونه وران کړی شوي، 36 بازارونه ړنګ شوي، او د اته زرو نه زيات خلک ورک شوي دي. هغه تور ولګوو په رڼا ورځ د رياست لخوا د ترهګرو روزنه شوې وه، د دغې پرضد نعرې وهل انصاف غوښتل دي، اشتعال نه دی. د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي ځواب يې ورته ويلی او که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي. هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي. د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي. منظور پشتين وايي، په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي. په منظور پشتين او ملګرو يې د ډزو د پېښې پښتنو ملت پاله ګوندونو غندنه کړې او د پېښې د پلټنو غوښتنه يې کړې وه. د يادې پېښې وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضيالانګو ويلي وو د اړوندو چارواکو نه يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی. ضیا لانګو وي او اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې ويلي وو، "ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که په ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي". منظور پشتين وايي، نن په بلوچستان، خېبرپښتونخوا، اسلام اباد او لاهور کې هم د دغه پېښې پرضد احتجاجي مظاهرې روانې دي.

04.02.2022 ډیوه

ملګري ملتونه افغانستان کې له میلیونونو ډالرو، استفاده نشي کولای: مقامات

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دوی افغانستان په نړیوال بانک کې ۱۳۵ میلیون امریکايي ډالر لري، خو په خبره استفاده کولای یې نشي.

04.02.2022 امریکا غږ

امیري: که طالبان مشرعیت غواړي، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي

زهرا محمدي چې د معترضو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله، خو یوه ورځ وروسته خپله ونیول شوه چې اوس یې نور ملګري د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي. زهرا محمدي د افغان ښځو د یووالي او پیوستون ټیم مشره وه چې د دغه ټیم د غړو د معلوماتو پر بڼسټ د پنجشنبې په ورځ د کابل سینما پامیر ته څېرمه په خپل کلینیک کې نېول شوې او وړل شوې ده. یو شمېر معترضې ښځې ازادي راډیو ته تاییدوي چې د چهارشنبې په ورځ هم یوه بله افغانه معترضه پیغله مرسل عیار هم نیول شوې ده. دوی وایي، د مرسل عیار تر نیونې وروسته د هغه پلار هم نیول شوی دی. تازه د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په خپل ټویټرپاڼه کې پر طالبانو غږ کړی چې دا ډول ناعادلانه توقیفونه ودروي. هغې لیکلي: "که طالبان له افغان ولس او نړۍ څخه مشروعیت غواړي نو دوی باید د بیان آزادۍ په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. دغه ښځې، د هغوی خپلوان او نور فعالانې دې باید ژر تر ژره خوشې کړي." یوناما هم د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د طالبانو له کورنیو چارو وزارته په ۲۴ ساعتونو کې د دوو معترضو نجونو د نیول کېدو په تړاو بېړني معلومات غوښتي او یو وار بیا ېې د نیول شوېو معترضو ښځو او د هغوی د خپلوانو په خوشې کېدو ټینګار کړی. خو کابل ښار کې یوه معترضه مېرمن فوزیه وحدت وایي، نړیوال باید په یو ټویټ بسنه ونه کړي او د افغان ښځو دغه ستونزې د تل لپاره حل کړي که نه داسې ورته پېښې به ډېرې شي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وایي: "تاسو چې یوه ښځه د هغه د کور څخه باسئ، د هغه د کلینیک څخه باسئ، د سړک له سره یې نیسئ، حوزۍ، قوماندانۍ یا امنیت ته ېې وړئ؛ د کومو اصولو پر اساس ېې وړئ، په کوم جرم یې وړئ، په څه ډول یې وړئ؛ تاسو خو نه د ښځو بندي خانې لرئ، نه ښځینه پولیسې لرئ، په کومو امکاناتو دغه ښځې وړئ؟ څه شو ستاسو افغانیت او غیرت." طالبان د یادو مېرمنو نیول نه تاییدوي او نه یې هم ردوي. کابل ښار کې یوه معترضه ښځه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخېستل شي وایي: "موږ له طالبانو هیله او غوښتنه کوو؛ هغه کسانو څخه هیله کوو چې په منطق باور لري او هغوی پوهېږي چې په هېځ ځای کې په زور او تشدد حکومت کیدای نه شي هیله کوو چې هغه ښځې چې نیول شوي دي ژر تر ژره دې له بنده ازاد شي." تر دې وړاندې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني سره له درې خویندو یې لادرک شوي دي. معترضې ښځې ادعا کوي چې هغوی د طالبانو له خوا نیول شوي او وايي، طالبان هغه ښځې لټوي چې د جنورۍ په وروستیو کې د حجاب او بورقې پرضد مظاهره کړې وه. خو د طالبانو حکومت دغه موضوع رد کړې ده او ویلي دي چې دغه ښځې بهرنیو هېوادونو ته د تلو لپاره ځان ته کېس جوړوي. خو د افغان معترضو ښځو سربېره، ظاهراً مدني فعالان هم له داسې یو ګواښ سره مخ دي. څلور ورځې وړاندې مدني فعال، فیاض غوري په هرات کې نیول شوی دی. د فیاض غوري ورور سروش قدیر غوري په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "زما ورور څلور ورځې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی دی او اوس هم موږ د هغه له برخلیکه هېڅ احوال نه لرو؛ صرف دومره پوهېږو چې د ملي امنیت په بند خونې کې دی او د طالبانو استخباراتو سره دی." خو طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د فیاض غوري د نیول کېدو په تړاو څه ونه ویل.

04.02.2022 ازادي راډیو

بلوچستان بريدونه: "په داسې حالاتو کې څنګه د يو ملک صدر ګېم کولی شي؟"

په داسې حال کې په بلوچستان کې د اېف ـ سي ځواک په کېمپونو وسله وال بريدونه شوي، په عېن حال کې د پاکستان د صدر عارف علوي د ټویټر څخه د يو انلاين (Wordle) ګېم ټويټ شوی، په کوم چې په ټولنيزو رسنیو سختې نيوکې شوي دي. د پاکستان د بلوچستان صوبې په نوشکي او پنجګور سيمو کې (په دوېمه فرورۍ) د اېف ـ سي ځواک په دوه کېمپونو وسله وال بريدونه شوي، او پرون د پاکستان سرکاري ميډيا په خپور کړي خبر کې ویلي چې  پوځ په بريدونو کې د 13 ترهګرو او اووه پوځيانو د وژلو خبر ورکړی وو. پرون د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو، دغه عملیات روان دي. خو هم پرون د پاکستان د صدر عارف علوي د ټويټر اکاونټ نه د انلاين (Wordle) ګېم ټويټ شوی وو، کوم چې اوس د هغه په ټویټر اکاونټ نه ليدل کيږي. په ټولنيزو رسنيو د پاکستان په صدر په دغه ټویټ کولو سختې نیوکې شوې وې. جرنالسټ سليم صافي په ټويټر د عارف علوي د ټویټ عکس خپور کړی او ورته يې ليکلي، "په داسې حالاتو کې د يو ملک صدر څنګه ګېم کولی شي او د سرکاري ټويټر اکاونټ يې خپرولی شي؟ کېدی شي دا حکومت په ناجايزه طريقه جوړ شوی وي يا دا کوم پليت په لاس کې اخستی وي چې د عارف علوي په شان يو ښه خانداني او ليکلي لوستلي خلک هم د دې د برخې جوړېدو وروسته داسې د وړو په شان کارونه شور کړي". که څه هم د عارف علوي په نوم ټيوټر اکاونټ باندې د ګېم ټویټ اوس نه ښکاري خو د صدر په سرکاري ټويټر اکاونټ (The President of Pakistan) د پنجګور د پېښې غندنه شوې ده. بل جرنلسټ طلعت حسېن د عارف علوي د ګېم د ټويټ په اړه ویلي، "دا ډېره د شرم خبره ده چې په داسې حال کې چې ملک د اقتصادي او د امنیتي چېلنجونو سره مخ دی د ملک صدر په ګېمونو اخته دی. تر دې چې هغه په بلوچستان کې په روانو پېښو هم څه نه دي ویلي". په ټويټر نه يواځې په صدر عارف علوي سختې نيوکې شوي بلکې د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد رشيد باندې هم داسې نيوکې شوي چې د پنجګور نوم يې سم نه دی ویلی. د وينګاس په نوم ټویټر اکاونټ نه  ويل شوي، "د کورنيو چارو شېخ رشيد دومره هم نه ده پوهه، چې پنجګور لفظ څنګه ویل کيږي. په حقیقت کې، اصل مسله هم دا ده چې اسلام اباد د بلوچستان صوبې په مسلو پوهېدو کې پاتې راغلی يا ناکامه دی". طلعت حسېن بيا په بل ټویټر کې په شېخ رشيد د پنجګور ضلعې د توري سم نه ويلو په سر طنز کړی او ویلي يې دي چې هغه په بلوچستان کې بله ضلع شامله کړې ده. هغه ویلي، "شېخ رشيد په بلوچستان کې بله ضلع (پنګ جور) شامله کړې ده".  

04.02.2022 ډیوه

امریکا به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه څه پریکړه وکړي؟

د امریکا حکومت د ۲۰۲۲ کال د فبروري تر ۱۱ نیټې وخت لري چې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په اړه چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته کنګل شوي، پریکړه وکړي. تر اوسه دا روښانه نده چې جمهور رئیس جوبایډن به د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه څه پریکړه وکړي. آیا دا شتمني تر نامالوم وخت پورې کنګل ساتي، بیرته یې افغانستان ته سپاري او یا یې هم د سپټمبر د یوولسمې د پیښې د قربانیانو کورنیو ته ورکوي. ددې پریکړې لپاره د امریکا حکومت د فبروري تر ۱۱ وخت لري چې د امریکا محاکمو ته ووایي د هغو اوو میلیاردو ډالرو په اړه چې د نیویارک په مرکزي بانک کې کنګل شوي ، ‌څه پریکړه کوي. د امریکا قضاتو د روان کال په جریان کې دوه ځله د حکومت لپاره ضرب الاجل تمدید کړ څو ددې مسلې د قانوني پړاونو لپاره ډیر فرصت ولري. خو انډرو مالوني چې د سپټمبر د ۱۱ د قربانیانو د کورنیو وکالت پر غاړه لري وایي‌ چې ددې پیسو برخلیک د فبروري تر دویمه (سلواغې ۱۳) باید تعین شوی وای. مالوني له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل په دې اړه ژر باید تصمیم ونیول شي. هغه زیاته کړه:" زه فکر کوم دا پیسې باید په یوه بانکي حساب کې کیښودل شي او محکمې ته اجازه ورکړل شي څو ډاډ ترلاسه شي دا پیسې په برابره او منصفانه توګه هغو کورنیو ته ورکړل شي چې یو څوک یې د سپټمبر د یوولسمې په پیښو کې له لاسه ورکړی دی." یو شمیر نور بیا په دې آند دي چې دا شتمنۍ د افغانستان د خلکو دي او باید آزادې شي څو له دې لارې په هغه هیواد کې د بشري ناورین د کموالي سره مرسته وشي. یو خپلواک کارپوه ستیفن کارتر چې په لندن کې د Global Witness په نامه د بشري حقونو په ډله کې د افغانستان د "کار رهبري" پر غاړه لري ویلي دي چې د سپټمبر قربانیان په روښانه "مشروع رنځ" لري چې ورته د رسیدګي هڅه کوي. خو ښاغلي کارتر همدارنګه ویلي دي چې "موږ نشو کولی هغه د تصمیم نیونې د یوازیني عامل په توګه په پام کې ونیسو. دا یو مهم اخلاقي امر دی او همدارنګه یو عملي الزام دی." یو شمیر افغانانو د افغانستان د شتمنیو د کنګل کیدو په خاطر اعتراض وکړ او د ملګرو ملتونو سرمنشي ددغو شتمنیو د آزادیدو غوښتنه وکړه. انتونیو ګوتیریش د جنوري په ۱۳ نیټه وویل د افغانستان بانک فعالیت او همکاري باید ساتل شي او د افغانستان د بهرنیو پیسو د زیرمو د آزادیدو لپاره مشروط مسیر وټاکل شي. حتی د امریکايي قانون جوړونکو یوې ډلې د امریکا له جمهور رئیس جوبایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان پیسې په تدریجي ډول آزادي کړي. د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په وینا، د نیویارک په مرکزي بانک کې د افغانستان په اوو میلیاردو ډالرو شتمنۍ کې نغدي پیسې، سره زر، د قرضې پاڼې، او ټولې هغه پانګونې دي چې د افغانستان بانک پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو مخکې د نیویارک بانک ته سپارلي وې. پر دې سربیره د خصوصي بانکونو د نغدو پیسو په ګډون د افغانستان کابو دوه میلیارده ډالر په اروپايي ټولنه کې کنګل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا واشنګټن د افغانستان د شتمنیو په اړه پریکړه کړې که نه وویل چې دا یوه پیچلې موضوع ده. د سپټمبر د پیښو د قربانیانو له خوا حقوقي دعوا یو هغه دلیل دی چې دا موضوع یې پیچلې کړې ده. بله موضوع داده چې د امریکا حکومت هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ددې هیواد پخواني دښمنان یعني‌ طالبان د شتمنیو له آزادیدو څخه ګټه پورته نکړي. له Global Wintness څخه کارتر وویل:" فکر کوم چې دا شتمنۍ به د طالبانو په تړاو د چاڼو وهلو د وسیلې په توګه وي او ډاډمن یم چې د امریکا حکومت به یې ډیر ژر او په ساده ګي له لاسه ورنکړي." امریکایي چارواکو ویلي دي چې هغوی له خپلو متحدینو سره یوځای کار کوي څو د طالبانو ډله له هیڅ ډول مالي امکاناتو برخمنه نشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکا  له خپلو متحدینو او ټولو هغو هیوادونو سره چې د افغانستان بانک زیرمې په وا ک کې لري په دقت او همغږۍ سره کار کوي. سره له دې چې امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل کړي دي ، یاد هیواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه راپدیخوا د افغانستان له خلکو سره ۵۱۶ میلیونه ډالره ژمنه کړېده او د بشري مرستو ستر تمویلونکی هیواد ګڼل کیږي. امریکایي چارواکو ویلي دي هغوی به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او پر طالبانو به فشار راوړي څو همه شموله حکومت جوړ کړي او په هغه هیواد کې د میرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

04.02.2022 امریکا غږ

امیري: که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې ریتا امیري وايي، که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي باید د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

04.02.2022 امریکا غږ

بلوچستان کې وسله وال بريدونه، د پوځ او حکومتي وزیرانو بيانونه ولې بدل دي؟

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ (2 فرورۍ) ناوخته چې د اېف – سي ځواک په دوه کېمپونو بريدونه شوي، د هغه وخت راهسې د حکومت وزيرانو او پوځ بيانونه د يو بل نه بدل مخې ته راغلي، په بريدونو کې دواړو خواو ته د مرګ ژوبلو شمېرې بدل ويل شوي دي. د پاکستان پوځ او د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد په بريدونو کې د وژل شوو ترهګرو او سرتيرو شمېرې بدل بدل ويلي دي. ځايي خبريال زېن الدين وايي، د هغه په نظر د بدل بيانونو يو علت دا وو چې عمليات روان وو، او د هغه د مالوماتو ترمخه په دغو عملياتو او نښته کې ځينې عام خلک هم وژل شوي دي، او بله وجه دا هم کېدی شي، چې پوځ خپلې وژنې کمې ښايي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "زما په خپل نظر د شېخ رشید غلطي ده، ځکه چې په دغو دواړو ځايونو کې اېف سي موجوده ده، او د صوبې د کورنيو چارو سلاکار هغه مالومات ورکړي دي، کوم چې سرچينو هم تاييد کړي دي". هغه زیاته کړه ، "په دې کې شک نشته چې په بلوچستان کې د ميډيا ګټه کمه ده، عمله يې کمه ده، ځينې خواهش داسې هم موجود دی چې ډېر څيزونه چې رياست يې نه خوښوي چې هغه رپورټ نه شي، په ځينې ځايونو کې د ميډيا خپله ګټه نه وي او په ځینو ځايونو کې د سختۍ له امله بيا خبرونه ورنه کړی شي". د تازه بريدونه نه وړاندې په کېچ کې په پوځ د بريد د خبر دوه ورځې وروسته مخې ته راتلو په اړه نوموړی وايي، "که په مطبوعاتو دغه خبرونه نه راتلو نو په ټولنيزو رسنيو دغه خبرونه مخې ته راتله نو بيا په پوځ نيوکې شوي دي، او پوځ ته دغه کار ګټه نه ده رسولې. بل دا چې ځايي چارواکي د پوځ نه بغېر بيان نه شي ورکولی، د کېچ په پېښه کې په وخت بيان نه ورکولو تاوان اړولی دی. بيا هم مالومات منع کول ګران وي". خبريال عباس ناصر هم په ټویټر ويلي،  "په بلوچستان کې د اېف ـ سي په کېمپونو په بريدونو کې د پوځ (ايي اېس پي ار)، کورنيو چارو وزیر او بلوچستان د کورنيو چارو وزیر د وژنو په اړه بدلې شمېرې ورکړي دي. هايبرډ رژيم هر چرته په ځای دی. دوی دومره هم نه شي کولی شي چې کره شمېرې ورکړي". د تازه بريد وروسته د پوځ لومړی بیان د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي، د ایران پولې ته نیژدې په پنجګور سیمه کې وسلوالو له دوو ځایونو څخه د امنیتي ځواکونو کېمپ ته د ننوتلو هڅه کړې خو وایي‌ پوځیانو یې مخه نیولې ده. په بیان کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په ډزو کې یو ملېشه عسکر وژل شوی، خو د وسلوالو د وژلو په اړه یې معلومات نه وو ورکړي. ويل شوي وو د ډزو په مهال وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. د پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر ويلي وو‌ په نوشکي سیمه کې هم وسلوالو د ملېشه ځواکونو دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې او په جوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي او یو پوځي افسر ټپي شوی دی. وژل شوي پوځيان که د اېف ـ سي سرتيري د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په نوشکي او پنجګور سيمه کې د 15 وسله والو او څلورو پوځي عسکرو د وژل کېدو خبره کړې وه. شېخ رشيد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (3 فرورۍ) په ټويټر په يو ویډيو بیان کې په نوشکي او پنجګور کې د بريد په اړه تفصيل ويلی وو. نوموړي ويلي، په نوشکي کې په بريد کې 9 ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي دي. او په پنجګور کې شپږ ترهګر وژل شوي دي. د شېخ رشيد په خبره په دواړو ځايونو کې پوځ ترهګر په شا تمبولي او نن هم په پنجګور کې څلور يا پينځه ترهګر د پوځ په ګېره کې دي، هغو ته به هم پوځ ماتې ورکړي او نوموړي دغې ته غټه کاميابي ويلې وه. د بلوچستان صوبايي حکومت څه وايي؟ د بلوچستان په کورنیو چارو کې د وزیراعلا سلاکار ضیاء لانګو ويلي، په نوشکي او پنجګور کې له وسلوالو سره د امنیتي ځواکونو په جګړه کې تر اوسه 12 پوځیان وژل شوي دي. ضیاء لانګو د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، چې په پنجګور کې لا هم د وسلوالو د پلټنې عملیات روان دي: "تر اوسه په نوشکي کې نهه ترهګر وژل شوي، پینځه ایف سي [ملېشه] عسکر شهیدان [وژل] شوي او 12 ټپیان شوي دي، په پنجګور کې اووه ایف سي عسکر شهیدان [وژل] شوي او 11 ټپیان شوي دي". د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ويلي وو، په پنجګور کې لا تر اوسه د ټولو ترهګرو د وژل کېدو کره معلومات نه لري، خو د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر په دواړو سیمو کې د 13 وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. پوځي بيان د پاکستان د پوځ په وېب پاڼه چې د بلوچستان د بريدونو په اړه د دې خبر خپرېدو پورې کوم بيان نه دی ورکړی شوی، خو پرون د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) په خپله وېب پاڼه ورکړي خبر کې د پوځ له قوله ويلي، امنیتي ځواکونو د زيارت په ورځ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سيمه کې د اېف ـ سي ځواک په کېمپونو بريدونه شنډ کړي، 13 ترهګر يې وژلي او د ترهګرو سره په جګړه کې اووه پوځيان هم وژل شوي دی. په خبر کې ويل شوي، د نوشکي په بريد کې ټول نهه ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي وو. په پنجګور کې د څلورو ترهګرو د وژل کېدو، د څلورو نه تر پينځه و پورې په ګېره کې اخستو ويل شوي او په خبر کې زياته کړی شوې ده په دغه حمله کې درې پوځيان وژل شوي وو. د اې پي پي په خبر کې ويل شوي، د پوځ د لومړو تحقيقاتو ترمخه استخباراتي ادارو مالومه کړې چې د ترهګرو په افغانستان او هند کې رابطې وې. پاکستان له دې وړاندې هم تل داسې دعوې کړي چې په پاکستان کې په بريدونو کې ککړو کسانو اړيکې په افغانستان او هند کې مالومې شوي، خو افغانستان او هند اکثر له دغه تورونه رد کړي دي. په بلوچستان کې د دغو دواړو بریدونو ذمه واري د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) په نامه د ازادي غوښتونکو بلوڅانو یوه تنظیم پر غاړه اخیستې دي. نوشکي او پنجګور چرته دي؟ نوشکي له کوټې څخه د لوېديځ په لور د 150 کيلومیټره په فاصله د افغانستان له سرحدي پولې سره او پنجګور بيا د ايران پولې ته نیژدې سیمه ده. ويل کيږي په دغو دواړو سیمو کې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي.

04.02.2022 ډیوه

۲ مېرمنې تري تم دي؛ امیري: د افغان ښځينه فعالانو غیرعادلانه نیونې دې ودریږي

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، د افغان ښځينه فعالانو غیرعادلانه نیونې باید ودریږي.   اغلې امیري د هغو راپورونو په غبرګون دا خبره کړې چې ویل کېږي دوه ښځینه فعالانې پرون او وړمه ورځ له کابله لادرکه شوي او طالبان یې په اړه ګرم بلل شوي.   رینا امیري په خپل ننني ټويټ کې ویلي، که طالبان له افغانانو او نړۍ مشروعیت غواړي نو هغوی باید د افغانانو بشري حقونو په تېره بیا ښځو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي. د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې طالبان باید دا ښځې او د هغوی خپلوان او نورو فعالان ژر تر ژره راخوشې کړي. یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت استازولۍ پرون ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې له کابله دوه ښځینه فعالانې لادرکه شوي او دوی د طالبانو له کورنیو چارو وزارته په دې اړه د عاجلو معلوماتو غوښتنه کړې.  زهرا محمدي او مرسل عیار هغه دوه ښځینه فعالانې دي چې د کابل په اعتراضي لاریونو کې یې برخه اخېستې وه او له پرونه ترې تم دي.  تردې مخکې هم شااوخوا څلور نورې ښځې لادرکه شوي او ویل کېږي د طالبانو په بند کې دي.  طالبانو رسماً نه ده منلې چې دا ښځېنه فعالانې له دوی سره بندیانې دي.   د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دا ښځې اکثر بهر ته د تلو لپاره د ده په خبره د کېسونو/قضیو جوړولو هڅې کوي. 

04.02.2022 ازادي راډیو

امریکا کې واوره، بوړبکۍ او توپانونه، د لس ګونه زره کسانو بریښنا بنده شوې

د امریکا متحده ایالتونو په بیلابیلو برخو کې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۳ (سلواغې ۱۴) ژمنی توپان ددې لامل شو چې د کابو ۳۵۰ زره کورونو او تجارتي مراکزو بریښنا قطع شي. دغه څو ورځنۍ توپان د امریکا د منځني لودیځ په یو شمیر برخو کې د څه باندې یو فوټ واورې د اوریدو او په الاباما ایالت کې د بوړبکۍ د رامنځ ته کیدو لامل شوی چې له امله یې یو کس ووژل شو او درې نور سخت ټپیان شوي دي. دغو توپانونو او اورښتنو مسافر هم له مشکلاتو سره مخ کړي او په ټوله امریکا کې څه باندې ۹۰۰۰ الوتنې چې د پنجشنبې او جمعې ورځو لپاره پلان شوي وې، لغوه شوي دي. اسوشیټد پرس ویلي وړاندوینې د ډیرو واورو د اوریدو اټکل کوي او ددې احتمال شته چې تر جمعې ورځې پورې د امریکا له پنسلوانیا څخه بیا تر نیو انګلند پورې ګڼ شمیر سیمې کنګل شي. د واورو او کنګلونو له امله تر ټولو زیات د بریښنا جریان په ټینسي، ارکانساس، ټکساس او اوهایو ایالتونو کې قطع شوی خو د توپان مسیر د پنجشنبې په ورځ د امریکا له مرکزي سیمو څخه د جنوب او شمال ختیځ په طرف بدل شوی دی. چارواکو ویلي چې د کورونو د بریښنا د وصل کیدو پروسه ممکن څو ورځې وخت ونیسي. د اور وژنې چارواکو ویلي دي چې د ټینسي ایالت په یوې لویه لار کې د ۱۶ موټرونو د ټکر له امله شپږ کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي چې د دوو وضعیت نازک ښودل شوی دی. د امریکا د هوا پيژندنې د ملي ادارې څخه انډرو اورسن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۳ (سلواغې ۱۴) وویل، ختیځ ته د توپان تګ ته په کتو د اوهایو او نیویارک په یو شمیر برخو او د نیو انګلنډ په شمالي برخه کې د ۳۰ تر ۴۵ سانتي متره پورې د واورې د اوریدو احتمال موجود دی. بوړبکۍ په ژمي کې غیر معمول خو امکان لري او ساینسپوهان وایي چې د ځمکې په تودیدو سره د بوړبکیو رامنځ ته کیدو ته شرایط برابر شوي دي.

04.02.2022 امریکا غږ

یوناما له طالبانو د دوو نورو ښځینه فعالانو د توقیف په اړه معلومات غوښتي 

وروسته له هغه چې په کابل کې د طالبانو له لوري‌ د دوو نورو ښځینه فعالانو د نیول کېدو ادعاوې او راپورونه خپاره شول، یوناما د طالبانو حکومت څخه په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده. 

03.02.2022 امریکا غږ

ترکیې د اوکراین او مسکو ترمنځ د شخړې کمولو لپاره د خبرو وړاندیز وکړ 

په داسې حال کې چې لویدیځ په اوکراین د روسیې د ممکنه یرغل د اندېښنې کمولو په اړه خپل اقدامات زیات کړي،‌ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کیف ته د سفر په مهال د اوکراین او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو د وړاندیز وکړ. 

03.02.2022 امریکا غږ

کارپوهان: امريکا دې د منځنۍ ايشيا په اړه تګلاره د وخت مطابق کړي

امريکايي کارپوهان په دې متفق دي چې د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو وروسته امریکا د منځنۍ ايشيا په حقله باید نوي تګلاره جوړه کړي خو څېړوونکي په دې اختلافات لري امریکا نوي تګلاره څنګه وټاکي. د کال 2001 پورې ډېرو لږو امريکانو ته د يادې سيمې په اړه معلومات وو خو ولې د منځنۍ ايشيا دوه ملکونو ازبکستان او کيرغستان په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته هوايي اډې ورکړې چې د پوځي اپرېشنو د پاره د رسد بندوبست ترې وکړی شي.  د امريکا د خارجه چارو نايب وزير لېزلي ويګوري ويلي د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروستو هم منځنۍ ايشيا ډېره مهمه سيمه ده او وايي “په تېرو لسيزو کې ډېر څه بدل شوي خو زمونږ د تړون مقصد لا په ځای دی چې د استقلال، ازادۍ او د مزکني حق احترام دی”.  د يو ايس انسټيټيوټ اف پيس په يو تازه بحث کې ويګوري ويلي وو د منځنۍ ايشيا ملکونو چې پکې تاجکستان، قازقستان او ترکمنستان شامل دي طالبانو ته د کابل د سقوط وروستو د خپل امنيت په حقله انديښمن شوي دي.  ياد چارواکی وايي امريکا په مستقيمه توګه د سياسي، اقتصادي او ټولنيز اصلاحاتو کلک ملاتړ کوي چې يوه فعاله ټولنه وجود ولري.  په قازقستان او تاجکستان کې د امريکا پخوانی سفير رچرډ هوګلينډ وايي چې واشنګټن خو په ښکاره د جمهوريت او د اقتصادي ترقۍ خبره کوي خو په خاموشۍ په سيمه کې د روس او چين اثر رسوخ په تمبولو کې مصروف دی.  هغه يادونه وکړه چې د 1990 په لسيزه کې د امريکا پاليسي دا وه چې د منځنۍ ايشيا هېوادونه به خلاص مارکيټ او جمهوريتونه ولري خو که پوره مرسته يې وکړی شو ولې داسې يې ونه کړل چې د حيراتيا خبره هم نه ده.    د څېړنيزې ادارې کارنيګي اينډومنټ فا انټرنيشنل پيس يوه کارمنده جينفر مرتضاشيولي وايي د سيمې د پاره د امريکا پاليسي د مزکني حقيقتونو سره سمه نه ده او وايي امريکا نور هم ګټور کردار لوبولی شي خو که خپل ضرورتونه، خواهشونه او مقدونه وپېژني.  هغه وايي امريکا دې يادې سيمې ته د روس او چين په چشمو کې نه ګوري بلکې دغه هېوادونو ته د غبرګون ښودلو په ځای دې خپلې هلې ځلې رامخ ته کړي.  خو د سنټرل ايشيا کاکس انسټيټيوټ مشر فرېډ سټار وايي چې د نور هر څه وړاندې او مهمه امنيتي ملګرتيا ده او وايي د دې ملکونو سره د امنيت، استقلال، خپلواک حکومت او د خپلې ازادۍ په اړه د بحثونو نه ښکاره ده چې دا هر څه دغلته نشته.    هغه وايي په نړۍ کې منځنۍ ايشيا داسې خطه ده چې د بهرنيو د شتون بغير کوم خپل منځي ارګنايزيشن نه لري او په امريکا يې غږ وکړ د داسې ګامونو په اخستلو کې وړاندې وړاندې ووسي. امريکايي کارپوهان په دې متفق دي چې د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو وروسته امريکې پکار ده چې د منځنۍ ايشيا په حقله تګلاره نوي پکار دي خو په دې يې تر منځ اختلاف شته چې څنګه نوې تګلاره وټاکل شي. د کال 2001 پورې ډېرو لږو امريکانو ته د يادې سيمې په اړه معلومات وو خو ولې د منځنۍ ايشيا دوه ملکونو ازبکستان او کيرغستان په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته هوايي اډې ورکړې چې د پوځي اپرېشنو د پاره د رسد بندوبست ترې وکړی شي.    د امريکا د خارجه چارو نايب وزير لېزلي ويګوري ويلي د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د وتلو وروستو هم منځنۍ ايشيا ډېره مهمه سيمه ده او وايي “په تېرو لسيزو کې ډېر څه بدل شوي خو زمونږ د تړون مقصد لا په ځای دی چې د استقلال، ازادۍ او د مزکني حق احترام دی”.  د يو ايس انسټيټيوټ اف پيس په يو تازه بحث کې ويګوري ويلي وو د منځنۍ ايشيا ملکونو چې پکې تاجکستان، قازقستان او ترکمنستان شامل دي طالبانو ته د کابل د سقوط وروستو د خپل امنيت په حقله انديښمن شوي دي.  ياد چارواکی وايي امريکا په مستقيمه توګه د سياسي، اقتصادي او ټولنيز اصلاحاتو کلک ملاتړ کوي چې يوه فعاله ټولنه وجود ولري.    په قازقستان او تاجکستان کې د امريکا پخوانی سفير رچرډ هوګلينډ وايي چې واشنګټن خو په ښکاره د جمهوريت او د اقتصادي ترقۍ خبره کوي خو په خاموشۍ په سيمه کې د روس او چين اثر رسوخ په تمبولو کې مصروف دی.  هغه يادونه وکړه چې د 1990 په لسيزه کې د امريکا پاليسي دا وه چې د منځنۍ ايشيا هېوادونه به خلاص مارکيټ او جمهوريتونه ولري خو که پوره مرسته يې وکړی شو ولې داسې يې ونه کړل چې د حيراتيا خبره هم نه ده.  د څېړنيزې ادارې کارنيګي اينډومنټ فا انټرنيشنل پيس يوه کارمنده جينفر مرتضاشيولي وايي د سيمې د پاره د امريکا پاليسي د مزکني حقيقتونو سره سمه نه ده او وايي امريکا نور هم ګټور کردار لوبولی شي خو که خپل ضرورتونه، خواهشونه او مقدونه وپېژني.  هغه وايي امريکا دې يادې سيمې ته د روس او چين په چشمو کې نه ګوري بلکې دغه هېوادونو ته د غبرګون ښودلو په ځای دې خپلې هلې ځلې رامخ ته کړي.    خو د سنټرل ايشيا کاکس انسټيټيوټ مشر فرېډ سټار وايي چې د نور هر څه وړاندې او مهمه امنيتي ملګرتيا ده او وايي د دې ملکونو سره د امنيت، استقلال، خپلواک حکومت او د خپلې ازادۍ په اړه د بحثونو نه ښکاره ده چې دا هر څه دغلته نشته.  هغه وايي په نړۍ کې منځنۍ ايشيا داسې خطه ده چې د بهرنيو د شتون بغير کوم خپل منځي ارګنايزيشن نه لري او په امريکا يې غږ وکړ د داسې ګامونو په اخستلو کې وړاندې وړاندې ووسي.    

03.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more