شاته

بلوچستان بريدونه: "په داسې حالاتو کې څنګه د يو ملک صدر ګېم کولی شي؟"

په داسې حال کې په بلوچستان کې د اېف ـ سي ځواک په کېمپونو وسله وال بريدونه شوي، په عېن حال کې د پاکستان د صدر عارف علوي د ټویټر څخه د يو انلاين (Wordle) ګېم ټويټ شوی، په کوم چې په ټولنيزو رسنیو سختې نيوکې شوي دي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په نوشکي او پنجګور سيمو کې (په دوېمه فرورۍ) د اېف ـ سي ځواک په دوه کېمپونو وسله وال بريدونه شوي، او پرون د پاکستان سرکاري ميډيا په خپور کړي خبر کې ویلي چې پوځ په بريدونو کې د 13 ترهګرو او اووه پوځيانو د وژلو خبر ورکړی وو.

پرون د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو، دغه عملیات روان دي.

خو هم پرون د پاکستان د صدر عارف علوي د ټويټر اکاونټ نه د انلاين (Wordle) ګېم ټويټ شوی وو، کوم چې اوس د هغه په ټویټر اکاونټ نه ليدل کيږي.

په ټولنيزو رسنيو د پاکستان په صدر په دغه ټویټ کولو سختې نیوکې شوې وې.

جرنالسټ سليم صافي په ټويټر د عارف علوي د ټویټ عکس خپور کړی او ورته يې ليکلي،

"په داسې حالاتو کې د يو ملک صدر څنګه ګېم کولی شي او د سرکاري ټويټر اکاونټ يې خپرولی شي؟ کېدی شي دا حکومت په ناجايزه طريقه جوړ شوی وي يا دا کوم پليت په لاس کې اخستی وي چې د عارف علوي په شان يو ښه خانداني او ليکلي لوستلي خلک هم د دې د برخې جوړېدو وروسته داسې د وړو په شان کارونه شور کړي".

که څه هم د عارف علوي په نوم ټيوټر اکاونټ باندې د ګېم ټویټ اوس نه ښکاري خو د صدر په سرکاري ټويټر اکاونټ (The President of Pakistan) د پنجګور د پېښې غندنه شوې ده.

بل جرنلسټ طلعت حسېن د عارف علوي د ګېم د ټويټ په اړه ویلي،

"دا ډېره د شرم خبره ده چې په داسې حال کې چې ملک د اقتصادي او د امنیتي چېلنجونو سره مخ دی د ملک صدر په ګېمونو اخته دی. تر دې چې هغه په بلوچستان کې په روانو پېښو هم څه نه دي ویلي".

په ټويټر نه يواځې په صدر عارف علوي سختې نيوکې شوي بلکې د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد رشيد باندې هم داسې نيوکې شوي چې د پنجګور نوم يې سم نه دی ویلی.

د وينګاس په نوم ټویټر اکاونټ نه ويل شوي،

"د کورنيو چارو شېخ رشيد دومره هم نه ده پوهه، چې پنجګور لفظ څنګه ویل کيږي. په حقیقت کې، اصل مسله هم دا ده چې اسلام اباد د بلوچستان صوبې په مسلو پوهېدو کې پاتې راغلی يا ناکامه دی".

طلعت حسېن بيا په بل ټویټر کې په شېخ رشيد د پنجګور ضلعې د توري سم نه ويلو په سر طنز کړی او ویلي يې دي چې هغه په بلوچستان کې بله ضلع شامله کړې ده.

هغه ویلي، "شېخ رشيد په بلوچستان کې بله ضلع (پنګ جور) شامله کړې ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​