شاته

جنوبي وزيرستان: اسما حافظ د سکول د نشتوالي له امله نورو زده کړو ته پرېشانه ده

د جنوبي وزیرستان سره د تعلق لرونکې کم عمره جينۍ اسما حافظ هغه عکس چې پکې يې فټ بال په لته/لغته وهلو، تېر کال په ټولنیزو رسنيو ډېر خپور شوی او ستايل شوی وو، دغه ماشومه او پلار يې اوس د هغې راتلونکو زده کړو ته پرېشانه دي.

اسما حافظ چې د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه نه نزدې 20کلومیتره لرې سویل ختيځ تنایي سیمې اوسېدونکې ده، وايي په علاقه کې يې تر پينځم ټولګي پورې ښوونځی يا سکول شته، او د مخکې زده کړو دپاره ورته بل سکول نشته دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې ويلي، ډاکټره جوړیدل غواړي تر پینځم ټولګي یې د هلکانو په یو شخصي سکول کې زدکړې ترلاسه کړې او اوس د کورنۍ لخوا ورته ویل شوي چې لویه شوې او د هلکونو سره یو ځایې د زدکړو اجازه نه ورکړل کیږي او د زدکړو پروسه یې ودرېدلې ده.

په علاقه کې د شخصي سکول پرنسپل شاه حسین چې اسما پکې زده کړې کړي، وايي، دوی کوم اعتراض نه لري خو دغلته د علاقې خلک په خپله نه غواړي چې هلکان او جينکۍ يو ځای زده کړې وکړي.

هغه وویل اسما یوه ذهینه او تکړه زدکونکې وه خو د تیر کال راهسې زیاته د تشویش او پریشانۍ سره مخ وه چې د هغې د تعلیمي زده کړو پروسه ودرول کیږي.

د شاه حسین په خبره د دوی سره په سکول کې نزدې 50 جینکۍ دي چې پکې څلور د اسما کلاس فیلو هم دي خو دا جينکۍ د پينځم ټولګي نه وروسته د نورو زده کړو اسانتياوې نه لري ځکه دوی په کورونو کښېني او په زده کړو پرېښودو مجبوره شي.

د اسما پلار حضرت علم وویل دوی د اسما د سکول نه قلارولو زیات پرېشانه کړي دي، خو دوی په علاقه کې بل د جینکو د سکول اسانتیا نه لري.

هغه وویل چې دوی د ټولنیزو رسنیو د لارې خبر شوي چې لور ته یې په پنجاب صوبه کې د تعلیم ورکولو دپاره د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر خواست کړی، چې هغې ته په دانش سکول کې په شپږم ټولګي کې داخله ورکړي خو هغه وايي، لور يې ماشومه ده او يوازې يې نه شي پاتې کولی.

د مرستیال سپيکر لخوا چې په درېمه فرورۍ د پنجاب صوبايي سيکرټري ته اعلاميه جاري شوې پکې ويل شوي چې د جنوبي وزيرستان اسما حافظ وزير په کلي کې مډل او هايي سکول نشته ځکه هغې ته دې د پنجاب په دانش سکول کې داخله ورکړی شي.

خو د اسما ورور حمزه وایي د دوی غریبه کورنۍ ده پلار یې د ورځې په سر واڼه بازار کې مزدوري کوي او دانش سکولونه په پنجاب صوبه کې دي او دوی نشي کولې یوازې د اسما تعلیم لپاره ټوله کورنۍ پنحاب ته انتقال کړي.

د علاقې یو اوسیدونکی او په علاقه کې د زده کونکو د حقونو لپاره کارکونکی ګل زمان وایي،دا ښه خبره ده چې حکومت د علاقې د يوې ماشومې د تعلیم زمه واري اخستې خو زیاته يې کړه تنایي سیمه نزدې 30 زره ابادي لري چې پکې د جینکو د تعلیم لپاره یوازې دوه پرايمري سکولونه دي او دعوه کوي چې هغه هم غېر فعال دي.

هغه وويل دوی په علاقه کې د هايي سکول دپاره 45 ورځې پرلت هم کړی وو او د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان دوی ستایلي وو او د دسمبر په میاشت کې يې په ډیره اسماعېل خان کې د واڼه ویلفیر ایسوسي اېشن د یوې غونډې په مهال په تنایی سیمه کې د هایی سکول جوړولو ژمنه کړې وه خو ګل زمان وایي تر اوسه د سکول په جوړولو کار نه دی روان شوی.

د ضلعې حکومتي چارواکي وایي د ضلعې په کالنیزو پرمختتایي پروژو کې په علاقه کې سکول جوړول شامل کړی شوي او زر به یې منظوري وشي.

ګل زمان وایي د ډپټي سپیکر اعلاميه حیرانکونکې ده په دې خو یوازې د یوې جینۍ ستونزه هواره شوه خو په تنایي کې په لسګونو شمېره کې نورې جینکۍ هم تعلیمي زده کړو ته اړتیا لري.

هغه وویل دوی په صوبه کې شامل شوي، پکار ده چې دغلته د جینکو لپاره په سیمه کې سکولونه جوړ شي.

وي او اې ډیوه په سیمه کې د واڼه سیمې مرستیال کمیشنر سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​